1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ګوتېريش په افغانستان کې پر ولسي خلکو حملې وغندلې

۱۴۰۱ خرداد ۷, شنبه

د ملگرو ملتونو سرمنشي انتونيو گوتېريش په افغانستان کي په ترهگريزو بريدونو کي د ولسي خلکو په نښخه کول غندلي دي. په دې وروستيو کې لږ تر لږه ۱۶ ماشومان په دغسې بريدونو کې ووژل شول.

Antonio Guterres
انځور: Loey Felipe/UN Photo/Handout/Xinhua/picture alliance

د ملگرو ملتونو سرمنشي انتونيو گوتېريش په افغانستان کي په ترهگريزو بريدونو کي د ولسي خلکو په نښخه کول غندلي دي. هغه د جمعې په ورځ په نيويارک کې وويل چي په افغانستان کې په تازه تر سره شوو بريدونو کې لږ تر لږه ۱۶ ماشومان هم وژل شوي دي. د گوتېريش په وينا په قربانيانو کې شيعه مذهبه مسلمانان هم شامل دي. د هغه په وينا ولسي کسان نبايد چې د بريدونو هدف وگرځي. نوموړي خبرداری ورکړ چې د نړيوالو قوانينو له مخي دا ډول بريدونه په سخته توگه ممنوع دي. په تيرو ورځو کي په افغانستان کي يو شمير بريدونو مرگ ژوبله رامنځته کړه. په دې ترڅ کي يو جومات هم په نخښه کړل شو. د رسنيو د راپورونو پر اساس د دغو بريدونو پړه د داعش خراسان څانگي په غاړه واخيسته.

په افغانستان کې د بشري حقونو نوي ځانګړي رپوټ ورکوونکي، ريچارد بېنټ د پنجشنبې په ورځ په هېواد کې ډراماتيک وضعيت ته اشاره کړې وه. د هغه په خبره د هېواد په ډېرو برخو کې جګړې بندې شوې دي، خو د طالبانو له خوا ظلمونه د دې باعث کيږي چې افغانان په زياتېدونکي ډول د وېرې په فضا کې ژوند کوي. د هغه په خبره په تېره له عادي ژوند څخه د ښځو شړل د اندېښنې وړ خبره ده. د ۲۰۲۱ کال په اګست مياشت کې د طالبانو اسلامي افراطي ډله بيا قدرت ته ورسېده. دوی د »اسلامي دولت« يا داعش په نوم ډلې سره دښمني لري. سره له دې چې طالبانو د يوې متعدلې واکمنۍ ژمنه کړې وه، خو وار په وار دوی اوس په زور خپله سختدريځه ايډيالوژي عملي کوي.

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړی رپوټ ورکوونکی ريچارد بېنټانځور: Ebrahim Noroozi/AP Photo/picture alliance
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب