1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امنیت شورا د غزې په اړه پریکړه لیک تصویب کړ

۱۴۰۲ دی ۲, شنبه

له څو ورځو بحثونو وروسته د ملګرو ملتونو امنیت شورا غزې ته د بشري مرستو د رسولو په اړه یو اړین پریکړه لیک تصویب کړ. د دې پریکړلیک په ​​متن کې د اوربند غوښتنه نه ده شوې.

د امنیت شورا غونډه
د امنیت شورا غونډهانځور: DAVID DEE DELGADO/REUTERS

د ملګرو ملتونو امنیت شورا همدا راز د غزې په تراړه کې شاوخوا دوه میلیونو اړمنو خلکو ته د بشري مرستو د زیاتوالي غوښتنه کړې ده.

دغه سازمان د جګړې پر ښکېلو غاړو غږ کوي چې د مرستو "خوندي او بې خنډه لېږد" ته دې زمینه برابره کړي.

بل لور متحده ایالاتو هم د روسېې په شان د ویټو له حق څخه ډډه وکړه او د دې پریکړلیک پر وړاندي ېې ممتنع رایه وکاروله.

باید وویل شې چې له دې مخکې دا رایه اچونه څو ځلې د امریکا د ګوتڅنډونو له امله ځنډول شوې وه.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۱۵غړو هېوادونو د دغه پرېکړه لیک پر متن څو ورځې بحثونه وکړل. په متن کې راغلې وه چې د نړیوالو بشردوستانه قوانینو پر وړاندي ټولې سرغړونې، پر ملکي وګړو او ملکي تاسیساتو بریدونه باید وغندل شي، د امریکا د فشارونو له کبله له متن څخه ایستل شوي دي. سربیره پر دې، د فوري اوربند غوښتنه هم لغوه شوې ده.

اسراییل پر حماس تور لګوي چې په قصدي ډول ملکي تاسیسات د پټنځایونو او د وسلو د زیرمو په توګه کاروي چې تر ډیره بریده د ملکي خلکو کړاوونه زیاتوي.

د اسرائیلو پوځ د وروستیو معلوماتو پر بنسټ د دغه هېواد په خاوره کې تر ۱۱۰۰ ډېر کسان وژل شوي او څه باندې ۲۴۰ کسان یرغمل شوي دي.

هاخوا د حماس د مشرانو په وینا، د غزې په تراړه کې د اسراییلو بریدونو تر ۲۰ زرو زیات کسان وژلي خو دا معلومات په خپلواکه توګه نشي تایید کیدلای.

حماس پر اسرائیلو سربیره د امریکا متحده ایالاتو، اروپايي ټولنې، آلمان او ځینو نورو هیوادونو له خوا د یوه تروریستي سازمان په توګه درجه بندي شوې دی.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل