1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امنیت شورا د مالي هیواد د وضعیت په هکله غونډه کوي

۱۳۹۱ دی ۲۵, دوشنبه

د فرانسې په غوښتنه نن د ملگرو ملتو د امنیت شورا په یو ځانګړې غونډه کې د افریقایي هیواد مالي د وضعیت په هکله خبرې کوي. د رسنیو د رپوټونو له مخي په دغه غونډه کې چې د ملګرو ملتونو په مقر کې جوړیږي، په دغه لوېدیځ افریقایي هیواد کې د فرانسې پر روانو پوځي عملیاتو سر بیره به پر هغو اقداماتو هم خبري کیږي چې څرنګه هلته امن او ثبات ټینګ شي. د جمعې له ورځي راهيسي د فرانسې هوایي ځواک د مالي هیواد له وسله والو ځواکونو سره چې د دغه هیواد په شمال کې د اسلام پالو پر ضد جنګیږي، مرسته کوي. د مالي حکومت د وینا له مخې په نښتو کې تر اوسه پوري د مالي ځواکونو ۱۱ تنه سرتیرو او یوه فرانسوي پیلوت خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. تیر کال په مارچ کې تر یوې کودتا وروسته په دغه هيواد کی هرج و مرج پېښ شوی دی. د انصارالدین په نامه یوې اسلام پالي ډلې د دغه هیواد په شمال کې قدرت نیولی دی او اسلامی شریعت تطبیقوي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب