1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

انالېنا بېربوک د اوکراين جګړه ځپلي ښار ته سفر کړی

۱۴۰۱ دی ۲۱, چهارشنبه

د آلمان د بهرنيو چارو وزيرې جګړه ځپلي ښار خارکيف ته د سفر پر وخت يو ځل بيا د روسیې اشغال وغانده. هغې وويل چې غواړي په سيمه کې په جګړه ایز وضعيت ځان خبر کړي. بېربوک له اوکراین سره د لا زياتو مرستو ژمنه وکړه.

Belgien | Brüssel | Annalena Baerbock (Buendnis 90/Die Gruenen)
انځور زموږ له ارشیف څخه انځور: Geert Vanden Wijngaert/AP Photo/picture alliance

د آلمان د بهرنیو چارو وزیرې انالېنا بېربوک د سه شنبې په ورځ (۲۰۲۳م کال د جنورۍ ۱۰ مه) د اوکراين لويدیځ ښار خارکيف ته سفر وکړ چېرې چې شديده جګړه روانه ده. هغه د آلمان د کابينې لومړۍ غړې ده چې دې جګړه ځپلې ښار ته سفر کوي.

نوموړی په خارکيف کې د روسیې د بريدونو غندنه وکړه او له اوکرايني وګړو سره یې د يووالي او د آلمان د ملاتړ هوډ څرګند کړ. د سفر په ترڅ کې له نوموړې سره د اوکراين د بهرنيو چارو وزير ديميترو کوليبا او په آلمان کې د اوکراين سفير اوليکسې ميکيوف هم مل ول.

د روسېې پوځ د لوړو تلفاتو په دليل تر سخت فشار لاندې دی

د سيمې ګورنر اوليه سنېهوبوف د تيلي ګرام په يوه پېغام کې ويلي دي چې د بېربوک تر سفر څو ساعته وروسته روسي ځواکونو پر خارکيف د هاوان شديد بريدونه وکړل. هغه د ښار اوسيدونکو ته په خپلو کورونو کې د پاتېدو لارښوونه کړې ده. 

آلمان ولې له اوکراين سره مرسته کوي؟

بېربوک وويل چې خارکيف ته د سفر څخه هدف یې دا دی چې د جګړې په وضعيت ځان خبر کړي. په داسې حال کې چې د اوکراين فضايي حريم تړلی دی، نوموړې د پولند له لارې په اورګاډي کې اوکراين ته رسېدلې وه.

هغې وويل: «په تېره بيا غواړم دلته د ځايي اوسيدونکو خبرو ته غوږ شم چې په دې سخته سړه هوا کې ډېر اغیزمن دي، په دې ورځو او شپو کې چې د تودوخې درجه د شپې ترمنفي ۱۵ سانتي ګراد کښته کیږي.»

د دويچه ويله خبريال مکس زيندر هم له بېربوک سره مل وو. هغه وويل چې د آلمان د بهرنيو چارو وزېره غواړي چې د روسیې د بريدونو له کبله د «مهمو زيربناوې ويجاړيدو» ته پام را وګرځوي.

آلمان او امریکا اوکراین ته زغروال ټانکونه ورکوي

بېربوک د خپل سفر پر وخت د ماشومانو يوه روغتون ته هم ورغله او د ويجاړې شوې شمال لویدیځې سيمې سالتيوکا څخه یې هم ليدنه وکړه. خارکيف د  روسیې په جنوب کې د کابو ۵۰ تر۶۰ کيلومترو په واټن کې پروت دی.

بېربوک د خپل سفر په ترڅ کې «د نورو وسلو» تر څنګ اوکراين ته د جنراتورونو او د اړتيا نورو توکو لکه کمپلو د ورکړې ژمنه هم وکړه. هغې وويل چې اوکراين «د خپلو وګړو د آزادولو له پاره دې وسلو ته اړتيا لري چې تر اوسه د روسیې د اشغال د ترهګرۍ ښکار دي.»

د ليوپارد ۲ ټانکونو د ترلاسه کولو پر غوښتنه ټینګار

د آلمان د بهرنيو چارو وزېره کيف ته دا سفر تر هغه وروسته کوي چې برلين اوکراين ته د نورو درنو وسلو د ورکړې پريکړه وکړه. ځينو آلماني سياستوالو له حکومت څخه دا غوښتنه هم کړې چې اوکراين ته دي ليوپارد ۲ جنګي ټانکونه ورکړل شي خو تر اوسه د آلمان حکومت دا ډول غوښتنه رد کړې ده.

د اوکراين د بهرنيو چارو وزير ديمیترو کوليبا د بېربوک د سفر په ترڅ کې د ليوپارد ۲ ټانکونو د ترلاسه کولو له پاره د فشار اچولو په موخه وويل «څومره چې دا پريکړه ځنډول کيږي، هومره به ډېر خلک خپل ژوند له لاسه ورکوي.»

زيلنسکي: روسيه غواړي په اوږدمهاله جګړې موږ وځپي

نوموړي په خپلو خبرو کې زياته کړه: «زه په دې کې هيڅ شک نه ګڼم چې اوکراين ته د آلمان جوړ ليوپارد ټانکونه ورکول کیږي. زما په آند د آلمان حکومت هم په دې پوهيږي چې دا پريکړه به کیږي او ټانکونه به اوکراين ته انتقاليږي.»

پر اوکراين د روسیې د يرغل له پېل راهېسې دا د بېربوک دریم سفر دی. هغې په می میاشت کې د کیف له بوچا سيمه څخه ليدنه کړې وه چېرې چې ملکيان قتل عام شوی وو. په سپتمبر مياشت کې نوموړې په دويم ځل کیف ته تللې وه.

ب. ص/ ن. ز (AFP,DPA)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل