انځوريز راپور: د مهاجرت بحران په آلمان کي
۱۳۹۵ آذر ۲۰, شنبهانځوريز راپور: مهاجرت په آلمان کي
يوه تازه نظر سنجي ښيي چې اوس وخت آلمانيانو لپاره تر ټولو ستره ستونزه د مهاجرت مسئله ده. د نظرپوښتنې اکثرو ګډونوالو له حکومته غوښتي چې پر مهاجرو دې مصارف کم او شرایط یې سخت کړي.
آلماني ټولنې کې ادغاميدل، آسانه که ګران؟
د «فورشونګسګروپه والن» موسسې لخوا تازه د ترسره شوي ټولپوښتنه ۵۸ سلنه ځواب ورکونکي (آلمانيان) داسې فکر کوي چې په هيواد کې يې تر ټولو لويه ستونزه مهاجر او په آلمانۍ ټولنه کې د هغو د ادغام مسئله ده.
تګ او راتګ
د ۲۰۱۵ کال په پرتله په ۲۰۱۶ کال کې آلمان کې د مهاجرو شميره کمه وه. خو د دې سربيره د ټولپوښتنې درې په دويمه برخه ګډونوالو انديښنه ښوولې چې مهاجرت کولی شي د جرمونو کچه پورته یوسي.
د ژبې زده کړه یوه تر ټولو اړينه موضوع
په آلماني ټولنه کې د پرمختک لپاره تر ټولو مهم څه د آلماني ژبې زده کړه ده. حکومت په همدې موخه مهاجرو ته وړيا کورسونه په لاره اچوي. دا ادغام يوه مهمه برخه ده.
ادغام ته هڅې
مهاجرو سره د ادغام په بهير کې د حکومت د رسمي پروګرامونو تر څنګ، عام خلک هم په داوطلبه توګه برخه اخلي. ډیری آلماني کورنۍ د مهاجرو سره نژدې اړيکي او ښه مناسبات لري.
د چټک ادغام په موخه مختلفې لارې چارې
مهاجرو او ځايي خلکو تر منځ ورزشي فعاليتونه، ګډ تمرينات او د سياليو ترسره کول د ادغام په برخه کې يوه بله مثبته هڅه ده.
په آلمان کې د مهاجرو يو کمپ
په ۲۰۱۵ کال کې آلمان مهاجرو لپاره په عاجله توګه کمپونه او هستوګنځایونه جوړ کړل. لا هم ډیری دغه کمپونه فعال دي.
د کمپ له وړو ګډو کوټو تر لوکسو کورونو
آلمان حکومت، د مهاجرو لپاره له کمپونو نيولې تر لوکسو کورونو پورې هستوګنځایونه برابروي. په يوه تازه نظر پوښتنه کې آلمانيانو له حکومته غوښتي چې پر مهاجرو دې مصرفونه کم کړي.
په کمپ او هايمونو کې د مهاجرت ژوند
کمپونه او هايمونه په آلمان کې د مهاجرو لمړي او موقت کورونه ګڼل کيږي. په تصوير کې يوه افغان مهاجره کورنۍ په افغاني دود د ډوډۍ خوړلو په حال کې.
د مهاجرو ثبت او راجستر دوام لري
د آلمان د مهاجرت ادارې د آمارو له مخې سږکال دغې ادارې شاوخوا ۳۰۰ زره کسان ثبت کړي دي. له بل لورې د تيرکال په پرتله د مهاجرو په شمير کې کموالی راغلی دی.
مرکل د مهاجرو په زړونو کې
د آلمان صدراعظمه انګلا مرکل په مهاجرو کې ډیره محبوبه ده، خو د هغې مهاجرت پسنده سیاست په خپله آلمانيانو کې د هغې د محبوبيت د کميدو سبب واقع شو. له همدې وجې مرکل د روان کال په ايالتي ټاکنو کې خپلې زياتې رايې له لاسه ووتې.
له مرکل څخه ملاتړ بيرته زيات شوی
مرکل بيرته محبوبه شوې. د يوه تازه ټولپوښتنې ۵۹ سلنې ګډونوالو ويلي دې چې دوې به له مرکل څخه ملاتړ کوي. دا رقم د سپټامبر مياشتې په يوې بلې ټولپوښتنې ۱۳ سلنه ښکته وو. مرکل راتلونکي کال عمومي ټاکنو کې بيا صدراعظمې ته ځان نوماندوي.
مهاجرو سره مخالفتونه
که له يوې خوا ګڼ شمير آلمانان له مهاجرو سره خواخوږي دي له بلې خوا ځينې مخالفان هم لري. د مخالفتونو دغې خبرې کله کله آن تر اور اچونو پوري رسيږي.
سوځيدلی کمپ
په ځينو اروپايي ملکونو لکه فرانسه او يونان کې د تاوتريخوالو له امله کمپونو کې اورلګيدنې رامنځ ته شوي. په المان کې بيا د اور لګيدنې پيښې ډیرې وړې وي.
د مقدونيا د اغزن دېوالونو تر شا افغان مهاجر
د رواني اوونۍ له لومړیو ورځو راهیسي د مقدونيا پولیس افغان مهاجرو ته اجازه نه ورکوي چې تر سرحد ور تیر شي او د اتریش، آلمان او سویدن پر لور خپل سفر ته دوام ورکړي. په زرونو کډوال اوس په سرحدي سیمه کې بند پاته دي.
افغان مهاجرو مخکي د سوريې او عراقي مهاجرو په شان لومړيتوب لاره چي د مقدونيا سرحد له لاري اروپايي هيوادونو ته تيرسي. خو له يکشنبې ورځي راهيسي د دوی پرمخ د مقدونيا سرحدونه تړل سوي دي.
دغه کډوال چې فکر یې کاوه له اوبو څخه تر تیریدو وروسته یې د سفر ستونزمنه برخه پای ته رسیدلې ده، د مقدونيا سرحد د تړل کیدو له کبله ډیر خواشینې دي.
دغه مهاجر له یونان څخه سرحدي سیمو ته لیږدول شوي ول، خو له دې کبله چې ورته د تیریدو اجازه ور نه کړل شوه، نو شمیر یې زرونو کسانو ته رسیدلی دی. پولیس هڅه کوي چې د حالاتو کنترول له لاسه ور نه کړي.
ملګرو ملتونو د مقدونيا حکومت پر دغې پریکړې نیوکي کړي دي او ویلي یې دي چې په ځانګړې توګه ماشومانو ته سرحدونه تړل، هغوی له ګواښ سره مخامخ کوي.
ځینو مهاجرو آن هڅه وکړه چې له اغزن سیم څخه تر اوښتو ځان د مقدونيا خاوري ته ورسوي، خو پولیسو د هغوی مخه ونیوله.
د مهاجرو شمیر له ډیریدو سره پولیسو هڅه کړې ده چې پوله په بشپړه توګه وتړي، څو کنترول له لاسه ور نه کړي.
دغه مهاجر د سرحد پرانیستلو ته لاره څاره.
ناهیلي شویو افغان مهاجرو په اعتراض لاس پورې کړی دی. هغوی د اورګاډي لاره بنده کړه خو پولیسو بیا هغوی وشړل.
کله چې په دې سیمه کې د مهاجرو شمیر ډیر شو، نو پولیسو هغوی د ایدومیني ښار ته انتقال کړل.
افغان مهاجر د ایدومیني ښار په یوه کمپ کې ځای پر ځای شوي دي. هغوی نه غواړي چې په یونان کې د پناه غوښتنه وکړي، نو له همدې کبله دې ته په تمه دي چې سرحد پرانیستل شي او هغوی خپل سفر ته دوام ورکړي.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (24.02.2016):
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (13.03.2015):
له آلمانه د «مغزونو فرار». ولي ځي او ولي بيرته راځي؟
کله چي له آلمان څخه په څلور کلونو کي نزدې ۲۵۰ زره ډاکټران، متخصصان او مهندسان ووتل، په دغه هيواد کي د خطر زنگ ووهل سو. اوس ئې په يوه څېړنه کي د وتلو دليل معلوم سوی دئ.
له ۲۰۰۴ څخه تر ۲۰۰۹م کاله پوري د اقتصادي بحران په وخت کي له آلمان څخه نزدې ۲۵۰زرو مهندسانو، ډاکټرانو او متخصصانو مهاجرت وکړ. اوس د دغه مهاجرت او بيرته راتگ په اړه د دغه هیواد د دويسبورگ او اسن پوهنتونو او د کډوالو متخصصانو په يوه څېړنه کي خپل دلايل وړاندي کړي دي.
کارپوهانو هغه کسان پوښتلي دي چي بيرته آلمان ته راگرځېدلي دي او خپله څېړنه ئې په بشپړه کړې ده. دغه څېړنه د «مغزونو فرار» نوميږي.
په مجموع کي له کاله ۱۵۰ آلمانيان له هيواده مهاجرت کوي. د دغه مهاجرت دليل څه دئ؟ د دغو مهاجرو په سلو کي ۶۰ خپل دليل د تجربې تر لاسه کول او تر هيواد دباندي اوږد ژوند ښوولی دئ.
له آلمان څخه د مهاجرت يو بل دليل له نوو فرهنگونو سره آشنايي ښوول سوی دئ.
تر هيواد دباندي «جالب شغل» هم د آلماني مهاجرو په سلو کي د ۴۶ د تگ سبب سوی دئ. د دغو مهاجرو په سلو کي ۴۱ ئې بيا په خپل هيواد کي د ژوندانه له شرايطو ناراضه دي.
د هغو کسانو له منځه چي له آلمان څخه وتلي دي يو شمېر ئې بيا وايي چي تر هيواد دباندي ئې د پرمختگ له پاره شرايط ښه دي.
د دوی يو شمېر ښځي او نارينه په دې نظر دي چي تر هيواد دباندي د ښه گډ ژوندانه احساس کوي.
خو دوی ولي تر يو څه وخت تيرولو وروسته بيرته خپل هيواد ته راگرځي؟ د بيرته راتگ يو اصلي دليل ئې له کورنۍ او خپل قوم سره بيرته يوځای ژوند کول ښوول سوی دئ.
خو د دغو کډوالو په سلو کي ۴۰ سلنه ئې تر يو څخه وخت تيرولو وروسته په هغه هيواد کي د ژوندانه له شرايطو څخه ناراضه کيږي او په آلمان کي د ژوند شرايط ښه بولي او بيرته خپل هيواد ته راگرځي.
د دوی په سلو کي ۳۲ سلنه په دې نظر دي چي تر هيواد دباندي ښه کاري شرايط نسته او بيرته بايد خپل هيواد ته راوگرځي.
دغه آلماني کډوال چي تر خپل هيواد دباندي د ژوند شرايط وگوري يو شمېر ئې بيرته راستنيږي او د خپل هيواد د ژوندانه شرايط ښه تره بولي.
د دغو مهاجرو په سلو کي ۲۲ سلنه بيا د بيرته راتگ دليل په هغه هيواد کي د کورنيو د غړو او انډيوالانو نه شتون ښوولی دئ.
د بيرته راتگ يو بل دليل شريک ژوند ښوول سوی دئ.
د دغو مهاجرو آلمانيانو د بيرته راتگ يو بل دليل بيا تر هيواد دباندي د «ښه روغتيايي اسانتياو» نه شتون او يو بل ئې په آلمان کي د ښه امن احساس بلل ښوول سوی دئ.
کله چي په اسپانيا کي اقتصادي وضعيت ښه وو، ډېر آلمانيان دغه هيواد ته مهاجر سول، خو کله چي په دغه هيواد (اسپانيا) کي اقتصادي بحران رامنځ ته سو، د دوی ډير بيرته خپل هيواد ته راستانه سول.
څېړونکي دې نتيجې ته هم رسېدلي دي چي په تيرو کلونو کي په آلمان کي د اقتصادي وضعيت په لا ښه کېدو سره ډېر مهاجر سوي آلمانيان بيرته خپل هيواد ته راستانه سوي دي.
په دغه څېړنه کي تر ټولو مهم ټکی دا دی، چي نورو هيوادونو ته د آلماني متخصصان مهاجرت د دغه هيواد له پاره يو «چانس» نه «گواښ» دئ، ځکه هلته نوري تجربې پيدا کوي او د نورو ملتونو له وضعيت څخه خبريږي چي دا به د آلمان ډېره په گټه وي.