که څه هم دا يو غيرمعمولي ګام دی خو په دغه انتخاباتي مبارزه کي هر څه بل ډول دي: د امريکا پخواني ولسمشر اوباما پر خپل ځای ناستي سخت انتقادونه کړي دي. د هغه په خبره ترمپ له ولسمشرۍ سره د يوې تلويزيوني نندارې په ډول چلن کوي.
اعلان
کامالا هاريس غواړي د امريکا د ولسمشر مرستياله سي. اوس هغه د خپل ګوند له خوا په رسمي ډول ټاکل سوې ده. هغې د خپل نومول کيدو پر وخت وينا کي پر ولسمشر ترمپ باندي سخته لفظي حمله وکړه. هغې ترمپ په ناکامه مشرتابه باندي تورن کړ.
هاريس وويل دا کار د ژوندانه او هستۍ په بيه تمام سو. نوموړي ۵۵ کلني د خپلو خبرو په ادامه وويل چي ترمپ زموږ له غمجن ژوند څخه د سياسي وسيلې په توګه استفاده کوي. هغې د «هيله مندۍ او يووالي» تر شعار لاندي د ولسمشرۍ د کانديد جو بايدن له پاره اعلانونه وکړل.
اوباما د ترمپ له خوا بې شميره لفظي بريدونو سربيره تر اوسه هڅه کوله چي له انتقادونو څخه ډډه وکړي. د امريکا متحده ايالاتو ولسمشران معمولاً پر خپلو ځای ناستو باندي شديد انتقادونه نه کوي. خو د ديموکراټانو د هڅو يوه برخه داده چي د جمهوريت غوښتونکو د بيا انتخابيدو مخه ونيول سي.
«ستونزمن عواقب»
اوباما پر ترمپ باندي د ناکامۍ تور لګوي. هغه د ويډيو له لاري ګوندي استازو ته وويل: «ترمپ خپله وظيفه په ښه ډول سرته نه ده رسولې دا ځکه چي هغه يې نه سي کولای. او په دنده کي د هغه د پاته راتللو عواقب ډير ستونزمن دي. د ولسمشر په حيث د هغه پاتيدل د ديموکراسۍ له پاره يو خطر دی.»
اوباما وويل: «ما هيله درلوده چي دونالد ترمپ به خپله وظيفه جدي ونيسي او دهغې مسئوليت ومني.»
اوباما پر ترمپ باندي همدارنګه انتقاد وکړ چي د کرونا پانديمي پر وخت په امريکا متحده ايالاتو کي ۱۷۰ زره کسان مړه سول، په ميليونو کسانو خپل کارونه له لاسه ورکړل، د امريکا حيثيت ته په بين المللي سطحه زيان ورسيد او «زموږ ديموکراتيک بنسټونه دومره سخت تر ګواښ لاندي راغلل چي تر اوسه يې ساري نه درلود. ترمپ له خپل مقام څخه د يوې ټلويزيوني نندارې په توګه استفاده کوي، تر څو د خلکو هغه پام ځانته راواړوي چي دي ورته تږی دی».
جو بايدن به خپل د کانديدو وينا د پنجشنبې په ورځ د ګوند د څلور ورځنۍ کنګرې په آخره کي وکړي. په ټولپوښتنو کي دغه ۷۷ کلن اوس تر خپل سيال ترمپ مخکي دی. که ديموکراټان غواړي ترمپ له سپيني ماڼۍ څخه وباسي نو بايد ډير رايه ورکوونکي ځانته راجذب کړي، په خاص ډول په مهمو کليدي ايالتونو کي.
زموږ له آرشیف څخه:
ترمپ تر اوسه کوم هيوادونه «ناراضه» کړي؟
که مسائل داخلي وي او که نړيوال، په اړه يې د ولسمشر ترمپ چلند زيات وختونه پارونکي بلل کيږي. له همدې امله له هغه څخه نه يوازې د هغه چينايي او روسي سيالان، بلکه اروپايي متحدان او يو شمېر نور هم ناخوښ بريښي:
انځور: Getty Images/AFP/N. Kamm
د امريکا او پاکستان پيچلې اړيکې
دونالد ترامپ د روان ميلادي کال په پیل کې د خپل ټويټر له لارې پر پاکستان کلکه نيوکه وکړه. د دونالد ترمپ حکومت غواړي چې اسلام آباد په خپله خاوره کې د تروريستي ډلو د پټنځايونو پر وړاندې موثر ګامونه پورته کړي. ظاهره کې داسې ښکاري چې د نړيوال تروريزم پر وړاندې مبارزه کې د امريکا متحده ايالاتو او پاکستان تر منځ واټن د ډيريدو په حال کې وي.
انځور: Getty Images/AFP/A. Hassan
اقتصادي جنګ کې امريکا او چين یو بل ته مخامخ
امريکا په سپتمبر مياشت کې پر چين باندې له روسېې څخه د وسلو رانيولو په تړاو تازه بنديزونه ولګول. چين يې پر وړاندې خبرداری ورکړ چې يا بنديزونه لرې او يا دې امريکا د هغو عواقبو ته ځان تيار کړي. د چين او امريکا تر منځ دا لمړنی مخالفت نه دی. د دوی ترمنځ د سوداګرۍ جګړه هم روانه ده. دواړه د يو بل پر توليداتو د زياتو محصولاتو وضع کول غواړي.
انځور: picture-alliance/newscom/S. Shaver
اور سره لوبه
هاخوا روس ويلي دي چې «د اور سره لوبې کول کم عقلي ده، ولي چي خطر ورڅخه پېښېدلای سي.» روسيې دغه بیان د امريکا د بنديز تر اعلانيدو وروسته کړی دی. د امريکا او روسيې تر منځ اختلافات، د سوريې او اوکراين او همدا رنګه د امريکا د ولسمشرۍ په وروستيو انتخاباتو کې د لاسوهنو او په ځينو نورو مسائيلو کې هم شتون لري.
د اسرائيل او فلسطين تر منځ شخړه کې هم د ترمپ دريځ پارونکي غبرګونونه له ځانه سره لرلي. په دې تړاو مخالفتونو وروسته له هغې زور واخيست چې د ترمپ ادارې بيت المقدس د اسرايل د پلازمينې په توګه په رسميت وپيژاند. د ترامپ دغې پريکړېنړيوال غبرګونونه له ځانه سره لرلي دي چې لا هم ادامه لري.
انځور: Imago/ZumaPress
په اتحاد کې فاصلې
د ترمپ په دوره کې د واشنګتن او اروپايي اتحاديې تر منځ هم روابط تر ډیره حده خراب شوي دي. دغه روابط که څه د سوداګرۍ په برخه، د ايران د بنديزونو او يا هم د بروکسل او واشنګتن تر منځ د نظر د اختلاف پر سر وي. د امريکا ولسمشر د مهاجرت بحران، بريګزيت، په اروپايي ټولنه کې د امنيت، اروپا کې د ښي اړخو پر ځواکمنيدو اود ځینو نورو مسائلو په سر پر اروپايي اتحاديې سختې نيوکې کړي دي.
د جي ۷ غونډه هم له مخالفت پرته نه وه
د روان کال په جون مياشت کې په کانادا کې د جې ۷ غونډه ترسره شوه. ترمپ د دغې ناستې په پاې کې پر ګډې اعلامېې له لاسليک کولو ډډه وکړه. د هغه پر دغه کار د اروپايي اتحاديې نژدې ټولو مشرانو نيوکه وکړه.