د ملګرو ملتونو سازمان په پرله پسې ډول د انساني قاچاق له پيښو څخه پرده پورته کړې ده. په وين کې د مخدره موادو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې نړیوال سازمان (UNODC) په ۲۰۱۶ م کال کې په مجموع کې د انساني قاچاق د قربانیانو ۲۵۰۰۰ موارد ثبت کړي دي چې دا تر دې د یوه کال مخکې په پرتله د پام وړ زیاتوالی ښکاره کوي.
د ملګرو ملتونو سازمان اشاره کوي چې دغه ارقام د نړۍ په مختلفو برخو کې د انساني قاچاق د پيښو د بهتره څارنې په نتیجه کې ترلاسه شوي دي.
د نړۍ د ۴۵ هیوادونو د معلوماتو له پرتلنې څخه چې په سیستماتیک ډول په دې اړه خپل ارقام خپروي، له ۲۰۱۱م کال را په دیخوا په دغو مواردو کې ۳۹ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
کوم موارد انساني قاچاق بلل کیږي؟
د انساني قاچاق په اړه د ملګرو ملتونو د پروتوکول په اساس استخدام، لیږد رالیږد، د استوګنې ځای ورکول او له هغو څخه د ګټې اخیستنې په موخه د انسانانو منل [...]انساني قاچاق بلل کیږي.
دا کار ډیري وختونه په زور د ګواښل کیدو یا له زور څخه د استفادې په وسیله او یا هم په نورو مختلفو لارو لکه برمته کول، فریب، له قدرت څخه سوء استفاده او یا هم د اشخاصو له خاصې کمزورۍ څخه د استفادې په شکلونو کې صورت نیسي.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې شاوخوا ۶۰ سلنه هغه کسان چې قاچاق کیږي له جنسي ځورونې سره مخامخ کیږي. ډیري دا ډول پيښې د نورو سیمو په پرتله په امریکا، اروپا او د آسیا په سویل ختیځو سیمو کې رامنځته کیږي.
د ملګرو ملتونو د رپوټ له مخې یو پر دریمه برخه د دغو قربانیانو په اجباري کارونو ګمارل کیږي چې اکثره موارد یې د افریقا په وچه او منځني ختیځ کې رامنځته شوي دي.
د ملګرو ملتونو معلومات ښیي چې له انساني قاچاق څخه د سوء استفادې یو بل شکل هم سوال کولو ته د قرباني اړ ایستل او یا هم په غیر قانوني ډول یې د بدن غړي اخیستل دي. دوه سلنه قربانیان په مختلفو شکلونو او پرله پسې ډول له ناوړه استفادې سره مخامخ شوي دي.
څوک قربانیان دي؟
ښځې په ۴۹ سلنې سره د قربانیانو یوه لویه برخه تشکيلوي. همدارنګه د قربانیانو ۲۳ سلنه نجوني دي. ډیري د دوی له جنسي سوء استفادې سره مخامخ کیږي. خو هغه نارينه چې قاچاق کیږي د ښځو برخلاف زیاتره په اجباري کارونو ګمارل کیږي.
د ملګرونو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د معلوماتو پر بنسټ په نړیواله کچه د انساني قاچاق د قربانیانو شاوخوا ۲۸ سلنه یې قانوني سن ته نه رسیدلي تنکي ځوانان تشکيلوي. پناه غوښتونکي او کوم کسان چې له فقر سره لاس او ګریوان دي، هغه ډله ده چې تر ټولو ډیر زیانمن شوي دي.
آیا پرمختګ شوی دی؟
د ملګرو ملتونو سازمان په خپل رپوټ کې یادونه کړې ده چې په اوس وخت کې نږدې هر یو هیواد داسې قوانين لري چې له مخې یې انساني قاچاق جرم بلل کیږي. د دغه رپوټ پر بنسټ، خو په ځنو سیمو کې اوس هم داسې مجرمين شته چې نه دي مجازات شوي. د دغه رپوټ لیکونکو د بیلګې په توګه د سویلي افریقا د ساحلي هیوادونو یادونه کړې ده چیرې چې د قوانينو عملي کولو او له انساني قاچاق سره مبارزې ته ډیره اړتیا لیدل کیږي.
د آلمان د جنایې جرمونو سره د مبارزې ادارې په حواله دغه پدیده د نړۍ د نورو برخو په څیر دلته هم پراخه شوې ده. نوموړې ادارې د تیر کال په اګست میاشت کې رپوټ ورکړی وو چې په مجموع کې ۶۷۱ تنه د جنسي سوء استفادې، اجباري کار او سوالګرۍ سره مخامخ شوي دي چې دا تر دې د یوه کال مخکې په پرتله ۲۵ سلنه زیاتوالی ښیي.
سره له دې ټولو ملګري ملتونه له نړيوالې ټولنې څخه غواړي چې دې ستونزې ته جدي پاملرنه وکړي او په جګړه کې ښکیلو سیمو او ټوله نړۍ کې له انساني قاچاق سره د مبارزې په برخه کې خپل ظرفیت او ګډه همکاري پراخه کړي.
پر اړونده موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ:
په لیبیا کې د مهاجرو ربړول او دغلامانو د خرڅلاو بازار
د غلامانو په توګه خرڅول، جنسي تیري، ربړول او لوږه هغه څه دي چې په لیبیا کې ورسره یو شمیر مهاجر لاس او ګریوان دي. هغه مهاجر چې اروپا ته د تګ نیت لري، د لیبیا د امنیتي ځواکونو له سخت چلن سره مخامخ کیږي. انځور: Getty Images/AFP/T. Jawashi په لیبیا کې د غلامانو د خرڅلاو بازار انځورونو خپریدل نړۍ وړلزوله. د لیبیا حکومت چې نړیواله ټولنه يې ملاتړ کوي، د دغو انځورونو تر خپریدو وروسته د یوې څیړنیزي کمیټې د جوړیدو خبر ورکړ. په عین وخت کې د لیبیا حکومت ویلي دي چې دغه هیواد د معمرالقذافي تر سقوط وروسته له اړودوړ سره مخامخ دی او لیبیا اروپا ته د غیرقانوني مهاجرت منبع نه، بلکې پخپله د دغه وضعیت قرباني دی.
انځور: Getty Images/AFP/F. Bucciarelli هغه کسان چې په دغه بازار کې پلورل کیدل، افریقایي مهاجر ول. په ليبيا کې د غلامانو په توګه د هغوی د خرڅلاو د انځورونو خپریدو په ځينو اروپایي او افریقایي ښارونو کې اعتراضونه راپورته کړل. د مراکشي او افریقایي ځوانانو یوې ډلې (په پورتنې انځور کې) د مراکش په پلازمینه کې د لیبیا سفارت مخې ته احتجاج وکړ.
انځور: Getty Images/AFP/F. Senna ډیر مهاجر اروپا ته د رسیدو پر لاره ویرونکي تجربې تر شا پریږدي. ملګري ملتونو د اروپایي اتحاديي او یو شمیر افریقایي هیوادونو سره په ګډه پتېيلې ده چې د روان کال تر پایه پوري ۱۵۰۰۰ پناه غوښتونکي خپل هیواد ته ستانه کړي. زیاتره دغه مهاجر له نایجیریا، ګامبیا او ګانا هیوادونو دي. د ملګرو ملتونو په وینا په دغه طرح کې ګډون اختیاري دی.
انځور: Getty Images/AFP/T. Jawashi ملګرو متلونو تر دې دمخه په لیبیا کې د مهاجرو د کمپونو د وضعیت په هکله هم اندیښنه څرګنده کړې وه. د اټکلونو له مخې له۴۰۰ زرو تر یو میلیون پوري مهاجر په لیبیا کې په ناخواله وضعیت کې ژوند کوي او هیله من دي چې وکولای شي په لومړني فرصت کې ځانونه اروپا ته ورسوي. د لیبیا د چارواکو په ونیا اوسمهال شا او خوا ۲۰ زره مهاجر د دغه هيواد په کمپونو کې ژوند کوي.
انځور: Getty Images/AFP/T. Jawashi په لیبیا کې د ملي یووالي حکومت له اروپایي اتحادیي سره د ساحلي ګارد په واسطه د مدیترانې سمندرګي له لاري اروپا ته د مهاجرو د مخنیو په برخه کې یو تړون لاسلیک کړی دی. په دې موخه په راتلونکې کې باید د مناسبو شرایطو لرونکي پناه ځایونه برابر شي. پورتنی انځور د همدغې ډول یوه کمپ دی چې مصراته ښار ته نزدې موقعیت لري. دغه کمپ پخوا یو زندان وو.
انځور: picture-alliance/NurPhoto/C. Occhicone هغو مهاجرو چې په لیبیا کې یې په توقیف خانو او کمپونو کې زیات وخت تیر کړی دی، له جسمې لحاظه يې وضعیت ښه نه دی او پر بدن یې د شکنجو او جسمې آزار نخښې لیدلي شوي دي. د مهاجرت نړیوال سازمان، څه موده وړاندي وویل چې د روان میلادي کال په پنځو میاشتو کې چې کومو کسانو ځانونه د مدیترانې سمندرګي له لاري ایټاليا ته رسولي ۴۱ زره تنه وو چې د ټول تیرکال په پرتله یې شمیر لس زره تنه زیات وو.
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Brabo دغه ځوان هم د مصراته په۵۰ کیلومترۍ کې د مهاجرو په یوه کمپ کې ژوند کوي. ډیر مهاجر د کار موندلو په موخه لیبیا ته مهاجرت کوي. یوه ډله یې بیا غواړي چې د مدیتراني د مرګوني لاري تر وهلو وروسته ځانونه اروپا ته ورسوي. تر اوسه څو زره کسان د دغې لاري په اوږدو کې مړه شوي دي. خو پر دې سربیره هم ډیر افریقایي ځوانان د تیښتې لومړني فرصت ته انتظار باسي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Brabo د لیبیا ساحلي ګارد په دې ترڅ کې ډیر ځوانان نیولي او وچې ته یې ستانه کړي دي. دغه کسان د لیبیا ساحلي ښار طرابلس په ۴۵ کیلومترۍ کې میشتیږي. د بشري حقونو مدافع سازمانونه د اروپایي اتحادیې او لیبیا تر منځ پر شوي تړون انتقاد کوي. د دغه تړون اصلي هدف د مدیتراني سمندرګي مسیر بندول دي.
انځور: Getty Images/AFP/T. JAwashi د اروپايي اتحادیې او افریقا مشرانو په نزدې وخت کې په عاج ساحل کې پر دې باندي توافق وکړ، چې د ملګرو ملتونو او اروپایي اتحادیې په ملاتړ یو افریقایي کمیسیون جوړ شي چې په افریقا کې له بشري حقونو څخه د سرغړوني پيښې وڅیړي.
انځور: Getty Images/AFP/T. Jawashi