د مهاجرت په چارو کې د ملګرو ملتونو عالی کمشنرۍ (UNHCR) د جمعې په ورځ وويل چې د روهنګیا مهاجرو دغه کښتۍ د اندونیزيا د آچه ایالت په ساحل کې اوښتې ده. یو ان اچ سي آر او د مهاجرت نړېوالې ادارې (IOM) په یوې ګډې اعلاميه کې ويلي دي که چېرته د مړېنې دغه ارقام تائید شي، نو دا به په روان کال کې د خپل ډول د مړينې تر ټولو لوړ شمير وي.
د یو ان اچ سي آر ېوه ویاند، بابر بلوچ، رويترز ته وويل چې په دغه کښتۍ کې شاوخوا ۱۵۱ تنه سپاره ول. هغه وويل له دې ډلې ۵۷ تنه ېې د ځايي چارواکو له خوا ژغورل شوي او پاتې نور ېې «احتمالاً مړه یا لادرکه» دي.
په آچه کې د دغې ادارې يو بل چارواکي فیصل رحمان وويل چې د ژغورل شوي مهاجر په ښه روغتیايي وضعیت کې دي چې د سره صلیب په یو ساختمان کې اوسيږي.
د مهاجرت په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ د ارقامو له مخې، په ۲۰۲۳م کال کې ۲۳۰۰ روهنګیایانو ځانونه اندونیزیا ته رسولي ديانځور: Rahmat Mirza/AP/picture alliance د مهاجرو د کښتۍ د اوښتو خبر د چهارشنبې په ورځ وروسته له هغې هر ځای خپور شو چې کب نیونکو شپږ مهاجر وژغورل. په آچه کې د کب نيونکو یوې ټولنې وويل چې دغه مهاجر وروسته له هغې چې کښتۍ یې د اوبو د لوړو څپو له کبله اوښتې وه، د چپه شوې کښتۍ پر بدنه ولاړ ول.
روهنګیا مسلمان لږکۍ د ۲۰۱۷م کال په اګست کې د میانمار پوځ له خوا سرکوبه کونکو پراخو علمياتو په لړ کې اړ شول چې ګاونډی هېواد بنګله دیش ته مهاجر شي.
روهنګیا مهاجر په وروستيو کلونو کې له بنګله دیش او میانمار څخ اندونیزيا ته د اوبو له لارې مهاجرت کوي. د ملګرو ملتونو سازمان د یو ان اچ سي آر د ارقامو له مخې، په ۲۰۲۳م کال کې ۲۳۰۰ روهنګیایانو ځانونه اندونیزیا ته ورسول.
دغې ادارې په جنوري کې وويل چې په ۲۰۲۳ کې له میانمار او بنګله دیش څخه اندونیزیا ته د مهاجرت په لار کې ۵۶۹ روهنګیا مړه یا لادرکه شوي ول چې دا له ۲۰۱۴م کال راوروسته د دوی د مړينې تر ټولو لوړ شمېر دی.
(Reuters)mks/bs
له آرشیف څخه:
د بنګله دیش په یوه شړ ټاپو کې د روهنګیایانو د هستوګنولو پلان
بنګله دیش ۲۷۲ میلیونه ډالر مصرفوي چې د بهسن چار ټاپو د روهنګیا لږکیو له پاره د هستوګنې جوګه شي. خو روهنګیا مهاجر چې اوس د کوکس بازار په سیمه کې په یوه کمپ کې اوسیږي، نه غواړي دغه ټاپو ته د ژوند کولو له پاره ورشي. انځور: DW/A. Islam له وچې څخه لیرې پروت ټاپو بهسن چار چې په بنګالي ژبه کې «لامبو وهونکي» ټاپو ته ویل کیږي، شل کاله کیږي چې رامنځ ته شوی دی. دغه ټاپو له وچې څخه ۳۰ کیلومتره وړاندې پروت دی. د زیاتره مسلمان میشته هیواد حکومت پلان لري چې دغه ټاپو کې د کوکس بازار له مهاجر کمپونو څخه ۱۰۰ زره روهنګیا مهاجر هلته هستوګن کړي.
انځور: DW/A. Islam ترانسپورتي چارې آسانه نه دي دغه ټاپو ته د تګ له پاره د عامو خلکو له پاره مناسب ترانسپورت نه شته. ځینو خلکو له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې د سمندر تندخویي د برسات په موسم کې د کښتیو په واسطه دغه ټاپو ته رسیدل ستونزمنوي.
انځور: DW/A. Islam دغه ټاپو د بندونو په واسطه خوندي شوی؟ حکومت ۱۳ کیلومتره اوږد او درې متره لوړ بندونه جوړ کړي دي چې دغه ټاپو د سمندر له لوړو څپو او سیلابونو څخه وژغورل شي. خو د ټاپو د دوکاندارانو په وینا د بندونو باندینۍ برخې په یوه میاشت کې دوه وارې تر اوبو لاندې شوي دي.
انځور: DW/A. Islam د بنګله دیش حکومت د روهنګیا مهاجرو د هستوګنولو له پاره په دغه ټاپو کې ۱۴۴۰ یو پوړیزې ودانۍ جوړې کړي دي چې هره ودانۍ ۱۶ خونې لري. لږ تر لږه د څلور کسانو کورنۍ باید په یوه کوچنۍ خونه کې ژوند وکړي. ۱۲۰ څلور پوړیزي ودانۍ هم شته د توپانونو پر مهال به ترې استفاده کیدی شي.
انځور: DW/N. Conrad په بهسن چار کې ټولې ودانۍ په سولري بریښنا سمبال دي، چې د انرژۍ اړتیا پوره کړي. د سولر بریښنا یو لوی مرکز او د بریښنا دوه ډیزلي جنراتورونه هم نصب شوي دي. په دغه ټاپو کې د څښاک د اوبو آسانتیاوې هم په پام کې نیول شوي دي.
انځور: DW/A. Islam دغه ټاپو ته د خپل بې ثباته خاصیت له کبله «لامبو وهونکی» ټاپو هم ویل کیږي. د سپوږمکیو انځورونو په ۲۰۰۲م کال کې دغه ټاپو کشف کړ. بنګله دیشي چارواکو د پایو، کاڼو او شګو له بوجیو څخه داسې جوړښتونه رامنځ ته کړي چې د دغه ټاپو د له منځه تللو مخنیوی وکړي.
انځور: DW/A. Islam په داسې حال کې چې ځینې کارپوهان وایي چې دغه ټاپو لا هم ژر ماتیدونکی او د اوسیدو جوګه نه دی، خو د اقلیم د بدلون متخصص آینون نشاط په دې نظر دی چې خلک دغلته اوسیدی شي، که چیرې بندونه له شپږ نیمو مترو څخه تر اوو مترو پورې لوړ کړی شي. خو هغه باور نه لري چې په دغه ټاپو کې دې کرهڼه وشي.
انځور: DW/A. Islam روهنګیا له توپانونو او غرقیدو څخه ویره لري روهنګیا مهاجر اندیښنه لري چې که چیرې دوی په دغه ټاپو کې اجباري هستوګنې ته مجبور کړای شي، ښایي د توپانونو په پایله کې مړه شي. د هغوی په خبره ښایي د دوی کوچنیان په اوبو کې غرق شي.
انځور: DW/A. Islam آیا روهنګیا لږکي به هلته ولاړ شي؟ په داسې حال کې چې دغه ټاپو د روهنګیایانو اوسیدو ته کابو جوګه دی، حکومت باید دغه ټاپو د انسانانو د انتقالولو په هکله پریکړه وکړي. ځینو سرچینو ویلي دي چې ښایي بیا هستوګنول په نومبر میاشت کې تر سره شي. حکومت دې ته اشاره کړې ده، چې که چیرې څوک د کوکس بازار له مهاجر کمپ څخه تګ غوره نه کړي، نو دوی به مهاجر په زور دغلته تګ ته مجبوره کړي.
انځور: DW/A. Islam