ملګري ملتونه وايي د نومبر میاشتې له نيمايي راهیسې تر ۱۵۰۰ ډېر مهاجر د اندونیزیا آچه ایالت ته رسېدلي دي. دا د تېرو اتو کلونو په جریان کې د مهاجرو تر ټولو ستره څپه ده. روهنګیا مهاجر په کښتیو کې مهاجرت کوي او په اندونیزیا کې له مخالفت سره مخ دي. ځايي خلکو د هغوی یو شمېر کښتیو ته اجازه نه ده ورکړې او په ځينو مواردو کې ېې د سمندر پر لور بېرته استولي دي.
د فرانسې خبري آژانس د یوې وېډيو پر اساس چې لېدلې ېې ده، وايي چې محصلينو غوښتل چې دغه مهاجر له موقت کمپ څخه د مهاجرو د نوم لېکنې يوه ځايي دفتر ته ولاړ شي، ځکه کېدای شي دوی اخراج کړل شي. په ويډېو کې محصلين غږ کوي: «دوی وباسي. او روهنګیا له آچه څخه رد کړئ.» په دغه ويډيو کې ښکاري چې محصلين روهنګیا مهاجر په لغتو وهي.
يو شمېر مهاجرې ښځې او ماشومان د ژړا په حال کې ليدل کيږي په داسې حال کې چې نارینه ېې پر ځمکه لمونځونه کوي.
خبرځای وايي چې اعتراض کوونکي محصلین له هغو پولیسو سره ونښتل چې د مهاجرو د امنیت له پاره ګمارل شوي چې په نهایت کې پولیسو هغوی ته اجازه ورکړه چې کمپ ته دننه شي.
زیاته شوې ده چې محصلينو د موټرو ټيرونو ته اور اچولی وو او د روهنګیا مهاجرو د انتقال له پاره ېې لارۍ موټرونه تیار کړي ول.
د مهاجرت نړېواله اداره وايي چې دغې پيښې روهنګیا مهاجر سرخت بېرولي او وحشت وهلي کړي دي. یو ان اچ سي آر د دغو مهاجرو د امنیت په هکله اندېښنه ښوولی او له ځايي چارواکو څخه د مهاجرو د خوندیتوب له پاره د فوري اقداماتو غوښتنه کړې ده.
هغوی له دغه ځایه وتلو ته اړ کړي وي. په سلونو زره روهنګيا مهاجر څو کاله مخکې د میانمار پوځ د سرکوبولو په نتيجه کې ګاونډي هېواد بنګله دیش ته مهاجر شول. روهنګیا مسلمانان دي او میانمار هغوی د خپلو اتباعو په توګه نه پېژندل او له ډېرو حقوقو څخه ېې محروم کړي ول.
له آرشیف څخه:
انځورونه: روهنګيا مهاجر ميانمار ته د ستنيدو هيلي نه لري
له ميانماره ګاونډي هيواد بنګله ديش ته په سلونو زره تښتيدلي روهنګيايي مهاجر له يوه کاله راهيسې په يوه بد وضعيت کې ژوند تيروي. دغه مسلمان اقليت چې په يوه سرحدي سيمه کې ميشت دی، له يوې ناڅرګندې راتلونکې سره مخ دی.
انځور: Reuters/M. Djuricaله ميانمار څخه تر تيښتې يو کال وروسته هم په زرونو روهنګيايي مهاجر د بنګله ديش او ميانمار تر منځ د «حايل سيمې» په نوم سیمه کې ژوند کوي. تيرکال بنګله ديش او ميانمار هيوادونو توافق وکړ چې دغه مهاجر به بيرته خپلو کورونو ته ستنيږي. خو روهنګيايي مهاجر د شکنجې، د سرپناه د نشتوالي او بې وزلې له بابته انديښنې او ويره لري.
انځور: AFP/Getty Images/Phyo Hein Kyawنه مخ ته او نه هم شاته د لارې امکان
که څه هم د «حايل سيمه»چې روهنګيايان پکښې ميشت دي، د دوی د خپل هيواد په قلمرو کې پرته ده، خو له دې سره سره روهنګيايان نه شي کولای بيرته خپلو کورونو ته ستانه شي. دغه سيمه په ماينونو او اغزن تار لرونکو کټارو سره د ميانمار له نورو برخو جلا کړل شوې ده.
انځور: AFP/Getty Images/Phyo Hein Kyawدغه وضعيت په ځانګړې توګه د ماشومانو له پاره ډير سخت او دردونکی دی. د خوراکي موادو کمښت او په ناروغيو اخته کيدل دلته د ماشومانو د ورځني ژوند یوه برخه ګرځيدلې ده. ملګرو ملتونو تر دې مخکې د دغو روهنګيايي ماشومانو په اړه د يو «هير شوي نسل» له خطر څخه خبرداری ورکړی وو.
انځور: AFP/Getty Images/Phyo Hein Kyawدا د بنګله ديش په کوتاپالونګ کې د مهاجرو کمپ دي چې د نړۍ په کچه تر ټولو ستر کمپ يادیږي. په دغه کمپ کې په سلونو زره روهنګيايي مهاجر په موقتي او کوچنيو خيمو کې ګډ ژوند کوي. دوي اجازه نه لري چې دغه کمپ پريږدي، همدا ډول په دې هم نه پوهيږي چې کولای شي په دغه کمپ کې پاته شي او که نه. پر دغو ټولو سربيره هغوی دلته ځان ته مسجدونه، دوکانونه او کورنه جوړ کړي دي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Qadriد ښې راتلونکې له پاره دعا
روهنګيايي مهاجر په کوتاپلونګ کې له ټولو ستونزو سره سره کولای شي لږ تر لږه خپل اسلامي مراسم په آزادانه توګه ترسره کړي. دغه مهاجر د لوی اختر د لمانځنې پر مهال د خپلې راتلونکې له پاره دعاوې کوي.
انځور: Reuters/M.P. Hossainله حالاتو سره جوړښت او ژوند ته رنګ ورکول
۱۸ کلنه شفيقه بيګم تر خپلې خيمې لاندې د يوه وخت پخلي په تيارولو بوخته ده. دغي ۱۸ کلني په کوتاپالونګ کمپ کې له خپل يوه هيوادوال ۲۳ کلن صدام حسين سره واده کړی دی. نور روهنګيايي مهاجر هم هڅې کوي تر څو د دې په څير عادي ژوند ته د ګرځيدو لارې پيدا کړي. دلته يوه نسبتا ښه خبره دا ده چې روهنګيايان د ودونو تر څنګ د ماشومانو د زيږون او دا ډول نور کورني جشنونه هم په خپلو کې لمانځې.
انځور: Reuters/M. Djuricaبنګله ديش په خپله يو بې وزله هيواد دی، ځکه خو غواړي چې د روهنګيا مهاجر بار يې له اوږو ښکته شي. خو روهنګيايي مهاجر نه غواړي بيرته خپلو کورونو يا هيواد ته ستانه شي. تيرکال د ميانمار پوځ په راخين ايالت کې روهنګيايي مهاجر په سيستماتيک ډول خپلو کورنو پريښودو ته اړ او د هغوی کورونه يې وسوځول. په دې ترتيب دغه مسلمان لږکۍ داسې يو وطن نه لري چې ځان پکښې بيګانه احساس نه کړي.
انځور: Reuters/S. Z. Tun