1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما:د طالبانو او القاعدې پرضد به په گډه کار کوو

۱۳۸۹ اردیبهشت ۲۳, پنجشنبه

داسي ښکاري چي د امريکا متحده ايالاتو او افغانستان خپل د نظر اختلافونه لري کړي دي...

کرزی او اوباما په واشنگټن کي د خبرو پر مهال
کرزی او اوباما په واشنگټن کي د خبرو پر مهالانځور: AP

د امريکا دمتحده ايالاتو جمهوررئیس بارک اوباما او دافغانستان جمهوررئيس حامد کرزي په واشگنټن کي تر خبرو اترو وروسته د طالبانو او القاعدې پر ضد جګړه کي د نژدې ګډکار اعلام کړی دی.

اوباما دچهارشنبي په ورځ ويلي دي، چي د افغانستان دډيري ستونزمني وضعي له امله داسي نسي کيدای، چي هيڅ اختلاف منځته رانسي، ځکه چي هم افغانان اوهم امريکايان پدې جګړه کي لويي قربانۍورکوي.

اوباما زياته کړې اميدواره او خوشبينه يم،چي خپل هدف ته ورسيږو او د2011 کال دجولاي د مياشتي څخه دخپل پوځ په ايستلو بيرته پيل وکولای سو.

دامريکا دمتحده ايالاتو جمهوررئیس زياته کړي ده، چي د هغه هيواد پوځ په افغانستان کي د طالبانوپه وړاندي جګړه کي د انعطاف ټکي ته رسيدلی دی.

ده دچهارشنبي په ورځ په يوو مطبوعاتي کنفرانس کي ويلي دي، چي موږ په دې بريالي سوي يو، چي د پاڅون د جریان مخه واړوو.

AG/ زيارمل

کتونکی. زيارمل

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب