1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اندونیزیا کې د افغان نجونو د زده کړو په ملاتړ غونډه

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۱ آذر ۱۷, پنجشنبه

دا غونډه د اندونیزیا او قطر په کوربتوب رابلل شوې وه. په غونډه کې د ښځو او نجونو د زده کړو سربیره پر یوه ټولشموله حکومت هم ټینګار شوی.

آرشیف انځور: په مزار شریف کې د نجونو د ښوونځي یو ټولګی
آرشیف انځور: په مزار شریف کې د نجونو د ښوونځي یو ټولګیانځور: Sayed Khodaiberdi Sadat/AA/picture alliance

د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارت اعلامیې د دې غونډې د ګډونوالو له قوله لیکلي چې افغانستان کې باید  ښځو ته د ژوند له پاره مناسب شرایط رامنځته کړای شي.

اعلامیې د ملګرو ملتونو د شمېرو پر بنسټ زیاته کړې چې په افغانستان کې تر ۱۱ میلیونه ډېرې افغان ښځې او نجونې سختو بشري مرستو ته اړتیا لري.

اعلامیه وايي د افغان نجونو او ښځو د زده کړو په ملاتړ دې نړېواله غونډه کې ۳۸ هېوادونو استازو، ۴ نړېوالو بنسټونو، ۹ نادولتي موسسو او ۹ وتلو ښځو او شخصیتونو ګډون درلود.

ټولو په یوه خوله ژمنه کړې چې د ښځو حقونو او د هغوی له زده کړو ملاتړ ته به دوام ورکوي.

طالبانو د دولسم ټولګيو له نجونو ازموینه واخېسته

دا غونډه داسې مهال ده چې طالبانو له تېر څه باندې یو کال راهیسې تر شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې تړلي دي.

هغوی په سملاسي توګه د دغه کنفرانس په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو د دغي ډلي يوه غړي نن پنجشنبې (۲۰۲۲م کال د ډسمبر ۸) یو ځل بیا ټینګار کړی چې زده کړې د ټولو حق دی: «زده کړې د ملت حق او دروازې یې باید پرانېستل شي.»

د ستانکزي په وینا د هېوادونو پرمختګ یواځې د پوهې په مټ شونی دی.