1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

انديمي، اپيديمي او پانديمي څه ته وايي‌ او توپير يې څه شی دی؟

۱۳۹۹ اردیبهشت ۲۶, جمعه

ډېری خلک هيله لري چې د کرونا ويروس به همداسې ژر ورک شي لکه چې راپيدا شوی دی. خو د روغتيا نړيوال سازمان اوس دغه ويروس انديميک بللی‌ يعنې دا چې ډېر زيات وخت بايد ورسره ژوند وکړو.

Illustration Mikroskop Coronavirus
انځور: picture-alliance/M. Schönherr

انديمي: تلپاتې ګواښ ته وايي

هغه ناروغي چې په يوه خاصه سيمه کې په پر له پسې ډول رامنځ ته کيږي، ‌انديميک بلل کيږي.‌ د يوې انديمۍ په صورت کې د ناروغانو شمېر ټول وخت ثابت پاتې کيږي. دغه شمېر ښايي د نورو سيمو په پرتله ډېر جګ وي، ‌خو د وخت په تېرېدو سره نور ډېر نه زياتيږي‌.‌ په يوه ځانګړې زماني مقطع يا موده کې تل تقريبا په ورته شمېر کسان ورباندې اخته کيږي.‌

يو مثال يې ملاريا ده چې په ټوله نړۍ کې ورباندې هر کال ۳۰۰ ميليونه تنه ناروغيږي،‌ په تېره په حاروي سيمو کې.

اوس د روغتيا نړيوال سازمان وايي چې د کرونا ويروس هم کېدای شي يو انديميک ويروس جوړ شي.‌ دا په دې معنی ده چې هغه اوس په نړۍ کې شتون لري او موږ بايد د نړۍ په ځينو سيمو کې دا هم زده کړو چې څنګه ورسره ژوند وکړو. هغه له دې کبله نور د منځه هم نه ځي.

اپيديمي:‌ يوازې په يوه خاصه سيمه کې وي

له اپيديمۍ څخه بحث کيږي‌ کله چې يوه ناروغي په يوه خاصه سيمه او په يوه خاصه موده کې په استثنايي‌ ډول ډېره زياته وي.

يوه پانديمي داسې يوه اپيديمي ده چې د يوه خاص هېواد د پولو ورهاخوا او يا په يوه لويه وچه کې خپره شي.

دا په تېره بيا په دې معنی ده چې د ناروغۍ کنترول د بېلابېلو هېوادونو د روغتيا د سيستمونو په همکارۍ پورې اړه لري.‌ دا په دې معنی نه ده چې يوه ناروغي دې ډېره خطرناکه او وژونکې هم وي. د جغرافيې لحاظه د يوې پانديمۍ بر عکس پديده انديمي بلل کيږي.

کله چې په يوه خاصه سيمه کې د ناروغانو شمېر له عادي يا اټکل شوي انديميکې سطحې څخه لوړ شي، نو له يوې اپيدمۍ څخه خبرې کيږي.‌ خو کله چې د ناروغانو شمېر يوازې ځايي وي او محدود هم وي،‌ نو د ناروغۍ له عادي خپرېدنې څخه بحث کيږي.‌ يوه اپيديمي هغه مهال رامنځ ته کيږي‌ چې د ناروغۍ د عامل وړتيا تغيير ومومي:‌ يعنې يو ويروس کې موتاسيون يا تغير راشي او د ابتلا کچه او ورباندې د اخته کېدو چانس لوړ شي.

کله چې يوه ناروغي يوې خاصې سيمې ته راوړل شي هم،‌ نو کېدای شي د يوې اپيديمۍ د راټوکېدلو باعث وګرځي.‌ اصلي‌ شرط يې دا دی چې يوه ناروغي له يوه انسان څخه بل انسان ته د انتقالېدو يا لېږد وړتيا ولري. يو مثال يې د شرې ناروغي ده چې د شپاړسمې پېړۍ له پيل راهيسې د اروپايي‌ ناقلينو له لوري امريکا ته لېږدول شوې وه.‌ دا چې د دغې سيمې بومي اوسېدونکي تر مخه د ناروغۍ له دغه ډول عاملينو سره په تماس کې نه وو راغلي، نو هيڅ معافيت يې ورڅخه نه درلود او دفاعي سيستم يې کمزوری وو.‌ د ځينو اټکلونو او محاسبو له مخې د امريکا د لويې وچې تقريبا ۹۰ سلنه بومي اوسېدونکي د شرې ناروغۍ قربانيان ګرځېدلي دي.‌

پانديمي:‌ په ټوله نړۍ کې د مرض خپرېدل

کله چې يو مرض په سيمه يز ډول نه،‌ بلکې په نړيوال شکل او په ټولو هېوادونو او لويو وچو کې خپور شي، نو کارپوهان له يوې پانديمي (نړيوالې وبا) څخه خبرې کوي. د روغتيا د نړيوال سازمان (ډبل يو ايچ او) او د ناروغيو د کنترول او مخنيوي‌ د مرکز (سي‌ دي‌ سي) په حواله دغسې پانديمي يا نړيواله وبا د ناروغۍ د نويو عاملينو او د ويروس د نويو ډولونو له طرفه رامنځ ته کيږي. هغه کېدای شي د ژويو يوه ساري ناروغي (څوونوز) وي،‌ يعنې داسې مرضونه چې له حيواناتو څخه انسانانو ته لېږدول کيږي.

دا چې داسې يوه ناروغي څومره خطرناکه يا وژونکې وي،‌ په هغه خاص ويروس او د هر انفرادي کس په روغتيايي‌ وضعيت پورې اړه لري.

کله نا کله حتی يو مرض په اکثرو مواردو کې ښايي ډېر آسانه او بې له خطره تېر شي،‌ خو بيا هم کېدای شي د پانديمۍ په صورت کې د سختو ناروغانو ټول ټال شمېر ډېر لوړ وي.‌ د دې علت دا دی چې په عمومي ډول ډېر زيات خلک د ناروغۍ په دغو عاملينو ککړ او مبتلا شوي وي.

يوه داسې معموله ناروغي چې تل د پانديمي او نړيوالې وبا تر کچې پورې رسيږي،‌ زکام يا انفلونسا نوميږي. د ۱۹۱۸ کال د هسپانوي زکام له کبله ۲۵ تر ۵۰ ميليونه پورې انسانان مړه شول چې د لومړۍ نړيوالې جګړې د قربانيانو په نسب حتی لوړ شمېر دی.‌ د سرکوزو (خنزيرو) زکام هم په ۲۰۰۹ کال کې يوه پانديمي رامنځ ته کړه.‌

د يوې پانديمي په صورت کې کېدای شي ځينې منزوي ځايونه له ناروغۍ څخه په امن کې هم پاتې شي،‌ لکه جزيرې او غرنۍ سيمې. خو د هوايي کرښو او الوتکو د پروازونو له کبله پانديمۍ اکثراً په پراخ ډول خپريږي.‌

د اپيديمي او پانديمي اصطلاحات په عادي‌ صورت د التهابي‌ او ساري ناروغيو له پاره کاريږي. خو دا چې کله هغه جدي‌ عواقب لري ‌او ډېر تدابير بايد ورته پورته شي،‌ نو کله نا کله نورو نه لېږدېدونکو ناروغيو ته هم همدا اصطلاح کاريږي.‌ د ديابت يا شکرې د ناروغتيا اپيديمي‌ د دې يو ښه مثال دی.

سوفيا واګنر/ن ص/ ګ پ

زموږ له آرشیف څخه: 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب