د ویرات کوهلي او انوکا شرما د مینې کیسې هر چا کولې، خو په تیرو وختونو کې د دواړو تر منځ د واده ګونګوسي هم د ورځپاڼو سر لیکونه جوړول. خو د دوشنبې په ورځ د ایټاليا له میلان ښار څخه ویرات کوهلي او انوکا شرما د ټولنیزو شبکو له لارې د انځورونو په خپرولو سره خپل واده تائید کړ.
انوشکا او ویرات د ټویټر په ټولنیزي شبکې د خپل واده په اعلان کولو سره ولیکل: «موږ نن د تل له پاره یو له بل سره د مینې په تړون کې د پاتېدو ژمنه وکړه.» دغې نوې جوړې د خپل ژوندن په خوږه ورځ د خپلو خپلوانو، دوستانو او مینه والو څخه مننه هم کړې ده.
د هند تر ټولو زیات خوښونکي دغې جوړې د واده مراسم د خپلو خپلوانو په حضور کې د هندوانو د مراسمو له مخې تر سره شول.
انوشکا او ویرات د خپل واده مراسم خپله شخصي مسله یاده کړې ده. خو د واده د ډوډۍ ورکولو ترتیبات نیول شوي دي. لومړۍ ملمستيا په ممبي کې د د دسمبر میاشتې په ۲۱مه نیټه د نزدې خپلوانو له پاره په پام کې نیول شوې ده او د دسمبر د ۲۶مې نیټې په میلمستیا کې به د بالیووډ مشهور ستوري او همداشان د کرکیټ لوبغاړي به ګډون وکړي.
د بالیووډ مشهور لوبغاړو هم دواړو ته د واده مبارکي ویلي ده.
د کرکیټ د نړۍ مشهور توپ وهونکي سچن ټنډولکر هم دغې نوې جوړې ته مبارکي ویلي ده.
AG(S.R/N.Z)
زموږ له ارشيف څخه:
د امیتاببچن او سلمان خان په ګډون د بالي ووډ ډیر شمیر مشهور ستوري نن په میلیونو سرمایه لري. خو د دوی د مینه والو له پاره به دا ډیره په زړه پورې وي چې د دغو مشهور فلمي ستورو لومړی عاید څومره وو؟ دلته يې ولولئ:
انځور: Getty Images/A. Rentzمشهور فلمي ستوري امیتابچن په فلمي نړۍ کې تر قدم ایښودلو مخکې په یو شاپنګ سنټر کې کار کاوه. د هغه لومړۍ تنخوا ۵۰۰ هندي روپۍ وه.
انځور: J. Tallis/AFP/Getty Imagesسلمان خان د خپل کیریئر پيل د ستیج پر مخ له ډانس (نڅا) څخه کړی وو. سلمان خان به د یوه ډانس شو په بدل کې ۷۵ هندي روپۍ ترلاسه کولې.
انځور: Getty Images/AFPد هندي فلمونو یو بل مشهور هنرمند عرفان خان فلمي نړۍ ته تر راتګ مخکې ماشومانو ته ټیوشن یا د ښوونځي په درسونو کې له زده کونکو سره مرسته کوله چې هغه به د دې کار په بدل کې ۲۵ هندي کلدارې ترلاسه کولې.
انځور: STRDEL/AFP/Getty Imagesکلکي کوچلن په فلمونو کې تر کار کولو مخکې د بریتایې په یوه کافی کې د ویټرس یا خادمې په توګه کار کاوه چې لومړی عاید یې ۴۰ پاونډه وو.
انځور: Getty Images/AFP/S. Hussainد هندي فلمونو یو له تر ټولو مشهورو څیرو دهر مېندر ته د هغه د لومړي فلم (دل بهي تیرا هم بهي تیری) په خاطر ۵۱ هندي روپۍ مهاش ورکړل شوی وو.
انځور: APد بالي وډ مشهور ستوري رندیپ هډا د استرالیا په یوه ریستوران کې د ویټر په توګه کار کاوه . هغه د دې کار په بدل کې اته استرالیایي ډالره ترلاسه کولې.
انځور: Getty Images/AFPشاہ رخ خان د هند د فلمي سکتور یو له تر ټولو بریالیو فلمي ستورو څخه دی، خو آیا خبر یاست چې هغه په فلمي نړۍ کې تر قدم ایښودلو مخکې ډير ستونزمن کارونه کړي دي. شاه رخ خان به په ریلونو کې ریلونو کې له پخوا څخه ریزرف شوي ټکټونه پر نورو مساپرو پلورل.
انځور: picture-alliance/Dinodia Photo Libraryد مشهور فلمي ستوري انیل کپور لور سونم کپور د خپل عملي ژوند پيل د دایرکټر د مرستیالۍ په توګه وکړه چې په هغه وخت کې یې ۳۰۰۰ هندي روپۍ تنخوا ترلاسه کوله.
انځور: Getty Images/AFP/L. Venanceرتک روشن د چائلډ ارټسټ یا ماشوم هنرمند په توګه د ۱۰۰ هندي روپیو په بدل کې کار کول پیل کړي وو.
انځور: Imago/Zuma Pressعامر خان په فلمونو کې د مرستیال ډایریکتر په توګه کار کول پیل کړل. لومړۍ تنخوا چې هغه ترلاسه کړې وه هغه ۱۰۰۰ هندي کلدارئ یا روپۍ وې.
انځور: 2008 Aamir Khan Productionsنصیرالدین شاہ د هندي فلمونو یو له پياوړو هنرمندانو څخه شمیرل کیږي. پر ټولنیزو مسائلو جوړ د هغه فلمونه په وار وار د لیدو وړ دي. نصیر الدین شاه په لوموړي ځل د یوه فلم په یوه صحنه کې د مړي جسد د سوزولو پر مهال په نندارچیانو کې ولاړ وو چې هغه ته د دې کار په بدل کې ۷،۵ روپۍ ورکړل شوې وې.
انځور: APد رومان ډوله فلمونو هیرو یا ستوري عمران هاشمي ته د لومړي ځل له پاره په تلویزون کې د حشره وژنې د تجارتي اعلان په بدل کې ۲۵۰۰ هندي روپئ ورکړل شوې وې.
انځور: Getty Images/A. Rentz