انځورونه: د ۲۰۱۶ کال د ليدلو وړ ورزشي صحنې
۱۳۹۵ دی ۸, چهارشنبهانځورونه: د ۲۰۱۶ کال د ليدلو وړ ورزشي صحنې
په ريو کې بيرغ ليږدونکې له غوړ بدن سره او نوي ريکارد کې د جګو پوندو لرونکو بوټان د دې ټولګې د ليدلو وړ عکسونه دي. ټول انځورونه دلته کتلای شئ:
سړې له غوړ بدن سره
په ريو کې د ۲۰۱۶ کال د المپيک لوبو په پرانیستنه کې هيچا د تاوفاتوفاو په څير د لیدونکو نظر خپلې خواته نه وو اړولې. هغه چې د کوچنې هېواد تونګا څخه د تکواندو په رشته کې ورزش کونکې دې،په خپل غوړ بدن سره يې د خپل هېواد بیرق پر اوږه ليږداوه. په نظر کې ده چې د ۲۰۱۸ کال د المپيک په ژمنيو ورزشی لوبو کي هم ګډون وکړي.
دغه بوټان خطر ناکه وسله ده
ژاکلين هاګمن وکولې شول چې په ۲۰۱۶ کال کې نوې ريکارد پر خپل نوم ثبت کړي. هغي په جګو پوندو لرونکو بوټانو سره په ۹۰ ثانیو کی ۳۷ پوکڼۍ له خپل سر نه پورته په هوا کې وچولې. هاګمن توکواندو لوبه کې د آلمان د هامبورک له ښار څخه ورزش کونکي ده. .
د آسپ او سپرلۍ تر منځ "د نظر توپير"
په برازیل کې د المپیک په لوبو کې دغه ټوپ وهل د ننداره کونکو له پاره د خندا وړ وو. برازیلی ورزش کونکي "روي فونسکو"ددې پر ځاي چې د خپل آسپ له سره ټوپ ووهي،په يوازي ډول يې دا کار وکړ او پر زمکه راپريوت.
پر څپو ريښتیني لاهوکونکې
په سان ديګو کې د سيند پر څپو د سپو د لاهو کيدلو په مسا بقه کې د " کونا کاي" په نامه سبې په دي وتوانيد چې د مسابقي تر پايه د خپلې تختې پر سر پاتې شي،خو خاوند يې دده په څير ښه چانس نه درلود.
بي خاونده زین
"بیخاونده " زين په ريو کې د ښځو بايسکل چلولو په مسابقه کې له آلمان څخه ميرمن کريستینا فوګل په ناڅاپي ډول د بايسکل زين ترينه ولوید خو له چلولو نه په شا نه شوه او وی کولې شول د سرو زرو مدال وګټی. دغه زين د آلمان د بیرق په رنګ وو.
له ګيډې څخه د "ژغورنی" تاوه شوي کړۍ
د اتوپيای لامبوزن روبل کیروس، له پاره په ظاهر کي د بدن جوړښت دومره ارزښت نه لري. هغه په ريو کی د المپيک په ۱۰۰ متری مسابقو کي ګډون وکړ،که څه هم د ټولو ګډون کونکو په منځ کي اخري شو،خو له ګيډي څخه يې د تاوی شوي وازدی په برکت د اوبو پر سر پاتی شو.
په بوټانو یا موزو کې د شامپاين څکل
په بوټانو یا موزو کې د شامپاين څکل دغه شامپاین به ضرور عجيبه او ناوړه بوی ولری. ايټالوي موټر سایکل چلونکي والنتینو روسی وروسته د ستری چايزی سان مارینو له ګټلو څخه خپلې موزي له پښو وويستی او له هغاي څخه يې د شرابو د ګيلاس په څير کار واخيست
د جال په دروازه کی زوړند
د ايتالې د ملي ټيم د دروازي ساتونکې جانلوییجی بوفون، په فرانسه کي د اروپا د اتلوالۍ لوبو کي د بلژيک تر وړاندی دوه صفر د لوبو په ګټلو کې ،له ډيري خوشالۍ نه په جال کې زوړند شو. هغه په اصل کې هوډ درلود چې په دروزاه کې زوړند شی خو وي نه شو کولاي او په وروستۍ شيته کی بيرته په شا باندی لوند خيشت د جال په منځ کی ولوید.
دولسم سړې
د ټولو امنيتي تدابيرو سره سره د اروياي لوبو په بهير کي دغه پرتګاللې ځوان وتوانيد د پرتګال او ويليز تر منځ لوبې څخه تر مخه د څارونکو له منځه تير شی، د خپلې خوښی فوټباليس کريستينا رونالدو سره ودريږي او عکس واخلي.
لومړې تار او بیا پطلون
کله چې زینالدین زیدان په قاريږي نو يوازي خپل ګريوان نه شوکوي. په مانچستر کي د لوبو نيماي پايله کي د ريال مادريد مربي بي حوصلې کیږی او ورپسی يې پطلون هم شليږي. دوه اونۍ تر مخه ورته پيښه "وی اف ال وولفسبورگ" سره هم پيښيږی. په دې اړه د زيدان غبرګون : «مهمه مسئله نه ده لازمه نه زما د پطلون په اړه فکر وکړئ »
بایرن منشنیان تر پټو لاندي
په رستوف کي اف سی بايرن داتلوالۍ لوبه کي د آلمان ټيم لوبغاړو د روسې سخت سړه هوا په پشمي پټو ګانو سره وزغمله. له بايرن څخه لوبغاړو پټو ګان له ځانه تاو کړي او د لوبي په حال کی ول،چې د روستوف له ټيم څخه يې ماتي نوخوړله.
اییییییی، توپ!
اییییییی، توپ! په حقيقت کي د بروسییا دورتموند د فوټبال د ټيم لوبغاړې پییر امریک اوبامیانگ، له توپ سره لوبي کولو څخه پيسی ؛ګټي.خو داسی ښکاری چې په لوبه کي له "هرتا بیاسسی" سره اصلا نه غواړي له توپ سره سر او کار ولري او يا کیداي شی د نڅا په فکر کی وي.
له هدف څخه لږ پورته
نه، دغه توپ اوبامیانگ نه دې شوت کړې د"کریستال پالاس" او "ساوثهامپتون"د پريمرلیګ په لوبو کې توپ د ننداره کونکو ناستی پر چت باندی ولويد،البته چې د لږ وخت له پاره. توپ دري ځلې هم د "ساوثهامپتون" دروازی ته ننوت.
کيسه برانو ته پام وکړۍ
حتي د ريفرانو له لاسه هم امان نه شته. د باسکتبال اروپای ليګ لوبو کې چې د ريال مادرید او زالگیریس کائوناس لیتوانی تر منځ وو ، د ميدان د شپيلق وهونکي لاس په ښکاره ډول د مربي په جيب کې ننوتې.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (25.12.2016):
په آسيا کې ۲۰۱۶ کال کې څه تير شول؟
شمالي کوريا د دوو اتومي آزموينو په ترسره کولو نړي کې د اذهانو د مخشوشولو هڅې وکړئ، سخت دريځه رودريګو دوتيرتي د فلیپین ولسمشر شو او د طالبانو مشر ملا منصور د ډرون په حمله کې ووژل شو.
نه مياشتو کې دوه هستوي آزموينې
شمالي کوريا د جنورۍ په شپږمه د هايدروجني بم، په فبرورۍ کې د لرې واټن وهونکي راکټ او د سپټامبر په نهمه يې بله هستوې ازموينه ترسره کړه. دا تر اوسه پورې تر ټولو ځواکمنه هستوې آزموينه ښودل شوې ده. د امنيت شورا د دغه کار په غبرګون کې پر شمالي کوريا خپل بندويزونه نور هم سخت کړل.
میانمار کې د ځواک تاريخې ليږد
په ميانمار کې وروسته د پنځوسو کلونو د ۲۰۱۶ کال د مارچ په ديرشمه د لمړي ځل لپاره حکومتي واک يو غير پوځي شخصيت تن جوني ته وسپارل شو. دا د تن جوني د تحليف ادا کولو د مراسمو انځور دی.
فلپین کې د سخت دريڅه ديوتيرتي بريا
په فلپين کې تر ټولو سخت دريځه سياستوال رودریګو ديوتيرني د می مياشتې په پنځمه د ولسمشرۍ ټاکنې وګټلې. هغه له بريا وروسته په جون مياشت کې يوه وينا کې خلکو ته سپارښتنه وکړه چې د مخدره توکو کاروباريان او معتادان ووژنۍ د ديوتيرتي دغې وينا جنجالونه رابرسيره کړل. د فلپين امنيتي ادارو تر اوسه په زرونو کسان وژلي دي.
په تايوان کې لمړنۍ ښځينه ولسمشره
په تايوان کې د لمړي ځل لپاره يوه ښځه منتخبه ولسشمره شوه. سائي اينګ ون د ۲۰۱۶ کال د جنورۍ په ۱۶مه نيټه دغه ټاکنې وګټلې. هغه له چين سره د ښو اړيکو لرلو له بابته انديښمنه ده. ون د امريکا د نوي انتخاب شوي ولسمشر دونالد ترمپ سره په ټيلفوني خبرو کې هم د چين په اړه خپله غوصه ښکاره کړې وه.
د ملا اختر منصور وژنه
په اسيا کې د ۲۰۱۶ کال له پيښو څخه يوه هم د طالبانو د مشر ملا اختر منصور وژنه ده. ملا منصور په می مياشت کې د افغانستان او پاکستان تر منځ سيمه کې د امريکايي ډرون طيارې په حمله کې ووژل شو. ملا منصور د طالبان د لمړني مشر ملا عمر د مړينې له اعلانه وروسته، د دغې ډلې مشر ټاکل شوی وو.
د چين په سويل کې د سمندري ملکيتونو دعواوې
هاګ نړېوالې محکمې د فلپين په غوښتنه، د چين په سويل کې د سمندري ملکيت پر موضوع د چين خلاف فیصله واوروله. چين دغه فیصله رد کړه. چين د لمړي ځل لپاره د ۱۹۴۰ مې لسيزه کې د چين په سويل کې پر يوه ټاپو د ملکيت ادعا وکړه.
سامسونګ ګلکسي ۷
د موبايلونو جوړونکی کوريايي شرکت سامسونګ، سږکال د ايپل شرکت سره په رقابت کې خپل ګلکسي ۷ ماډل موبايل بازار ته وړاندې کړ. خو بازار ته په راتلو سم، دغو موبايلونو کې تخنيکي ستونزې راووتي. ستونزه تر ډيره د بطريو وه، چې له وجې يېموبايلونه وسوځيدل او حتې وچوديدل. سامسونګ په دې کار سره سمدلاسه د ګلکسي ۷ توليد بند کړ.
مدر تريسا ته د مقدسې مور لقب
پاپ فرانسیس، د سپټمبر په څلورمه مدر تريسا ته د کاتوليکانو د مقدسي مور لقب ورکړ. پاپ فرانسيس مدر تريسا ته دغه لقب د هغې له مړينې څخه ۱۹ کاله وروسته په يوه غونډه کې چې له يو لک څخه زياتو کسانو په کې ګډون لاره ورکړ. مدر تريسا د بشر لپاره يوه ستره خدمتګاره ښځه بلل شوې، هغې د تريسا کلکته په نوم په ۱۹۷۹ کال کې د امن نوبل جايزه هم ګټلې وه.
ټايلنديانو خپل اويا کلن پاچا له لاسه ورکړ
د اکتوبر په ۱۳مه د ټايلند پاچا، بهومي يون ادن په پلازمينه بنکاک کې د اتيا کلونو په عمر ومړ. هغه له اويا کلونو څخه زيات د تايلند د پاچايي پر تخت حکم وچلاوه چې په دې ترتيب د نړي تر ټولو د اوږدې مودې پاچا بلل شوی دی. د بهومي پون ادن مړينه د ټايلنډیانو لپاره ستره غميزه وه.
په کوئټه کې خونړۍ پيښې
د اکتوبر په ۲۴مه څو ځانمرګو بريدګرو د پاکستان په کوئټه کې د پوليسو پر يوه روزنيز مرکز بريد وکړ. په بريد کې د پوليسو شپيته تنه منسوبان ووژل شول. له دې پيښې څو ورځې دمخه د کوئټې په يوه روغتون کې هم يو خونړی ځانمرګی بريد شوی وو چې ۷۳ تنه په کې وژل شوي ول.
د مودي يوه حيرانونکې پريکړه
د هندوستان ولسشمر نريندرا مودي د نوامبر په نهمه د هندي کلدارو د ۵۰۰ او ۱۰۰۰ نوټونه ناچل اعلان کړل. مودي وويل چې دغه پريکړه یې د فساد د مخنيوي په موخه کړې ده. پر ځای یې د نويو ۵۰۰ ګون او ۲۰۰۰ ګون نوټونو د چاپ امر ورکړ. د زړو پيسو د تبديلۍ پر وخت څو اوونۍ هند کې خلک مصروف ول.
مزار شريف کې د آلمان پر قونسلګرۍ بريد
د دسامبر پر لسمه، وسلوالو طالبانو د افغانستان په شمال مزارشریف ښار کې د آلمان پر قونسلګرۍ د موټر بم بريد وکړ. په دغې پيښې کې د ملکيانو په ګډون لږ ترلږه ۴ کسان ووژل شول. آلمان وروسته له دغې پيښې خپله قونسلګري مارمل کمپ ته انتقال کړه. مارمل په شمال کې د نړيوالو ځواکونو ستره اډه ده. په افغانستان کې د المان ډیری سرتيري په همدې اډه کې میشت دي.
جنوبي کوريا کې سياسي کړکيچ
له اکتوبر مياشتې راپديخوا په جنوبي کوريا کې سیاسي وضعيت ښه ندی. په زرونو خلک هره اوونۍ حکومت کې د اداري فساد د شتون له امله واټونو ته راووځي او احتجاجونه کوي. احتجاج کونکي له ادارو څخه د ګڼ شمير کسانو د لرې کولو غوښتنه کوي.
آلمان کې د افغان مهاجرو غوښتنې
په ۲۰۱۶ کال کې د آلمان په مختلفو ښارونو افغان مهاجرو د ديپورت خلاف مظاهرې وکړې. دوی ويل چې افغانستان امن ندی. آلمان د همدې کال د دسامبر په ۱۴ مه له فرانکفورت ښار څخه ۳۴ تنه رد شوي افغان مهاجر بيرته کابل ته واستول.