1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما، اقتصادي بحران او د انرژی او اقليم نوې پايسی

۱۳۸۷ بهمن ۸, سه‌شنبه

د اقتصادي بحران له کبله اوس بايد تر 40000 اضافه د کار ځايونه له منځه ولاړ شی. خو د جمهور رييس اوباما لپاره دا هيڅ دليل ندی، چه د انرژۍ او اقليم د سياست څخه تير سي.

اوباما او د ده مرستيال جاو بايدنانځور: AP

برعکس هغه پرون اعلام وکۍ:

« د دغه لوي چلنج په وخت کي د امريکا د راتلونکي دپاره دانرژۍ ترموضوع بله مهمه موضوع نسته . په تيلو باندي د امريکا تړل توب او پر هغه باندي تکيه کول يو د لوي ترينو خطرو څخه دی، چه زموږ ملت ورسره مخامخ دی . »

بارک اوباما اعلام وکۍ ،چه دی د اقليم دخپل نوي سياست د لاري د کار ځايونه هم پيدا کوي، او د اقليم د سياست او امنيت تر منځ ارتباط ويني.

د اقليم او چاپيريال په سياست کي به هم امريکا رهبري کونکی رول پر غاړه واخلي. ده وويل:

« د دې لپاره چه زموږ اقليم او ګډ امنيت وساتلاي سو ،بايد يو واقعي بين امللي اتحاد جوړ کو. دا په دې معني چه بايد موږ حرکت وکو ،او نړۍ هم. يوازي په دې ډول کولاي سو ،چه موږ د ديکتاتورانو قدرت او تر ترهګانو پيسې له منځه يوسو. او پدې ډول موږ ته معلوميږي چه هغه هيوادونه لکه هندوستان او چين خپله برخه کار سرته رسوي ،او موږ خپل»

پدې ډول جمهوررييس يوازي خبري نه کوي ،او عمومي اعلاميې نه صادروي، بلکه مشخص هدايتونه هم ورکوي . چه يوه يې تر ټولو دمخه په کلفورنيا کښي د تعجب سبب وګرزيده.

په کلفورنيا کښي چه لويي لاري ډيري پلني دي ،نو د موټرانو ګازونه هم يو لوي باربلم دي ،او د 38 فيصدو کاربن ډاي اکسايډ د توليد سبب ګرزي. کلفورنيا ځکه غوښتل حتي په دغه کال کښي داسي مقررات وضع کي ،چه د موټر جوړولو شرکتونه تر 2016 کال پوري د موټرانو ګازونه راکم کي ،او هغه هم په کال کي په يوه مشخصه اندازه.

خود سپيني ماڼۍ په مداخلې سره د واشنګټن د چاپيريال ساتني ادارې هغه ته اجازه ورنکړه . او سربيره پر دې يې د موټرانو د ګازو کمول د 2016 کال څخه 2020 کال ته پلان کړل.

مګر جمهوررييس بارک اوباما هم هغه ډير بولي .ځکه نو ده د کلفورنيا د پلان ستاينه وکړه ،او اعلام يې وکۍ چه واشنګټن به نور د هغه سره مخالفت ونکي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب