اوباما:د نتنياهو وينا د سولې بهیر ته زيان رسوي
۱۳۹۴ فروردین ۲, یکشنبه
د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر باراک اوباما مستقيمې او سپيني خبري کړي دي. هغه ويلي چي امريکا د اسرائيل سره همکاري ته ادامه ورکول غواړي. د نوموړي په وينا خو که د بنيامين نتنياهو تر مشرۍ لاندي د اسرائيل حکومت غواړي چي د فلسطينيانو پر وړاندي «اوسنی حالت تر نه ختمېدونکي وخت پوري» وغځوي، نو په داسي صورت کي امريکا بايد خپله نتيجه ګيري وکړي.
اوباما دا څرګندونې د «هفينګټن پوسټ» سره په مرکه کي کړي دي. د امريکا ولسمشر ويلي چي امريکا د نتنياهو دغه خبره جدي نيسي چي وايي «د لومړي وزارت په دوره کي به يې فلسطينی دولت رامنځ ته نه سي.» اوباما په سمدلاسه توګه زياته کړې چي « له همدې کبله موږ بايد چي نور امکانات وڅېړو، تر څو دا خبره يقيني کړلای سو چي په سيمه کي ګډوډی نه رامنځ ته کيږي.»
اوباما وويل چي د اسرائيل په ټاکنو کي د نتنياهو د بريا وروسته يې هغه ته په مستقيمه او څرګنده توګه وويل چي د امريکا متحده ايالات د دوو دولتونو د قيام پر حل ټينګ ولاړ دي. نوموړي ويلي چي « په اوږدمهاله توګه د اسرائيل د امنيت د تامين او د دغه هيواد د يهودي او ډيموکراټيک پاته کېدلو لپاره» دغه يوازنۍ لاره ده. اوباما د نتنياهو هغه څرګندونې غندلي چي د ټاکنيز کمپاين په وروستۍ برخه کي يې کړي وې. د اوباما په وينا نتنياهو په دغو څرګندونو سره د فلسطينيانو سره د سولي پروسې ته زيان اړولی دی.
د نتنياهو بدلېدونکې تګلاره
نتنياهو د اسرائيل د ښې اړخو د رايو تر لاسه کولو له پاره د سه شنبې په ورځ ويلي ول چي د دوو دولتونو د قيام مخالف دی. د نوموړي ليکود ګوند په ټاکنو کي تر ټولو قوي ګوند ثابت سو. خو نتنياهو د ټاکنو وروسته د يوې امريکايي رسنۍ سره د مرکې پر وخت خپل زوړ دريځ بدل کړ. نوموړي وويل چي د دوو دولتونو د قيام په موضوع کي هغه صرف دا ويلي ول چي د دوو دولتونو د رامنځ ته کېدلو لپاره اوس في الحال «شرايط او امکانات مساعد نه دي.»
اوباما په خپلو څرګندونو کي د نتياهو هغه خبري هم غندلي دي چي پکښي د اسرائيل د عربي رايه اچوونکو په هکله يې کړي وې. نتنياهو د ټاکنو څخه تر مخه د خپل فيسبوک پر پاڼه د هغو «ډلو ډلو» عربو څخه خبرداری ورکړی ؤ چي د هغه په وينا د اپوزيسيون په کامياب کولو کي به مرسته وکړي. اوباما ويلي دي چي د اسرائيل اساسي قانونو ټولو اطباعو ته د مساوي حقونو او چلن ضمانت ورکړی دی. د اوباما په وينا دغه اسرائيل د اساسي قانون د بنيادي اصولو څخه دغه تر ټولو «بهترين» اصول دی.