1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امنیتي کنفرانس؛ ولي افغانستان نور د بحث اصلي موضوع نه ده؟

پروانه علی زاده نجيب الله زيارمل
۱۴۰۴ بهمن ۲۴, جمعه

د مونشن امنیتي کنفرانس نن پیل سو. کارپوهان وايي چي افغانستان نور د سږ کال د کنفرانس په اصلي اجنډا کي نه دی، ځکه چي دا نور د نړۍ د امنیتي لومړیتوبونو په سر کي نه دی.

د آلمان صدراعظم فريدريش ميرڅ د مونشن امنيتي کنفرانس  ته د ونيا پرمهال
د آلمان صدراعظم فريدريش ميرڅ د مونشن امنيتي کنفرانس ته د ونيا پرمهالانځور: Kay Nietfeld/dpa/picture alliance

د مونشن امنیتي کنفرانس نن په رسمي ډول د آلمان د صدراعظم فریدریش میرڅ په وینا سره پیل سو. تمه کیږي چي په دې درې ورځنۍ غونډه کي به د ۶۰ هيوادونو د دولتونو او حکومتونو مشرانو شاوخوا ۱۰۰ د بهرنيو او دفاع وزيرانو په ګډون تر زرو ډیر ګډونوال برخه واخلي.

لکه څرنګه چي د جرمني د صدراعظم له وينا څخه ښکاري سږ کال به بحثونه د اوکراین پر جګړې، د اروپا پر دفاعي وړتیاوو او له امریکا متحده ایالاتو سره پر کړکېچونو متمرکز وي. په تیرو کلونو کې، افغانستان او د هغه اوسني واکمنان هم د بحث برخه ول. خو اوس ولي افغانستان نور د مونشن د امنیتي کنفرانس اصلي موضوع نه ده؟

کارپوهان وايي چي په افغانستان کي د يوه مشروع حکومت د نشتوالي په سبب دغه هيواد نور د دې امنيتي کنفرانس په اجندا کي نسته.

د امنیتي مطالعاتو څېړونکی بسم الله تابان، وايي چي د مونشن امنیتي کنفرانس بڼه داسي ده چي د دولتونو مشران او د هیوادونو چارواکي یا متخصصین یې په غونډو کي برخه اخلي.

په تیرو څلورو کلونو کي په افغانستان کي د مشروع حکومت د نشتوالي له امله، هیڅوک له افغانستانه دې کنفرانس ته نه دي وربلل سوي او د غونډې تنظیمونکو هم طالبانو ته د یوې غيرمشروع ډلې په سترګه ګوري.

له ۲۰۲۱م کال راهیسي چي طالبان په افغانستان کي بيا واک ته رسېدلي دي، بېله روسيې د نړۍ بل هیڅ هیواد د هغوی حکومت په رسميت نه دی پيژندلی.

بسم الله تابان وویل: «د محتوا له پلوه، د ګواښونو په پام کي نیولو سره په ځانګړې توګه په امنیتي سکتور کي او په ځانګړې توګه د سیمي او نړۍ د هیوادونو ملي امنیت ... له بشري حقونو پراخه سرغړوني، په ځانګړې توګه د ښځو له حقونو څخه سرغړونه او د پخوانیو امنیتي ځواکونو ظالمانه وژنه، اړتیاوه چې [افغانستان] د نړۍ يوه له مهمو موضوعاتو په توګه په اجندا کي مطرح وای.»

تابان وايي: «له بده مرغه، د نړیوالو ډیپلوماټیکو او امنیتي دشتګاوو د زیاتي بوختیا له امله، د مونشن د امنيتي کنفرانس تنظيم کوونکو ته نور موضوعات، لکه د اوکراین مسله او د ایران په ګډون د منځني ختیځ مسلې قوري لوړيتوب لري. د ترمپ پالیسۍ د دې لامل سوې چي افغانستان د ټولو ننګونو سره سره، د نړۍ په فوري لومړیتوب کي ځای ونه لري.»

د اروپا د امنیت په اړه بحث

د پوهنتون استاد او د نړیوالو اړیکو کارپوه اسحاق اتمر، هم وايي چي د مونشن امنیتي کنفرانس معمولا د اروپا د امنیت په اړه جوړیږي.

هغه ټینګار وکړ چي په دې غونډه کي به د نړۍ مشران د اروپایي ننګونو سربیره د نړیوالو امنیتي مسلو په اړه هم بحث وکړي. اتمر یادونه وکړه چي تهران ته د پاملرني په پام کي نیولو سره، د ایران مسله به احتمالاً د کنفرانس د دې غونډې یو له اصلي موضوعاتو څخه وي.

اتمر په دې باور دی چي «څرنګه چي افغانستان اوس د نړۍ د امنیتي اجنډا په سر کي نه دی، نو افغانستان په دې کنفرانس کي د بحث موضوع نه ده.»

ولي د طالبانو مخالفین په دې غونډه کي ګډون حضور نه لري؟

بسم الله تابان یو له مهمو خنډونو څخه د مخالفو ډلو ترمنځ د «واحد آدرس» یا منسجمي سیاسي اجماع نشتوالی ګڼي؛ یوه تشه چي دوی یې په داسي نړیوالو پلیټ فارمونو کي د افغانستان له استازیتوبه منع کړي دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب