انگلا مېرکل کانادا ته خپل سفر پای ته ورساوه
۱۳۹۱ مرداد ۲۷, جمعهاعلان
د المان صدراعظمې انګېلامېرکل، کانادا ته خپل دوه ورځنی سفر پای ته ورساوه. دغه هیواد ته د مېرکل تر سفر مخکې هارپر، پر دې خبری نیوکه کړې وه چې اروپا د یورو د بحران په برخه کې کافي تدابیر تر لاس لاندې نه دي نیولي. خو مېرکل بیا په کانادا کې یو وار بیا په تکرار سره وویل چې د یورو د زون د پوره وړو هیوادونو په مقابل کې د سختو تعزیراتو وضعه کول له امکان څخه لیري خبره نه ده.