انګلستان په مؤقتي ډول په کابل کې له دولتي ادارو څخه خپل مشاورین را ایستلي دي
۱۳۹۰ اسفند ۶, شنبهاعلان
په کابل کې د انګلستان سفارت ویلي دي چې دغه سفارت خپل ټول ملکي مشاورین په کابل کې د افغان حکومت له ادارو څخه په موقتي ډول را ایستلي دي. دا کار په داسې حال کې تر سره شوی دﺉ چې د شنبې په ورځ د افغانستان د کورنیو چارو په وزارت کې دوه امریکايي مشاورین ووژل شول.