انترنتي امنيت د CeBIT د نندارتون مهمه موضوع
۱۳۹۰ اسفند ۱۷, چهارشنبهدغه نندارتون د دوشنبې په ورځ د المان د صدراعظمي انګلا مرکل، او د برازيل د ولسمشري روسيف، له خوا پرانيستل شو. برازيل د سي بيت په سږني نندارتون کې لوی ميلمه هیواد دﺉ او د پام وړ حضور لري.
دا چې برازيل د فټبال په لوبه کې مشهور دئ د ټولو له پاره روښانه ده، خو لږ شمير خلک پوهيږي چې دغه هيواد له معلوماتي تکنالوژي یا IT سره هم ليوالتيا لري.
برازيل يو نوی صنعتي هيواد دئ چې د سي بيت له نندارتون څخه د خپل اطلاعاتي تخنيک د تبليغ په برخه کې کار اخلي. د المان د هانوور په نندارتون کې د برازیل فعاله ونډه يو مهم دليل لري. په دې هکله د دغه نندارتون مشر(Prschmann) وايي: «برازيل په دې نندارتون کې له دې امله هم فعاله ونډه لري چې ډيري لویي پروژی ئې په مخ کې دي. په ۲۰۱۴ کال کې د فټبال د نړېوالو سیالیو او په ۲۰۱۶ کال کې د اولمپيک د لوبو کوربه توب د برازيل په غاړه دﺉ. نو له دې امله برازيل غواړي چې ټولي نړۍ ته خپل ښه کوربه توب ښکاره کړي.»
نوموړي زياته کړه چې دغه هدف ته د رسيدلو له پاره برازيل د همکارانو په لټه کې دئ او دغه نندارتون د دې له پاره ښه ځای دئ. برازيليان د نوو تکنالوژیو له لومړنيو پیریودونکو څخه شميرل کيږي.
د هانورو نندارتون سږ کال د انترنت د خوندي ساتني تر سيوري لاندي دئ. د المان صدراعظمي انګلا ميرکل، د دغه نندارتون د پرانیستلو پر مهال وويل: «څوک چې له معلوماتو او مخابراتي تکنالوژي څخه کار اخلي هغه بايد ډاډه وي چې نور خلک د هغه معلوماتو ته لاسرسی نه لري.»
د معلوماتو او د مخابراتي ټکنالوژۍ د څانکي د صنفي اتحاديو مشر ديتر کيمف، وويل چې په دغه ننداتون کي پر مخابراتي ټکنالوژۍ باندې د خلکود اعتماد د لاسته راړولو له پاره خاصه پاملرنه شوې ده.
فيس بوک اوس مهال د برازيل د ټولنيزو رسنيو په کتار کې لومړی ځای لري. له نوې تکنالوژۍ څخه په استفادي کې د پرمختګ يوعامل په لاتيني امريکا کې د برازيل رهبري نقش دئ.
دویچه ویله/ عبدالباري حکیم
کتونکی: مسعود حکیم