د نيدرزاکسن ايالت د کورنيو چارو وزير بوريس پيستوريوس چې له سوسيال دموکرات ګوند څخه دی، وويل چې ګوند يې د کورنيو چارو ايالتي وزيرانو له هوکړې سره ستونزه نه لري او ډاډه دی چې سوريايي مهاجر به لږ تر لږه د جون مياشتې تر ۳۰مې پورې نه اخراجيږي.
د مهاجرت پر موضوع له آرشيف څخه يو انځوريز البوم:
آلمان د کومو مهاجرو خپلوانو ته ويزې ورکړي؟
آلمان د مهاجرو ۱۰۵ زره خپلوانو ته د اقامت ويزې ورکړي. پر دغه موضوع نور معلومات په دغه انځوريز راپور کي لوستلای شئ:
انځور: picture-alliance/dpa
۱۰۵ زره ويزې
آلمان په ۲۰۱۶ کال ۱۰۵ زره هغو بهرنيانو ته په آلمان کې د اوسيدو ويزې ورکړي دي، چې د مخه يې د کور غړي يا خپلوان په آلمان کې مهاجر وو.
انځور: DW/V. Kumar
سوريه او عراق
له ۱۰۵ زره ويزو څخه ۷۳ زره يې د سوريايي او عراقي مهاجرو خپلوانو او کورنيو غړو ته ورکړل شوي دي.
انځور: Reuters/O. Teofilovski
منل شوي
آلمان يوازې د هغو مهاجرو د کورنيو غړو ته د اقامت ويزې ورکوي چې په آلمان کې منل شوي وي.
خو رد شوي مهاجر د قبول شوو مهاجرو په پرتله د زياتو آسانتياؤ او چانسونو څخه محروم وي، په شمول د کورنۍ د غړو د راوستلو څخه.
انځور: Getty Images/AFP/C. Strache
تر ټولو زيات مهاجر
افغانستان، سوريه او عراق درې هغه ملکونه چې په ۲۰۵۱ او ۲۰۱۶ کلونو کې یې د نړۍ تر ټولو زیات مهاجر لرل.
انځور: DW/M. Saifullah
هدف آلمان
اروپا ته راتلونکي مهاجر هم، تر ټولو زيات آلمان کې ميشتيدل خوښوي.
انځور: Getty Images/M. Cardy
يونيم مليون مهاجر
په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کې شاوخوا يونيم ميليون مهاجر آلمان ته ورسيدل چې له ډلې څخه یې زيات شمير منل شوي دي.
انځور: Getty Images/M. Cardy
ممکنه بدلون
صدراعظمه انګلا مرکل د مهاجرت په برخه کې د ښه سیاست لرلو په دليل په مهاجرو کې محبوبه وه. خو پر مرکل د خپل دغه سياست له کبله حتی د خپلو سياسي ملګرو له خوا فشارونه او انتقادونه زیات ول چي ښايي په راتلونکي کي د مهاجرو د کورنيو د رابللو په سياست او قواعدو کي د بدلون سبب شي.