1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيانړیوال

انسانان ولې زړيږي او دا له تکامل سره څه اړیکه لري؟

۱۴۰۱ شهریور ۲۹, سه‌شنبه

آیا کله مو فکر کړی دی چې موږ د وخت په تیريدو سره ولې زړيږو او دا چې دا له تکامل سره څه اړيکه لري؟ دا هغه پوښتنه ده چې له زرونو کلونو راهېسې انسانان ځوروي، خو له بده مرغه تر اوسه ورته واضح ځواب نه دی موندل شوی.

Irland I Naturhistorisches Museum in Dublin renoviert
انځور: Julien Behal/empics/picture alliance

د بدن د سيستمونو له منځه تلل

د عمر په زياتيدو سره د انسان د بدن ځيني سیستمونه هم د خرابيدو پر لور حرکت پيلوي: د سترګو نظر خرابيږي، بندونه ضعيفيږي او پوست نری یا نازک کیږي. يعني څومره چې سن زياتيږي، د ناروغۍ او هډوکو ماتیدو احتمال ډيريږي او بالاخره انسان مړ کيږي.

د نسل زياتولو موفقيت (Reproductive success) د سن په زياتيدو سره کميږي. د آلمان د فراېبورګ پوهنتون د بيالوژيکي تکامل پروفيسر توماس فلات دويچه ويلې ته وويل: «له زياترو ژونديو موجوداتو سره دا څه پيښيږي.«

څېړنه: انسان کولی شي ۱۳۰ کاله ژوند وکړي

هغه زياتوي: «د طبيعي انتخاب له مخې تکامل په دې پورې ډېره تړلی دی چې يو ژوندی موجود څومره د ژوند او ودې وړ اولادونه زيږولی شي.» يعني څومره ډېر داسې اولاد چې د ژوندي پاتیدو او ودې وړ وي، زيږيږي، هومره ډېر جينونه به مخکې انتقاليږي. يعني دلته خبره ټوله د تکثير پر ډيرولو ده.

غوره جينونه هغه دي چې د نسل د زياتيدولو موفقيت لوړ کړي بيا د نسلونو په اوږدو کې دا جينونه کیدای شي په نفوس کې ډېر عام شي.

د طبيعي انتخاب کمزوري کیدل

دا په دې معنی ده چې تر تکثير يا نسل تر زياتولو وروسته چې څه پيښيږي، هغه پر دې لږ اغيز لري چې بل نسل ته خپل حرثي مواد په څومره ښه ډول انتقالوو چې دا په تکامل د پوهيدو کيلي ده.

دا چې په سپين سرتوب يا سپين ږيرتوب کې انسان څرنګه روغتيايي حالت لري، په اصل کې هیڅ نقش نه لري، ځکه چې هغه مهال زياتره انسانان اولادونه نه زيږوي.

په ماضي کې انسانان او نور ډېر ژوندي موجودات په ځنګلونو کې اوسیدل او زیاتره به د خطرونو له ډک چاپيريال له کبله ډېر نه زړيدل، يعني ژر به مړه کیدل. دا په دې معنی ده چې کله چې يو ژوندی موجود زړيږي نو د طبیعي انتخاب پروسه هم کمروزې کیږي.

فلات وایي: «که په ډېره ښکاره بڼه یې ووايو نو ډېر زاړه ژوندي موجودات د تکامل له ليدلوري بې ارزښته دي.»

د موتېشنونو جمع کيدل

تصور وکړئ چې تاسې په تسادفي توګه يو ډېر خطرناک جين يا حرثي مواد ترلاسه کړي وي چې دا به د سن په زياتيدو سره منفي اغیزې ولري. که څه هم چې احتمالاً به تاسې دومره اوږد ژوند ونه کړئ څو دغه ناوړه اغیزې تجربه کړئ خو ميوتېشن يا دغه ناڅاپي جنيتکي تغير ستاسې په حرثي موادو کې موجود وي او خپل راتلونکي نسل ته یې انتقالولی شئ.

دا څه تل پيښيږي. د نسلونو په اوږدو کې ډېر داسې جنتیکی بدلونونه چې زوړوالی لا پسې خرابوي، په جينونو کې سره جمع کيږي. د هنتینګتن يا هنتينګټن کولرا چې د عصبونو يوه ناروغي ده، د ميوتېنش د تجمع يو ښه مثال دی. دا وژونکې ناروغي د ۳۵ کلونو په شا او خوا کې پيليږي.

شين لابستر چې د میوټېشن له کبله یې رنګ بدل شوی دیانځور: Bill Greenblatt/UPI Photo/newscom/picture alliance

د فلات او لندا پارتريچ له خوا د «بي ام سي بيولوژي» په نوم مجله کې د خپرې شوې يوې مقاملې په حواله داسې شواهد شته چې طبيعي انتخاب کيدای شي له ځينو موتېشنونو يا جنيتکی بدلونو سره مرسته وکړي چې په ځوانۍ کې مثبتې اغیزې ولري، خو څومره چې انسانان زړيږي اغیزې یې هم منفي کيږي.

د دې يوه بېلګه د بي آر سي ای ۱ په ۲ جين کې بدلونونه دي چې په ښځو کې لومړی د مېندواره کیدو احتمال او بيا د سينې او يا تخم دانونو د سرطان خطر زیاتوي.

خو هغه وخت څه پيښيږي کله چې عصري طب، ښه خواړه، پاکوالی او د ژوند ښه شرايط موږ ته د اوږده ژوند زمينه برابروي؟ موږ بيا د ژوند تر هغو پړاونو پورې ژوندي يو چې دغه ټولې منفي اغیزې پکې تجربه کولی شو.

ولې ځيني ژوندي موجودات د نورو په پرتله ډېر عمر لري؟

طبيعت ته په کتو سره موږ پوهيږو چې زړيدل يوه ډېره متنوع پروسه ده. ځيني ژوندي موجودات هيڅ نه زړيږي. هایدراس چې د تازه اوبو ژوي دي او د سمندري ستوري کبانو او مرجان پورې تړلي دي، هیڅکله نه زړيږي او بالقوه فاني يا نه مړه کیدونکي دي.

له خوښیو ډګ ژوند د عمر د اوږدوالي لامل کیږي

ډېر بوټي هم شته چې هیڅ د زوړوالي نخښې نښانې پکې نه ليدل کیږي. ځيني ونې لکه د بريستلکون کاج چې زرونه کلونه عمر لرلی شي.

يو بل په زړه پورې مثال یې د ګرينلند شارک کب دی. دا د ۱۵۰ کلونو په عمر بلوغ ته رسېږي او تر ۴۰۰ کلونو پورې عمر لرلی شي چې دا د شمزۍ لرونکو ژويو ترمنځ تر ټولو اوږد عمر دی.

ولي ښځي تر نارينه وو ډير عمر لري؟

بل لوري ته بيا ماده مياشي، هغه چې انسانان په خوب کې چيچي، يوازې شا او خوا ۵۰ ورځې ژوند لري.

انسان تر اوسه نه پوهيږي چې د زړيدو او د ژوند د مودې ترمنځ ولې دومره توپيرونه شته، خو زموږ د ځواب يوه برخه له تکامل سره تړاو لري. چاپيريالي فشارونه ښايي د بېلا بيلو ژونديو موجوداتو ژر د بلوغ سن ته رسېدل او تکثير تشويق او د ژوند په لنډيدو کې ونډه ولري. پر نورو یې بيا ښايي اغیز برعکس وي.

ب. ص/ ن. ز (Esteban Pardo)

زموږ له آرشيف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب