۴۲ کلنې انجلينا جولي د کینیا په پلازمېنه نایروبي کې د کم عمره او بی سرپرسته مهاجرو نجونو له یوه کمپ څخه د لیدنې پر مهال وویل: «دوی نه یوازې باید له شدید زوریاتي او تعقیب څخه تیښته کړې وای، بلکې خپل هر څه یې له لاسه ورکړي دي او د خپلې کورنۍ د غړو ژونه یې هم لیدلې ده.»
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیسارۍ سفرې زیاته کړه: «دوی له ډیر سخت ناوړه استفادې سره مخامخ شوي دي، سپکاوی یې شوی دی او ډیر رنځونه یې ګاللي دي.»
جولي په دغه پنډغالي کې له شاوخوا ۲۰ داسې نجونو سره ملاقات وکړ چې د ملګرو ملتونو سازمان د رپوټ پر بنسټ ټول یې د جنسي تیري او یا هم جنسي زورونې قرباني شوي دي.
د ملګرو ملتونو سازمان د رپوټ پر بنسټ اوسمهال په کینیا کې د سومالیا، سویلي سودان، کانګو، بروندي او نورو افریقایې هیوادونو ۴۹۰ زره مهاجر ژوند کوي.
ډیرې دغو افریقایې مهاجرو په دې وروستیو کلونو کې اروپا ته د مهاجرت لاره غوره کړې ده چې په زرګونو تنو یې د مدیترانې په سمندر کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
ایټالیا په اروپایې هیوادونو کې د مهاجرو تر ټولو ډیر بوج په غاړه اخیستی دی. په ۲۰۱۵ کال کې د مهاجرت د کړکیچ له پیل راهیسي هره ورځ انساني قاچاقبران مهاجر په نامناسبو کیشتیو کې د مدیترانې بحیرې په لاره په اروپایې اتحادیه کې د دغه هیواد د ساحلونو پر لور استوي.
په هغو مهاجرو کې چې له بحران سره مخامخ هیواد لیبیا له سواحلو څخه ایټالیا ته را رسیږي ډیر شمیر داسې ښځې او نجونې هم وي چې د مهاجرت په مسیر کې د جنسي زورزیاتي ښکار شوي دي.
پر همدې موضوع ژمونږ له آرشیف څخه یو انځویز رپوټ: (21.09.2016)
د انجلینا جولي او براډ پیټ د ژوند هسکې او ژورې
له شاوخوا لسو کلونو ګډ ژوند وروسته د هاليوود وتلې جوړه انجلینا جولي او براډ پیټ له یو بل څخه بیلیږي. دویجه ویله د دوې داوړو د ژوند پیل او حیرانوونکي او له خفګان ډک پای ته کتنه کړې ده. انځور: picture-alliance/dpa/Universal Pictures د مسټر او مسسز سمیت د فلم جوړونې پرمهال مینه په ۲۰۰۴م کال کښې، پیټ او جولي د«Mr & Mrs Smith» د فلم جوړونې پر مهال په یو بل مینیږي. دغې فلم د دوی د مینې کیسه عامه کړه. د دوی دغه اړیکه ځکه لانجمنه شوه چې پیټ په هغه وخت کښې د فلمونو له بلې ستورې جنیفر انیستون سره واده کړی وو.
انځور: picture-alliance/kpa دوی شپږ ماشومان لري. مخکې له دې چې له پیټ سره ګډ ژوند پیل کړي، جولي له کمبودیا څخه یو ځوی چې مادوکس نومیږي او له اتوپیا څخه یوه لور چې زهرا نومیږي د اولادونو په توګه روزل. په ۲۰۰۶م کال کښې انجیلینا جولي په نیمیبیا کښې یوه لور وزیږوله چې شیلو نومیږي. یو کال وروسته دوی له ویتنام څخه یو هلک پاکس د زوی په توګه خپل کړې. دوی په ۲۰۰۸م کال کښې غبرګ ماشومان دنیا ته راوړل چې وي وين او ناکس نومیږي.
انځور: picture-alliance/abaca/E. Pantaleo پیټ او انجلینا جولي په ۲۰۰۸م کال کښې د فرانسې په جنوب کښې خپل نوي کور ته لاړل چې چیتو میروال نومیږي. دوی وروسته پریکړه وکړه چې په خپل نوي کور کښې د واده مراسم ترسره کړي.
انځور: Getty Images/AFP/M. Gangne په ۲۰۰۶م کال کښې له اسکویر سره په یوه مرکه کښې پیټ وویل چې هغه او انجلینا جولي پریکړه کړې چې خپل واده تر هغه وخت پورې وځنډوي ترڅو چې په هیواد کښې هغه کسان چې غواړي واده وکړي په قانوني توګه د واده کولو توان پیدا کړي. هغه په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۱ کال کښې خپله دغه پریکړه یوځل بیا تکرار کړه. د دوی تر واده یو کال وروسته، په ۲۰۱۵م کال کښې په امریکا کښې د واده د برابروالي پریکړه نهايي شوه.
انځور: picture-alliance/abaca/H. Nebinger-Orban پیټ او جولي یو خیریه سازمان جوړ کړ او غوښتل یې له دې لارې له مرستندویه سازمانونو سره مرستې وکړي. دوی د بې پولو ډاکټرانو له خیریه سازمان سره او د دې ترڅنګ له ګڼ شمیر نورو ورته سازمانونو سره د میلیونونو ډالرو مرسته کړې ده. په ۲۰۱۲م کال کښې انجلینا جولي د ملګرو ملتونو د مهاجرینو د کمیشنرۍ د څانګې ځانګړې استازې وټاکل شوه.
انځور: Getty Images/T. Stoddart په ۲۰۱۳م کال کښې جولي د سینې د سرطان سره دمبارزې لپاره په داوطلبانه توګه پرخپل ځان د یو عملیات پریکړه وکړه. هغې له نورو میرمنو هم وغوښتل چې د سینې د سرطان سره د مبارزې له پاره ورته کار وکړي. جولي هغه وخت لیکلي وو: «زه ډیره نیکمرغه یم چې د براډ پیټ په څیر خاوند لرم، هغه زما ډیر ملاتړی دی او له ماسره دیره مینه کوي.»
انځور: Getty Images/J. Merritt پیټ او جولي بالاخره په ۲۰۱۴م کال کښې په فرانسه کښې واده وکړ. د دوی ماشومانو له دوی سره ډیره مرسته وکړه او ان د جولي د واده د کالیو په جوړولو کښې یې ونډه واخیسته. د دوی ماشومانو د واده په ترڅ کښې د ګوتې لیږد، د ګلانو لیږد او له ناوې سره ملتیا کوله.
انځور: Imago/Levine-Roberts دوی دواړو په ۲۰۱۵م کال کښې په جوړیدونکي فلم «By the Sea» کښې یوځای کار وکړ چې د دې ډارمې کیسه د ګډ ژوند د لارې په بیل والي راڅرخي. جولي پخپله د دغې فلم کیسه لیکلي او په خپله یې د فلم دایرکتري وکړه خو دغه فلم کامیاب نه شو. هغې د ۲۰۱۶م کال د سپټمبر په میاشت کښې له خپل میړه څخه د طلاق غوښتنه کړې ده.
انځور: picture-alliance/dpa/Universal Pictures