انجلینا جولي د ملالې یوسفزۍ کیسې خواشینې کړې ده
۱۳۹۱ مهر ۲۸, جمعهاعلان
د هالیود نامتو ستورې انجلینا جولي د طالبانو له خوا پر ملاې یوسفزۍ باندې برید سخته اندېښمنه کړې ده. هغې د The Daily Best په نامه امریکایي انترنیتي پاڼې ته ویلي دي: «موږ ټول ملاله یوسفزۍ یو.»
هغې زیاته کړې ده چې په افغانستان او پاکستان کې د ښځو او نجونو تعلیم او تحصیل له ګواښ سره مخامخ دﺉ. انجیلینا جولي د ملالې کیسه خپلو اولادونو ته هم کړې ده. هغې ویلي دي چې دا خبره د دې له پاره هیڅ د منلو وړ نه ده چې یوه نجلۍ له دې کبله تر برید لاندې راځي چې د ځان او نورو نجونو له پاره د زده کړې د حقوقو د تر لاسه کولو له پاره مبارزه کوي. جولي د ښځو نړیوالې اتحادیې ته ۵۰ زره ډالر ورکړل چې په افغانستان او پاکستان کې یې د ښځو د تعلیم په برخه کې مصرف کړي.