1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امنيت شورا پر طالبانو د سفري بندیز په اړه سره وېشلې ده

۱۴۰۱ شهریور ۱, سه‌شنبه

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا غړي پر دې سره توافق ته ونه رسېدل چې د افغانستان د طالب مشرانو سفري معافيت وغځوي او که نه. د ۱۳ طالب مشرانو سفري معافيت د تېرې جمعې په ورځ پای ته رسيدلی وو.

USA | Abstimmung im UN-Sicherheitsrat über die Haiti-Resolution
انځور: Eskinder Debebe/UN Photo/Xinhua/IMAGO

د امنيت شورا د ۲۰۱۱م کال د يوه پريکړه ليک پر اساس ۱۳۵ طالب مشران د سفر د بندیزونو سره مخ دي. له دوی څخه یې ۱۳ مخکښو مشرانو ته د نورو هيوادونو له مشرانو سره د خبرو اترو په موخه ورکړل شوی سفري معافيت وخت پر وخت غځول کيږي.

د دغو ۱۳ مشرانو سفري معافيت د تېرې جمعې په ورځ هغه وخت پای ته ورسېده چې ايرلند یې له بلې میاشتې له پاره د اتوماتيک غځيدا مخالفت وکړ.

په جون میاشت کې پر افغانستان د بندیزونو کمېټې چې د امنيت شورا ۱۵ غړي هم پکې شامل دي، د طالبانو دوه وزیران هم د سفر د معافيت د دې استثنايي نوملړ څخه لیرې کړي ول. په دې کې د معارف وزارت مرستيال او همدا راز د لوړو زده کړو سرپرست وزير عبدالباقي حقاني هم شامل ول. دا ګام د طالبانو له خوا ښځو او نجونو ته د هغوی د حقونو د نه ورکولو په مقابل کې پورته شوی وو.

آیا د طالب مشرانو سفري معافيت به پای ومومي؟

د ديپلوماتیکو سرچينو په حواله يو شمیر غربي هيوادونه غواړي چې د سفري معافيت دا نوملړ نور هم لنډ کړي.

د لويدیځ دغه هيوادونه په دې آند دي چې يو کال مخکې واک ته د رسېدو پر وخت چې طالبانو د بشري حقونو د مراعات کولو او د ترهګرۍ پر ضد د جګړې کومې ژمنې کړې وې، هغه یې نه دي پرځای کړي.

د حقیقت موندنه: آیا طالبانو خپلې ژمنې پوره کړي؟

د روانې اګست میاشتې په سر کې امريکا متحده ایالاتو په کابل کې د بې پېلوټه الوتکې په يوه بريد کې د القاعدې د مشر ايمن الظواهري د وژلو ادعا کړې وه. امريکا وايي چې طالبانو، وسله والو ډلو ته د پټنځایونو د نه ورکولو خپله ژمنه نه ده پوره کړې.

چين او روسيه د سفري معافيت د غځولو پلوي کوی

چین او روسیې د طالبانو د مخکښو مشرانو د سفر د معافيت په مستقله توګه د غځيدا پلوي کړې ده.

په امنيت شورا کې د چين استازي تېره اوونۍ ويلي ول: «دا معافيت د مخکې په څېر اوس هم اړين دی.» هغه زياته کړې وه چې د طالب مشرانو سفري معاملات په بشري حقونو پورې تړل «زيانمن» تماميدلای شي.

د طالبانو ۱۳ مشران سفري معافيت له کبله نورو هېوادونو ته تللای شولانځور: Pakistan Ministry of Foreign Affairs /AP/picture alliance

د ديپلوماتیکو سرچينو په حواله له تېرې اونې راهيسې او بيا د دوشنبې په ورځ هم د امنيت شورا غړيو هغه يو شمير وړاندیزونه رد کړل چې پکې د سفري معافيت لرونکو طالب مشرانو د شمیر د راکمولو يا د هغوی د سفر د ځايونو د شمير د راکمولو خبره شوې وه.

د ديپلوماتیکو سرچينو په حواله په دې اړه د خبرو اترو د دوام هیله موجوده ده.

طالبان دمګړۍ سفر نه شي کولای

د سرچينو په حواله هغه طالب مشران به چې تر اوسه د سفر له بندیزونو مستثنی ول، تر هغه سفر ونه شي کولی تر څو چې د امنيت شورا په دې اړه کومه پريکړه نه وي کړي.

له دې څخه به تر ټولو ډېره مشکل د طالبانو د بهرنیو چارو وزير امير خان متقي ته پيدا شي چې په دې وروستیو کې د سفارتي خبرو اترو په موخه څو ځله قطر ته سفر کړی وو. متقي هم د ۱۳ کسانو په هغه نوملړ کې دی چې سفري معافيت لري.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت يوه وياند د شنبې په ورځ د تويتر له لارې په خپره شوې يوه اعلاميه کې له ملګرو ملتونو غوښتي ول چې «د سفر بندیزونه دې د فشار د آلې په توګه نه کاروي» او پر طالب مشرانو لګول شوي بندیزونه دې لغوه کړي. 

وياند زياته کړې وه: «که چېرې پر سفر بندیزونه وغځول شي نو دا به د مذاکراتو او تماس د ودې پر ځای د لیرې والي باعث شي، له دې څخه په هر حال کې د صرف نظر اړتيا ده.»

ب. ص/ ن. ز (AFP)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب