1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

انورالحق کاکړ د پاکستان موقت لومړی وزير وټاکل شو

۱۴۰۲ مرداد ۲۱, شنبه

د پاکستان له بلوچستان آيالت څخه انورالحق کاکړ به د راتلونکو ټاکنو پرمهال او د ټاکنيز بهير ترمخه د پاکستان لومړی وزير وي. دغه خبره د پاکستان د مخالف يا اپوزيسيون ګوند مشر کړې ده.

Pakistan, Parlamentsgebäude, Parlament, Unterhaus, gebäude, außen, Islamabad
انځور: Raja I. Bahader/Pacific Press/IMAGO

انورالحق کاکړ د اپوزيسيون د مشر راجه رياض احمد له خوا له تلونکي لومړي وزير شهباز شريف سره تر ليدنې وروسته د پاکستان صدراعظم يا لومړی وزير وګمارل شو. ښاغلي رياض وويل چې »موږ لومړی پرېکړه وکړه چې که هر څوک صدراعظم مقرريږي، هغه بايد له يوه کوچني آيالت يا صوبې څخه وي څو د وړو صوبو ستونزو ته هم رسېدنه وشي.«

کاکړ به اوس په پاکستان کې تر ټاکنو مخکې او د انتخاباتو پرمهال د دغه هېواد مشري کوي. ټاکل شوې چې په پاکستان کې به سراسري ټاکنې د روان میلادي کال په نومبر مياشت کې ترسره کيږي. خو ځينو چارواکو ويلي چې دغه ټاکنې ښايي د راتلونکي ميلادي کال تر پيله پورې وځنډيږي.

پاکستان له هغه وخت راهيسې په سياسي ګډوډۍ کې قرار لري له کله چې د کرکټ پخواني ستوري عمران خان د ۲۰۲۲م کال په اپريل کې له صدراعظمۍ څخه ګوښه شو. خان چې اوس په زندان کې دی، خپل پلويان یې پراخو لاريونونو ته رابللي دي.

عمران خان د تېرې اوونۍ په پيل کې زنداني شوی او چارواکو د هغه د تحريک انصاف ګوند په وړاندې غوڅ چلن غوره کړی دی. د پاکستان پارلمان د چهارشنبې يا شرو په ورځ منحل شو چې د ۹۰ ورځو په ترڅ کې بايد د قانون له مخې په دغه هیواد کې انتخابات راوبلل شي.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب