اوباما : امريکا د ترهګري خطر سره مخامخ ده
۱۳۸۹ آبان ۸, شنبهکله چه د امريکا دمتحده ايالاتو جمهوررييس بارک اوباما پرون ماپښين په واشنګټن کښي د رسنيو په مخکي راښکاره سو ، نو د موضوع جدي والی معلوم سو . اوباما وويل چه د برتانياد ايست ميډلېنس په هوايي ميدان او دوبۍ کښي دوه شکمن پارسلونه پيدا سوي دي ، چه په شيکاګو کښي د يهودي تأسيساتو دپاره په نظر کښي نيول سوي وه ،
«ددغو پارسلو لمړنيو څيړنو وښوول ، چه هغو چاوديدونکي مواد درلودل . »
اوباما ته ددغو پارسلو څخه د پنجشنبه په شپه دده د ترهګرۍ ضد مشاور جان برينر خبر ورکی ، چه د امريکا يي استخباراتو پر معلوماتو بنأ ؤ . خو تر هغه وخته پوري لا پارسلونه نه وه پيدا سوي .
اوباما خپلو وزيرانو او امنيتي کارکونکو ته هدايت ورکی ، چه ټول لازم اقدامات تر سره کي ، تر څو امريکايان وساتل ، او د نورو هيوادو د امنيتي اُرګانو سره ګډکار وسي .
تر هغه لږ وروسته هغه پارسلونه چه د امريکا د متحده ايالاتو د UPS دپاره پر لاري وه ، اول په انګلستان او بيا دوبۍ کښي کشف سول . د جمعې د ورځي په جريان کښي د امريکا په ډيرو هوايي ميدانو کښي طيارې کنټرول او تلاشي سوې .
په همدغه ورځ حتی يوه مسافر وړونکې الوتکه، چه ماپښين نيويارک ته په حرکت کښي وه ، د يوې جنګي الوتکي لخوا بدرګه سول .
دغي طيارې هم د ځانه سره مالونه انتقالول . اوباما بيا وويل ،
«ما همدارنګه امر ورکی چه موږ بايد په نه ستړي کيدونکي ډول سره ددغو شکمنو پارسلو منشآ پيدا کو ، او دا معلومه کو چه آيا په دغه ارتباط خو به نور ي ترهګرۍ دسيسې وجود نلري . »
سربيره پر هغه دا واضح نده ، چه آيا دغه پارسلونه واقعأ د چاودونو دپاره په نظر کښي نيول سوي وه . په اوله کښي د يوه امتحاني عمل آوازه وه ، تر څو د امريکايانو عکس العمل معلوم سي .
د ترهګرۍ ضد مشاور جان برينر په دې ارتباط وويل ، چه تحقيقات لا روان دي .
دی پخپله په دې نظر دی ، چه دغه پارسلونه چه د پينتر د رنګ غلطي قوطياني پکښي وې ، د يوې ترهګرۍ حملې دپاره په نظر کښي نيول سوي وه .
دی وايي ،
« دا ما نآرامه کوي ، چه پارسلو چاوديدونکي مواد درلودل . يو عادي امتحاني عمل په عادي ډول په چاوديدونکي موادو سره نه تر سره کيږي . اجازه راکی ، ووايم ، چه موږ لا تر اوسه پوري نه پوهيږو، چه دغه پارسلونه د څشي دپاره په نظر کښي نيول سوي وه . »
ليکن ده ددې څخه څه ونه ويل ، چه پارسلو به د چاوديدو په صورت کښي څه تاوانونه اړولي وای ، او يا څنګه هغه پخپله چاودل . دده په خبره تر اوسه پوري کم شکمن کس هم وجود نلري .
جان برينر لکه جمهوررييس اوباما دا هم وويل ، چه د يمن د القاده شبکه د پخوا په ډول اوس هم د امريکا دمتحده ايالاتو پر ضد ترهګري حملې کوي .
د بلي خوا بيا د امريکا د حکومت ټولو اعضاوو امريکايانو ته ډاډ ورکی ، چه هيڅ تشويش ونکي ، او خپلو سفرو ته ادامه ورکي . پخپله جمهوررييس اوباما هم د هفتې د آخري پلان عملي کوي ، او د نورو تر څنګ غواړي شيکاګو ته ولاړ سي .
کريستينا بَرګمن/ محمد قاسم نوري
کتونکی : احمد ولي اڅکزی