1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
دين

اندونیزیایي اتباع سږکال حج کې ګډون نه شي کولی

۱۳۹۹ خرداد ۱۴, چهارشنبه

اندونیزیایي چارواکو ویلي دي چې د کرونا ویروس له کبله یې پریکړه کړې ده سږکال د دغه هیواد وګړي د حج په مراسمو کې ګډون و نه کړي. په پام کې وه چې سږکال څه دپاسه ۲۰۰ زره اندونیزیايي اتباع د حج مراسم پر ځای کړي وای.

Saudi-Arabien  | Hadsch Pilgertfahrt nach Mekka
انځور: Reutesr/W. Ali

د اندونیزیا د مذهبي چارو وزیر فخرالراضي، ویلي دي چې لا تر اوسه سعودي عربستان اعلان نه دی کړی چې په جولای میاشتې کې به د نورو هیوادونو اتباع دغه هیواد ته د تګ اجازه ولري. د هغه په خبره اوس که چیرې دغه اعلان هم وشي نو دوی د لازم چمتووالي له پاره کافي وخت نه لري. هغه زیاته کړې چې حکومت به ۲۰۲۰م کال کې د حج مراسمو ته اتباع وا نه استوي.

اندونیزیا چې د نړۍ په کچه اکثریتي مسلمان هیواد دی، په عادي ډول د حج مراسمو ته ډیر شمیر اتباع استوي. اټکل کیده چې سږ کال به د حج په مراسمو کې د دغه هیواد ۲۲۱ زره کسان ګډون وکړي.

د راضي په خبره په تیرو وختونو کې چې کله د یوې وبا پر مهال د حج مراسم ترسره شوي نو په پایله کې یې په لسونو زره انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. هغه د بیلګې په توګه په ۱۸۱۴م کال کې د طاعون او همداشان په ۱۸۳۷ او ۱۸۵۸م کلونو کې ساري وباوو څخه یادونه کړې.

زموږ له آرشیف څخه: 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب