انټرنټ داسي چټک لکه مرمۍ، خو چيري؟
۱۳۹۵ آذر ۲۷, شنبهانټرنټ داسي چټک لکه مرمۍ، خو چيري؟
په نړۍ کي تر ټولو چټک انټرنټ په کومو هيوادونو کي سته؟ د ۲۰۱۶ کال په څلورمه ربعه کی تر ټولو چټک انټرنټ په دغو ۱۰ هيوادونو کي موجود ؤ. د اکامای شرکت پر اوسط اعدادو ولاړ ليسټ يې دلته وګورئ:
لاتويا ـ ۱۶،۶ ميګابيټ في ثانيه
هالنډ ـ ۱۷،۳ ميګابيټ في ثانيه
سويلي کوريا ـ ۲۶،۳ ميګابيټ في ثانيه
فينلانډ ـ ۱۷،۶ ميګابيټ في ثانيه
جاپان ـ ۱۸ ميګابيټ في ثانيه
سينګاپور ـ ۱۸،۲ ميګابيټ في ثانيه
سويس ـ ۱۸،۴ ميګابيټ في ثانيه
سوېډن ـ ۱۹،۷ ميګابيټ في ثانيه
ناروې ـ ۲۰ ميګابيټ في ثانيه
هانګکانګ ـ ۲۰ ميګابيټ في ثانيه
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (11.12.2016):
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (08.07.2013):
د پټو معلوماتو د ښکاره کولو سلسله کومه نوې خبره نه ده
د امریکا د استخباراتو له خوا د انټرنټي څار د پروګرام په هکله رسنیو ته د معلوماتو ورکوونکي ایدوارد سنودن اوس په یو ستونزمن حالت کې قرار لري، البته هغه د پټو معلوماتو ښکاره کوونکي لومړنې دولتي کارکوونکی نه دی.
ایدوارد سنودن، اتل یا غدار
د ډیر شمیر خلکو په نظر سنودن یو اتل دی، خو د امریکا له نظره هغه یو خاین دی، ځکه چې هغه د هیواد د استخباراتي اداري د انټرنټې څار د پټو پروګرامونو په هکله رسنیو ته معلومات ورکړي دي. امریکا د سنودن پر خلاف د قانوني مراحلو د بشپړولو په موخه په دې هڅه کې ده چې نوموړی بیرته امریکا ته ور وبولي.
بریډلي میننګ ، د امریکا د خجالت سبب
امریکايي پوځې ایدوارد بریډلي د ۲۰۱۰ کال په می میاشت کې ونیول شو. هغه په دې تورن وو چې د پټو معلوماتو افشا کوونکي ویب پاڼې وکېلیکس ته يي پټ اسناد او ویډیوګانې ورکړي دي. د ویکېلیکس په انترنت پاڼه کې د دغو اسنادو د خپرویدو له امله امریکا په نړیواله کچه ډیر کم راغلی وو.
د پټو معلوماتو د بربنډولو د لړۍ پيلوونکی
په ۱۹۷۴ م کال کې دF.B.I ) ( فدرالي پولیسو د ادارې مرستیال مارک فیلیټ په میاشتو میاشتو د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې دوو خبریالانو ته دا معلومات ورکول چې د هغه وخت ولسمشر رچرد نکسن د خپلي انتخاباتي مبارزي پرمهال په څه ډول د اپوزیسیون جاسوسي کوي. ولسمشر نکسن له همدې امله استفاء ورکولو ته اړشو او مارک فیلټ ۳۳ کاله ګمنام پاته شو.
د واټرګیټ په نامه د رسوايي په هکله معلومات
د واټر ګیټ په نامه د امریکايي تاریخ د یوې لویې رسوايي په بربنډولو کې د واشنګټن پوست ورځپاڼي د دوو ژورناليستانو بوب وډورډز او کارل بیرنستاین، نومونه اخستل کیږي. خو دغو دواړو خبریالانو ته د معلوماتو رسولو ترشا هم د مارک فليت لاس وو. هغه په ۲۰۰۸کال کې مړ شو.
په روسیه کې د پټو معلوماتو د بربنډونکي انجام
د ۲۰۱۳ کال د مارچ په میاشت کې په دې اخیستل شوې انځور کې د روسيي د پټو معلوماتو د ښکاره کوونکو سیرګﺉ لیونیډووچ ماګنټزکې، وکیلان د محکمې د تشو پنجرو تر څنګ ناست ښکاري. مجرم تن په ۲۰۰۹ کال کې د مسکو په زندان کې په ډیر بدحالت کې مړ شوی وو. دغه کس په دولتي ادارو کې د فساد په اړه رسنیو ته معلومات ورکړي وو. پر نوموړي د ماليي نه ورکول تور لګول شوی وو.
د مالیه نه ورکونکو په هکله معلومات
په سویس کې د یوه بانک پخواني منیجر رډولف ایلمر په ۲۰۱۱ کال کې داسی ۲۰۰۰ بانکي حسابونو يا کمپیوټري ارقامو معلومات د ویکيلیکس انټرنټ پاڼې بنسټ ایښودونکي جولیان اسانج ته ورکړي ول، چي ویل کیده د ماليي ورکولو څخه يي ډډه کړې ده. د سویس د چارواکو له خوا ایلمر د پټو بانکي حسابونو او معلوماتو د ښکاره کولو په تور محاکمه شو.
د اروپايي ټولني یو تن کارکوونکي پال فان بوييټینن په ۱۹۹۶کال کی د دغې ټولني د لوړپوړو چارواکو له خوا په منظمه توګه د ماليې نه ورکولو معلومات په ډاګه کړل، چې وروسته بيا د دغي اتحاديي ټول ۱۷ تنه کمشنران د خپلو دندو څخه استفا کولو ته اړ شول. نوموړي هم د دغې اتحاديي له خوا تر فشار لاندي ونیول شو، چې وروسته له ۲۰۰۰ کال څخه اروپايي ټولني د دا ډول افشا کوونکو کسانو د ساتني له پاره یو قانون تصویب کړ.
شکمنه پيښه
کیرن سلک ووډ، د اوکلاهوما پلوتونیم ری د پروسس په یونټ کې کار کاوه، نوموړي په دغه ځای کې د امنیتي مسایلو د نیمګړتیا په هکله یو راپور جوړ کړ. هغه د رسنیو پر وړاندي د دې رپوټ د وړاندې کولو په موخه روان وو چې موټر يي ټکر وکړ او دی پکښي مړ شو، د دغي پيښي دليل سخته ستړتیا ښودل شوی وو.
د اسراییلو د اټومي پروګرام افشا کوونکی
په ۱۹۸۶ کال کی د مورډیخايي وانونو په نامه یو تن اسرائیلي د لندن په سنډی ټایمز ورځپاڼه کې په خپل مضمون کې د اسرائیلو له اټومي پروګرام څخه پرده پورته کړه، مضمون لا خپور شوی نه وو چې د اسرائیلو استخباراتي ادارې هغه وتښتاوه. وانونو ۱۸ کاله د زندان د پنجیرو تر شا تیر کړل. هغه په ۲۰۰۴ کال کې تر خپل خلاصون وروسته هغه ویلي ول چې نوموړی به د امنیت د ټینګښت او اټومي پروګرام پر خلاف خپله مبارزه جاري ساتي.
د مسکو هوايي ډګر د ترانزیټ برخه
له هانګ کانګ څخه مسکو ته تر رسیدو وروسته سنودن د دغه هیواد د هوايي ډګر په ترانزیت برخه کي ساتل کيږي. امریکايي حکومت د امکان تر حده کوښښ کوې چې سنودن ته کوم بل هیواد سیاسي پناه ورنه کړي. امريکا اکوادور ته ګواښ کړی دی چې که چیري سنودن ته سیاسي پناه ورکړي نو له دغه هیواد سره به د آزاد تجارت پر سر رواني خبری اتري وځنډوي.
يوټيوب دغه کسان مليونران کړي
ايا يو وخت مو فکر کړی چي د يوټيوب چينل په چلولو څوک مليونر کېدلای هم سي؟ داسي کسان سته چي د يوټيوب له لاري په مليونونو ډالره ګټي. په دغه انځوريز راپور کي به پر يوټيوب تر ټولو زياتي پيسې ګټونکي ۱۰ کسان دروپېژنو:
۱۰ ـ کولين بلنګر، ۵ مليونه ډالره
بلنګر د خپلو خندوونکو او کاميدي ويډيوګانو او وروسته پر دغو د کتاب په چاپ زياتي پيسې ګټلي دي.
۹ ـ ريټ اېنډ لنک، ۵ مليونه ډالره
ريټ ميکلګن او چارلس لنکن نيل غوښتل چي انجينيران سي خو وروسته کاميديان سول. د دوی د سهار پروګرام متکل مارننګ ډېر محبوبيت لري.
۸ ـ جرمن جرمينډيا، ۵،۵ مليونه ډالره
د لاتيني امريکا د دغه يوټيوب چينل چلوونکي تر ۳،۳ څخه زيات فالوورز لري. د جرمن جرمينډيا ډله درې بېل د يوټيوب چينلونه چلوي.
۷ ـ ماركيپليئر، ۵،۵ مليونه ډالره
د ماركيپلير اصلي نوم مارک فِشباخ دی. د نوموړي چينل تقريبا ۱۵ مليونه سبسكرائبران يا دايمي کتونکي لري.
۶ ـ ټايلر اوکلی، ۶ مليونه ډالره
ټايلر پر يوټيوب يو کاميدي پروګرام چلوي چي دغه چينل تقريبا ۸ مليونه کتونکي لري.
۵ ـ روسانا پینسینو، ۶ مليونه ډالره
روسانا د يوټيوب په خپل چينل کي خلکو ته پخلی ورښيي. نوموړې د دغو غذاؤ په هکله خلکو ته ساينسي معلومات هم ورکوي. د هغې څو شمېر کتابونه چاپ سوي دي.
۴ ـ سموش، ۷ مليونه ډالره
ایان ہیككس او انتوني پیډلا د کوچنيوالي راهيسي سره ملګري دي. دوی په ګډه ۵ د يوټيوب چېنلونه چلوي چي له دغو څخه يو يې د سموش په نوم چينل هم دی. دغو دوستانو يو فلم هم جوړ کړی دی.
۳ ـ للي سنګھ، ۷،۵ مليونه ډالره
هندي الاصله کاميدي جوړونکې للی په کاناډا کي ژوند کوي. هغه د سوپر وومن په نوم پر يوټيوب يو چېنل چلوي چي تقريبا لس مليونه دايمي کتونکي لري.
۲ ـ رومن اېټ ؤډ، ۸ مليونه ډالره
د رومن اېټ ؤډ په نوم دغه ځوان د «سمايل مور» يا زياته موسکا وکړئ په نوم چېنل چلوي. هغه تر ۱۰ مليونو څخه زيات کتونکي لري. نوموړی د خلکو سره ټوکي کوي او ويډيوګانې يې پر خپل يوټيوب چېنل خپروي.
۱ ـ پيوډي پايې، ۱۵ مليونه ډالره
د سوېډن سره تړاو درلودونکی پيوډي پايي تقريبا ۵ مليونه کتونکي لري. د هغه اصلي نوم فيلکس ارويډ کيلبرګ دی.