انجلينا جولي د يونان هيواد په بندر پيرويس کي د مهاجرو له کمپ څخه ليدنه وکړه. د هاليوډ د فلمي صنعت دغه مشهوره ايکټره چي د مهاجرو له پاره د ملګرو ملتونو د سازمان UNHCR ځانګړې سفيره هم ده، د چهار شنبې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د مارچ ۱۶مه نېټه) و پيرويس ته ورغله.
انجلينا جولي د مهاجرو د هغه کمپ څخه ليدنه وکړه چي پکښي تازه رارسېدلو پناه غوښتونکو ته ځای ورکول کيږي. په بله اصطلاح دغه کمپ د تازه راغلو پناه غوښتونکو له پاره لومړی کمپ وي، او د هغه وروسته بيا نورو سيمو او کمپونو ته لېږدول کيږي.
جولي په د پيرويس په مهاجر کمپ کي د مهاجرو سره د زړه خواله وکړه. هغې د عراق او سوريې او د کمپ د نورو مهاجرو څخه د هغوی د وضعې حال وپوښت. پناه غوښتونکو د انجلينا جولي سره د خپلو ستونزو په هکله خبري وکړې. د پيرويس دغه مهاجر کمپ چي اوس في الحاله پکښي ۴۰۰۰ مهاجر اوسيږي، د UNHCR د سازمان له خوا چلول کيږي.
و ياد مهاجر کمپ ته د انجلينا جولي د ورتګ پر وخت د رسنيو د استازو ډېر ازدحام ؤ. په دې ترڅ کي د ژورنالستانو تر منځ تر يوې اندازې ټېل ماټېل هم رامنځ ته سو. د انجلينا جولي د ليدني کتني پر وخت د مقدونيې د حکومت پر ادرس داسي شعارونه هم ورکول سول چي «سکوپيې، پولي دي پرانيزه.» دا په داسي حال کي چي مقدونيې د مارچ د ۷ مې نېټي راهيسي د پناه غوښتونکو په وړاندي خپلي پولي تړلي دي.
د هغه وروسته چي د بالکان هيوادونو د شمال لويديځي اروپا پر لور د مهاجرو لاري بندي کړې، په يونان کي ګڼ شمېر پناه غوښتونکي بند پاته دي. يوازي د ايدوميني په سيمه کي د يونان او مقدونيې پر پوله تر ۱۰ زرو څخه زيات پناه غوښتونکي بند پاته دي. دغه مهاجر تر سختو شرايطو لاندي شپې او ورځي تېروي. دا په داسي حال کي چي په دغو مهاجرو کي ګڼ شمېر داسي کورنۍ شاملي دي چي اطفال او واړه ماشومان ورسره مل دي. په ايدوميني کي د بندو پاتو مهاجرو څخه ګڼ شمېر يې افغانان دي.
له ايدوميني د مهاجرو تېښته ـ «وهل ټکول او سوځل»
د دوشنبې په ورځ تر ۲۰۰۰ زياتو مهاجرو له ايدوميني کمپ څخه د مقدونيا پر لور څلور ساعته سفر پېل کړ. په دغه ورځ د درو پناه غوښتونکو د ډوبېدو خبر هم ورکړل سو. خو مقدونيا ته اکثره رسېدلي مهاجر پوليسو ونيول.
انځور: DW/D.Tosidisمقدونيا ته د داخلېدو نقشه
د ايدوميني په کمپ کي د په زرونو پناه غوښتونکو تر منځ د نامعلومو کسانو له خوا داسي شپې پاڼي ووېشل سوې، چي پکښي نقشه او هدايات ليکل سوي ول چي د مقدونيا سرحد ته څرنګه اوښتلای سي.
انځور: DW/O. Salletپه سونو پناه غوښتونکو چي پکښي داسي کورنۍ هم وې چي کوچنيان ورسره ول، د ايدوميني د مهاجر له کمپ څخه حرکت وکړ، څو د مقدونيا سرحد ته ور واوړي.
انځور: DW/D.Tosidisله اوبو، خټو او ډبرو سره مبارزه
دغو مهاجرو تر سيند پوري وتلو وروسته هڅه وکړه چي د مقدونيا پر سرحد درول سوو خنډونو تر منځ داسي ځای پيدا کړي، چي ترې تير سي.
انځور: DW/D.Tosidisيوه کوچنۍ مهاجره چي له اوبو څخه وېره لري، نور پناه غوښتونکي مرسته ورسره کوي، څو تر سيند واوړي.
انځور: DW/D.Tosidisد يونان پوليسو هڅه وکړه چي د سونو هغو پناه غوښتونکو مخه ونيسي چي غوښتل يې مقدونيا ته د ورننوتلو لاره پيدا کړي.
انځور: DW/D.Tosidisپه يونان کي د کاميلو په نوم کلي اوسېدونکي د مهاجرو تر منځ د هغوی د اوږد پلي سفر په جريان کي اوبه ويشي. دغه کلی له سرحد څخه په ۱،۵ کلومترۍ کي پروت دی.
انځور: DW/D.Tosidisتر اوږده پلي مزل او سفر وروسته ستړي او کمزوره سوي پناه غوښتونکي د خپل ژوند په بيه تر سيند پوري ووتل. په دغه ورځ د درو افغان مهاجرو د ډوبېدو خبر ورکړل سو.
انځور: DW/D.Tosidisد مقدونيا دغه ځايي سړی چي د مويي په نوم کلي اوسېدونکی دی، د پناه غوښتونکو د قطار په ليدو سره ښايي د تليفون له لاري د مقدونيا پوليسو ته خبر ورکوي.
انځور: DW/D.Tosidisکله چي مهاجرو د مقدونيا تر سرحد تېر سول او دغه هيواد ته داخل سول، نو ډېر ژر هلته عسکر هم ورسېدل.
انځور: DW/D.Tosidisد افغان مهاجر «وهل، ټکول او سوځل»
یو افغان مهاجر تور لګوي چي د مقدونيا پوليسو تر نيولو وروسته وواهه او وې ټکاوه. نوموړی تور لګوي چي پوليسو هغه وسوځاوه. د مقدونيا سرحد ته نژدې په يونان کي ډېر بند پاته مهاجر افغانان دي.
انځور: DW/D.Tosidis