1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

امنیت شورا په افغانستان کې د ټاکنو د اخلال بریدونه وغندل

۱۳۹۷ مرداد ۲, سه‌شنبه

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دوشنبې په ورځ په افغانستان کې د طالبانو او داعش له خوا د انتخاباتي بهیر د اخلالولو په موخه بريدونه، وغندل. تر دې یوه ورځ مخکې په کابل کې یوې چاودنې ۲۳ کسان ووژل.

UN-Sicherheitsrat
انځور: picture-alliance/Photoshot/Li Muzi

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ویلي دي چې دغه شورا «په کلکو الفاظو د طالبانو او داعش پورې تړلو کسانو په ګډون هغه کسان غندي چې د ټاکنیز بهیر د اخلال له پاره له تاوتریخوالي کار اخلي.»

ملګرو ملتونو په عین حال کې د خپل هیواد د امنیت په ساتلو کې د افغان امنیتي ځواکونو د فوق العاده جرأت ستاینه کړې ده.

د یکشنبې په ورځ د کابل هوایي ډګر ته نزدي یوې چاودنې ۲۳ کسان ووژل. برید افغانستان ته د ملي یووالي حکومت د لومړي مرستیال د راستنیدو په مهال رامنځ ته شو چې ډیر تلفات یې افغان امنیتي ځواکونه ول. د وژل شویو کسانو په ډله کې د فرانسې خبري آژانس یو موټر چلوونکی هم شامل وو.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر په حواله د روان کال لومړۍ شپږ میاشتې له ۲۰۱۰ کال راهیسې تر ټولو خونړۍ وې. په دې موده کې ۱۷۰۰ ملکيان وژل شوي دي. د دغو ملکیانو تر نیمايي ډیر یې د داعش ترهګرې ډلې په بریدونو کې وژل شوي دي.

د چارواکو په حواله تر اوسه پورې نزدې ۸،۹ میلیونه افغانانو په راتلونکو پارلماني ټاکنو کې د ګډون له پاره نوم لیکنه کړې ده. په دې کې تر درو میلیونو ډیري ښځې هم شاملې دي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په اعلامیه کې همداراز په افغانستان کې د دیموکراتیکو بنسټونو پر ودې باندي ټینګار شوی دی. پر دې سربیره په ټاکنو کې د ښځو او اقلیتونو پر ګون باندې هم تأکید.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب