انځورونه: ۱۷ کلنه سعيده د مرګ او ژوند تر منځ
۱۳۹۵ آذر ۲۱, یکشنبهیمن: له مرګ څخه د ژوند پر لور د سعیده سفر
په جګړه ځپلي هیواد یمن کې ۱۸ کلنه سعیده د خوارځواکۍ ښکار ده. دغه انځورونه د هغې تر وخت مخکي مرګ څخه د ژوند پر لور د سفر کیسه بیانوي.
د کړاوونو خطرناک ثبوت
د سره بحیرې په ساحل کې د الحدیده په ښار کې د اتلس کلنې سعیدې اخیستل شوی دغه انځور د هغې د ژوند دردونکي وضعیت کیسه بیانوي. دغه انځور پر دې هم دلالت کوي چې په دغه سیمه کې د خوراکي توکو د کمښت له امله انساني ناورین د زیږیدو په درشل کې دی.
یوه خندا
سعیده پلازمېنه صنعاء ته لیږدول شوې وه. په روغتون کې تر څو اونۍ تیرولو وروسته هغه لږ تر لږه د خندا کولو شوې وه. د خوراک د کمې له امله په دې وخت کې هم خبرې کول د هغې له پاره یو ستونزمن کار وو. د سعیدې مور پلار اوس هم پریشانه دي، ځکه سعیده تر اوسه پورې یوازې طبي خواړه خوري.
د ټول عمر رنځ او ناروغي
کله چې سعیده روغتون ته راوړل شوه، نو هغې حتی خپلې سترګې هم نه شوې خلاصولې. د داکترانو په خبره د سعیدې بدن ته دومره زیان رسیدلی دی چې هډوکې یې هیڅ کله هم خپل نورمال حالت ته نه شي راګرځیدلی.
بالاخره په وژن کې زیاتوالی
د سعیدې پلار احمد له خپلې لور سره په روغتون کې پاتې کیږي. هغه وایې چې اوس یې د لور وزن ۱۶ کیلو ګرامه شوی دی. کله چې سعیده روغتون ته راوستل شوې وه، وزن یې ۱۱ کیلوګرامه وو. د ۲۰۱۵ کال له مارچ میاشتې څخه مخکې د هغې وضعه دومره خرابه نه وه، خو د یمن د کړکیچ، ولږې او غربت او په دې هیواد کې د کورنیو کشمکشونو له امله د هغې حالت نور هم خراب شو.
خوار ځواکي
د ملګرو ملتونو د اټکلونو له مخې د یمن د نږدې ۲۸ میلیونه وګړو څخه شاوخوا نیمایې یې د خوراکي موادو د کمښت له ستونزې سره لاس او ګریوان دي. د دغه هیواد ۷ میلیونه نفوس چې د یوه وخت ډوډۍ وخوري بیا نو نه پوهیږي چې بل وخت به کله ترلاسه کوي.
سعیده له روغتون څخه د باندې
د جګړو له امله تر ټولو بی وزله عربي هیواد(یمن) د قحطۍ په درشل کې دی، دا په داسې حال کې چې د بې کوره شوو کسانو شمیر له دریو میلیونو هم زیات شوی دی. تعز او الحدیده هغه ولایتونه دي چې په دغه جګړه کې تر ټولو زیات زیان ورته اوښتې دی.
د خوراکي توکو د کمښت یو دلیل
د یمن د جګړې په پيل کې دغه هیواد ته د تلونکو او راتلونکو بیړیو پر تګ راتګ بندیز لګول شوی وو. د یمن ساحلونو ته د خوراکي توکو لیږدونکو کیشتیو په تګ راتګ کې د پام وړ یعنې د پخوا په پرتله سم نیمایې کموالی رامنځته شوی.
دلته هم پام وکړئ
یمني ښځو د خوراکي توکو د کمښت له امله په خوارځواکي د اخته ماشومانو انځورونه پورته کړي دي. تر اوسه پورې د یمن په جګړه کې لږ تر لږه ۱۰۰۰۰ انسانان وژل شوي دي.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (05.02.2016):
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (22.04.2016):
گرمي او وچکالي په هند کي
د هند د نفوس یو پر څلورمه برخه له لوږې سره مخامخ دی: د هند د حکومتي معلوماتو له مخې تر ۳۳۰ میلیونو زیات هندیان له سختې وچکالۍ څخه اغیزمن شوي دي. په ډیرو ایالتونو کې د انسانانو، حیواناتو او پټیو له پاره اوبه نه شته.
د گرمۍ څپه
د هند ډیر شمیر سیمې د وژونکې گرمۍ له څپې سره مخامخ دي. ۱۶۰ کسان تر ټولو زیات بزگران، په پټو کې کارکوونکي تر اوسه د گرمۍ له کبله مړه شوي دي، یوه دولس کلنه نجلۍ هم د اوبو د راوړلو پر مهال مړه شوې ده. په انځور کې دغه سړی په گجرات ایالت کې د چترۍ په واسطه ځان له لمر څخه ساتي.
د اوبو کمښت
د هند په نیمه قاره کې اورښتونه آن په جون میاشتې کې پيلیږي. په وچکالۍ ځپلو سیمو کې په سلگونو د اوبو ټانکونه د اوبو رسولو هڅه کوي. د گجرات ایالت په دغه سیمه کې د یوه کلي ښځې د څښاک د پاکو اوبو له پاره راټولو شوي دي. په هرو لسو ورځو کې یو ځل په نل کې اوبه راځي.
د څښاک اوبه
په ځینو سیمو کې آن اورگاډي د سختې اړتیا په صورت کې اوبه راوړي. د یوه کلي دغه اوسیدونکي د اورگاډي له تم ځای څخه د اوبو له ډکو لوښو سره بیرته د کورونو پر لور روان دي. باید د راتلونکي ورځې له پاره اوبه پوره کړي.
وچې شوې څاه گانې
د پرله پسې وچکالۍ له کبله، تر ځمکې د لاندې د اوبو سطحه هم ټيټه شوې ده. په کورونو کې دننه ډیر څاه گانې لکه په انځور کې چې د ممبۍ یوه څاه لیدل کیږي، وچې شوي دي. خو له دې سره سره هم اوسیدونکي هڅه کوي چې په ژوره کې پاتې وروستۍ اوبه تر لاسه کړي.
په بیړني حالت کې د اوبو غلا
په گجرات ایالت کې د اومرالا کلی، د کالوبار د سیند چې سل کیلومتره اوږدوالی لري پر غاړه پروت دی. چې د دغې سیمې د زراعت له پاره د اوبو یوازینۍ منبع ده. دغه سیند هم اوچ شوی دی. اوس کلیوال له یوه کانال څخه په غیر قانوني توگه اوبه راباسي.
سخته تنده
د تودوخې د لوړې درجې په پام کې نیولو پرته، ډیری هندي وگړي تر سور لمر لاندې کار کولو ته مجبور دي. لکه د هند په شمالي ښار چندي گړهـ کې د غلې په بازار کې دغه خلک.
په ښارونو کې د گرمۍ څپه
له اوونیو راهیسې د هند په سویل او ختیځ کې د گرمۍ څپه ادامه لري. په ډیر شمیر سیمو کې تودوخه د سانتي گراد تر ۴۵ درجو اوښتې ده. په سوزونکي گرمۍ کې پر قیر شوو سړکونو حرکت کوونکې موټرې او موټرسایکلې داسې ښکاري لکه ارواح گانې.
هوسایي...
په انځور کې لیدل کیږي چې یو کس سهار وختي له مات شوي نل شوي نل څخه پر بهیدونکو اوبو لامبي.
په افریقا کې وچکالي: ویره، لوږه او تنده
افريقا د نه باران او بې فصلتوب له کبله ۱۴ ميليونه انسانان د وچکالۍ له سخت بحران سره مخامخ دي. په ځانگړې توگه په ایتوپیا کې وضعیت خراب دی.
دغه ډبې خالي دي او هيچيري هم یو څاڅکی اوبه نه شته. ایتوپیا په تیرو ۳۰ کلونو کې له سختې وچکالۍ سره مخامخ دی او څو میاشتې باران نه دی شوی. ملگري ملتونه وایي چې لس میلیونه انسانان خوراکي مرستو ته اړتیا لري او که مرسته ونه شي دغه شمېر به دوه برابره شي. د افریقا په نورو برخو کې هم وضعیت بې ثباته دی.
د ایتوپیا زیاتره خلک خپله گوزاره له حاصلاتو او څارویو پوره کوي د آفار د سیمي یوه اوسیدونکې وایي: «وروستی وار چې باران شوی وو نو د روژې میاشت وه.» خو روژه د تیر کال په جولای میاشت کې وه. تر هغه وروسته بیا باران نه دی شوی. زیاتره وخت څاروي مري.
وچکالي د ۱۹۸۴م کال یاد تازه کوي. هغه مهال وچکالۍ او قحطۍ تر یوه میلیون زيات انسانان ووژل. اوس دغه هیواد یووار بیا د خوراکي موادو له کمښت سره مخامخ دی. تر ټولو زیات ماشومان له دغه وضعیت څخه کړیږي. د ایتوپیا حکومت وایي چې ۴۰۰ زره نجوني او هلکان د خوراک له کمښت سره مخامخ دي او طبي پاملرني ته اړتیا لري.
په زمبابوې کې هم د جوارو حاصل خراب دی. د یوه ښه حاصل پر ځای وږی یوازي څو دانې جوار لري. یو علت یې هم د النینو په نوم د موسمي پدیدي راستنیدل دي.
دغه ستومانه غوا په ډیر مشکل سره درېدلای شي. د زمبابوې د یوې سیمي بزگران د هغې د راپاڅیدو او حرکت کولو له پاره خپلې ټولي هڅې کوي. په زمبابوي کې په ۲۰۱۵م کال کې تر هغه دمخه کال په پرتله نیمایي باران شوی دی. ځمکې وچې دي.
په عادي ډول دا هغه ځای دی چې څوک پکښې کښیناستلای یا دریدلای نه شي. د هغه علت «بلیک امفولوزي» سیند دی. خو د سویلي افریقا په شمال ختیځ ښار دربان کې دغه سیند وچ شوی دی. ځایي اوسیدونکو د دغه سیند په منځ کې یو کوهی ایستلی دی چې له هغې څخه اوبه راباسي.
د مالاوي هیواد هم له وچکالۍ څخه کړیږي. د دغه هیواد پلازمېنې لیلونگوه، ته څیرمه یوه بازار کې بیې لوړي شوي دي.د بیلگې په توگه جوار. ښه حاصلات نه ول شوي او اوس باید خوراکي مواد راوارد شي، څو د خوراکي توکو کمښت پوره شي. ځایي خلک په سختۍ سره کولای شي چې هغه بیه ادا کړي چې غوښتنه یې کیږي.