انځورونه: ايا خپل بشري حقونه پېژنئ؟
۱۳۹۵ آذر ۲۰, شنبهانځورونه: ايا خپل بشري حقونه پېژنئ؟
د «بشر د حقونو اعلامیه» د ټولو ولسونو او ملتونو گډ ارمان دی او د ۱۹۴۸م کال د ډسمبر پر لسمه تصویب سوې ده. د ملګرو ملتونو ټول غړي هیوادونه د دغي اعلامیې په منلو باندي مکلف دي. انځوريز البوم دلته وګورئ:
اوله ماده: ازادي،مساوات، وروري
ټوله انسانان د کرامت او حقوقو د لحاظه ازاد او مساوي دي. د ملګرو ملتو غړو هیوادونو دیوه ۳۰ فقره اي منشور د ترتیبولو پواسطه وغوښتل چي« په ډیرو ازادیو سره د اجتماعي پرمختگونو او ښه ژوندانه د شرایطو دمهیا کولو» حمایه وکړي.
دوهمه ماده: تبعیض منع دی
ټوله حقوق او ازادي گاني د نړئ دټولو انسانانو دپاره یو ډول اعتبار لري، بیله د هغوی د نژاد،د پوست رنگ، جنسیت، ژبي،دین، سیاسي او یا نورو جهان بینیو ،ملي او یا اجتماعي منشأ ، سرمایې، دزیږیدو ځای او نورو وضعیتونو څخه.
دریمه، څلورمه، پنځمه ماده: دژوندانه او ازدۍ حق
«هر څوک په خپل ژوندانه کي د ازادۍ او شخصي امنیت حق لري.(دریمه ماده) «هیڅوک باید په غلامۍ او بندگۍ کي ونه ساتل سي.»(څلرمه ماده) «هیڅوک نباید د شکنجې یا بد رفتار،غیر انساني او یا تحقیر آمیزه عمل او یا جزأ سره مخامخ سي.» (پنځمه ماده)
د۶ څخه تر ۱۲ مادې پوري: د قوانینو په مقابل کي مساوات او برابري
«هرڅوک د عادلانه محاکمې او قانوني حمایې حق لري.((شپږمه، اتمه، ۱۰، ۱۲ماده) او «تر هغو پوري چي یې جرم ثابت سوئ نه وي، بېگناه بلل کیږي.»(۱۱ ماده)،« ټوله انسانان د قانون په مقابل کي مساوي دي» (۷ ماده)،«هیڅوک اجازه نلري، چي په ظالمانه ډول ونیول ، بندي او یا تبعید سي.»(۹ ماده)
دیارلسمه، ۱۴، ۱۵ ماده: هیڅوک غیرقانوني ندی
«هرڅوک حق لري د یوه هیواد په داخل کي په ازادانه ډول سفر وکړي او هرځای چي غواړي د خپل اقامت او اوسیدو ځای تعین کړي.«هر څوک حق لري د هر هیواد څخه ووزي.»(۱۳ ماده)،«هرڅوک حق لري په نورو هيوادو کي د سیاسي تعقیب له کبله پناهندگي ورکړي او ورڅخه مستفید سي.«۱۴ ماده)،«هرڅوک د تابعیت حق لري.»(۱۵ ماده)
۱۶ ماده: د جبري واده څخه ساتنه
نارینه اوښځي تر وداه دمخه او وروسته سره مساوي حقوق لري. واده «یوازي د ازادي او ناحدودي مشترکي ارادې او توافق پراساس باندي تر سره کیدلای سي. جوړي سوي دغه کورنۍ د جامعې او دولت د حمایې حق لري.»
۱۷ ماده: د ملکیت حق
«هرڅوک دشخصي او یا نورو سره په شراکت د ملکیت حق لري.»( ۱۷ ماده،اوله فقره)،«د هیچا څخه په جابرانه ډول سره د ملکیت د اخیستلو او سلبولو اجازه نسته.» ( ۱۷ ماده،دوهمه فقره)
۱۸، ۱۹،۲۰ ماده: د آزادي عقیدې حق
«هرڅوک د آزاد فکر، وجدان او دین حق لري.» ۱۸ ماده،«هرڅوک د آزادي عقیدې او بیان حق لري.» ۱۹ ماده،« ټول انسانان حق لري په مسالمت آمیزه ډول اجتماع وکړي او په جریانونو کي شامل سي.» ۲۰ ماده
۲۱،۲۲ماده: د مشارکت حق
« هرڅوک حق لري د خپل هیواد په عمومي اداره کي په مستقیم او یا غیرمستقیم ډول د خپلو ازادو انتخاب سوو وکیلانو د لاري شرکت وکړي.» ۲۱ ماده،« هرڅوک د «اجتماعي امنیت» حق لري. همدارنگه د اقتصادي، اجتماعي او کلتوري حقونو خاوند دی، چي دکرامت او حیثیت پخاطر یې ورڅخه انصراف نسي کیدلای.» ۲۲ ماده
۲۳،۲۴ ماده: د کار حق
« هرڅوک اجازه لري کار وکړي.»،« هرڅوک د مساوي کار په مقابل کي د مساوي معاش حق لري.»،« هرڅوک چي کارکوي د عادلانه او منصفانه معاش مستحق دی.»،«او اجازه لري په یوه اتحادیه کي شامل سي.» ۲۳ ماده،« هرڅوک د رخصتۍ حق لري.» ۲۴ ماده
۲۵ ماده:یو شرافتمندانه ژوند
« هرڅوک دداسي یوه معیاري ژوندانه حق لري، چي دده او کورنۍ صحت او سلامتیا یې تضمین کړي، د هغې جملې څخه غذا، لباس، کور، طبي پالنه او اجتماعي خدمات ضروري دي.»،«میندي او اولادونه یې د خاص مراقبت او حمایې مستحق دي.»
۲۶ ماده: د تعلیم حق
«هرڅوک د تعلیم او تربیې حق لري» «ابتدايي مکتب باید دټولو دپاره جبري او مفت وي.»،«تعلیم او تحصیل باید د انسان د شخصیت د تکمیلیدو سره کومک وکړي او د بشر حقوقو ته په احترام باندي تمرکز ولري.»
۲۷ ماده: د علم او هنر حق
«هرڅوک حق لري د جامعې په کلتوري ژوندانه کي آزادانه برخه واخلي، د هنر څخه برخه من سي او په علمي پرمختگونو کي شرکت وکړي.»،« د هرچا د«علمي،ادبي او هنري آثارو د تألیف او ترجمې قانوني حمایه باید وسي.» نن ورځ بیا دډيرو ډیجیتلي آثارو نشریدل شخړه ایزدي.
۲۸،۲۹،۳۰ ماده: غیرقابل تقسیم حقونه
«هرڅوک د اجتماعي او بين امللي نظم حق لري، چي په هغه کي حقوق او ازادي گاني په مکمل ډول تأمینیدلای سي.» ۲۸ ماده،«هرڅوک د ټولني په مقابل کي مکلفیتونه او وظایف لري.» ۲۹ ماده،« هیڅ دولت، ډله او یا شخص اجازه نلري، داسي کار تر سره کړي، چي د ټولني عمومي حقوق او ازادي گاني محدودي کړي.»
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (19.09.2016):
بشري حقونه او وطن د «بې سرحده فلمونو» د فستیوال دوې موضوع ګانې
سږ کال د «بې سرحده فلمونو» فستيوال د بشري حقونه او وطن د موضوع ترعنوان لاندې، د سپتمبر له ۱۵ تر ۱۸ پوري جوړ شوی وو. له اسرائیلو، تونس او ازربایجان څخه د فلمونو دغه فستيوال د جرمني په ختيځ کښې ښه بدرګه شو.
سونيتا
دغي افغاني نجلۍ غوښتل چې د رپ سندرو وتلې سندرغاړې شي او کورنۍ یې غوښتل چې هغه د پیسو په بدل کې واده کړي. هغې په تهران کښې د مهاجرت ژوند کاوه، له خپل ځانه یې دفاع وکړه او د جبري ودونو پر ضد یې د رپ شعرونو په ویلو پیل وکړ. پر دغې ۲۰ کلني نجلۍ چې د ښځو د حقونو فعاله هم ده، رخساره قایم مقامي، يوې ایرانۍ فلم جوړونکې يو مستند فلم جوړ کړی دی.
کافه والدْلوفت
د المان په جنوب کښې د برشتس ګاډن د ښار په یوه پخواني هوټل کښې ځايي خلک، سیلانیان او مهاجرین یو له بل سره ملاقاتونه کوي. داسې ملاقاتونه چې پکښې کله نا کله ستونزې هم را پيدا کیږي. دغه مستند فلم، ماتياس کوسمیل، جوړ کړی او پکښې ښوول شوي چې مهاجرين باید څه وکړي، څو په کوربه ټولنه کښې مدغم شي؟
د هادي واده
یوازې «هادي» د محمد بن عطيه فلم تونسی لوبغاړی په دې باور لري چې هرڅه له وړاندي نه ټاکل کیږي. هغه له هغې نجلۍ سره واده کوي چې د دوی په کلي کښې ژوند کوي او مور یې ورته خوښه کړې ده. خو هر څه هغه وخت بدلون مومي چې په یوه رسمي سفر کښې د سيلانيانو پر ېوې لارښودې مينيږي. دغه فلم د دود، خپلواکۍ او خوښيو کیسه کوي.
د چرنوبیل بابوشکې (آنا گاني)
په هانا کې تر اټومي پيښې ۳۰ کاله وروسته، والینتینا او ماریا مجبوره کیږي چې خپل کلی پریږدي. اوس هغوی بیرته خپلو کورنو ته ستنې شوي دي. هغه ځای چې ژوند پکښې ډېر اسانه ښکاري خو دغه سيمه په راډیو اکتیو موادو ککړه ده. د دې ستونزي ترڅنګ، هغوی ته په خپل کلي کښې ژوند کول ترټولو ستره خوښي ده. دغه د هالي موریس د فلم کیسه ده.
فریدلند
فلم جوړونکې فراوکه زاندیګ د آلمان په زاکسن ایالت کښې یوه موقتي کمپ ته کتنه کړې ده. تر دوهم نړیوال جنګ وروسته د میلیونونو الماني بې کوره شویو کسانو له پاره د اوسیدو دغه لومړنی کمپ وو. اوس هم له دغه کمپ څخه د نويو راغلو مهاجرو له پاره کار اخيستل کیږي. په دې فلم کښې ښوول شوې چې څنګه د هغه وخت د مهاجرو هيلي د اوس وخت د مهاجرو له هيلو سره ورته والی لري.
څوک به پر ما مین وي
سار خپله مذهبي کورنۍ په اسرائیلو کښې یوازې پریږدي، څو په لندن کښې د خپل همجنس بازه ژوند له پاره خپلواکه وي. هغه تر حد زيات په جنسي اړیکو او نشيي موادو اخته کیږي او په پای کښې په ایډز ناروغۍ اخته کیږي. سار مجبوریږي چې خپلې لارې بیلې کړي. وروسته له هغه چې په لندن کښې د همجنس بازانو له یوې ډلې (London Gay Men's Chorus) سره یوځای شي، هغه له خپلې کورنۍ سره بیرته د یوځای کیدو په هکله فکر کوي.
«سپېڅلې غوا»
تپدیق یو کروندګر دی چې له اروپا څخه یوه شیدې ورکوونکې غوا اخلي، څو ژوند یې ښه شي. مدونا «د غوا نوم» د ازربایجان په یوه غرنیز کلي کښې د ځايي خلکو ترمنځ ډيري ستونزي پيښوي. هغه د کلي د خلکو نه خوښیږي. په دې فلم کښې ښوول شوي چې هغه وخت چې د چا شخصي غوښتنې له دود سره ټکر وکړي، څه پيښيږي؟ د امام حسنوف له ټوکو او طنزونو ډک دغه فلم دې پوښتنو ته ځواب وايي.