اوباما د افغانستان دپاره پر يوه سمه ستراتيژۍ باندي فکر کوي
۱۳۸۸ مهر ۱۵, چهارشنبه،خو پر دغه هدف باندي دوی تر اوسه پوري ندي کاميابه سوي ،که څه هم هلته په دې منځ کښي 100000 عسکر سره ځای پر ځای سوي دي .
کله چه د افغانستان دپاره امريکايي لوی قوماندان جنرال سټېنلي مِک کريستل د وضع په باب خپل تازه رپوټ واشنګټن ته ليږۍ، نو ده د وضع څخه يو تاريک تصوير ورکړي ؤ، اوويلي يې وه چه په افغانستان کښي وضع په دوامداره ډول مخ پر خرابيدو ده . خلګ نه پر خپل حکومت او نه هم د ناټو پر قواوو باندي اعتماد لري . او که طالبان حاکميت پلاس راوړي ،نو کيدلای سي چه القاعده بيرته د افغانستان څخه د خپلو عملياتو مرکز جوړ کي .
د مِک کريستل نتيجه ګيري داوه چه د افغانستان دپاره يوه ستراتيژي جوړه سي ،څو په هيواد کښي ثبات رامنځته کي . او ډيري قواوي او عسکر وروليږل سي . د وضع د رپوټ د ليږلو سره سم مِک کريستل د عسکرو د ليږلو په باب يوه مشخصه غوښتنه هم کړې وه ،يعني د 40000 اضافه عسکرو د ورليږلو .
مِک کريستل تيره اونۍ په لندن کښي د ستراتيژيکي رپوټونو انستيتوت ته وويل ،چه يوه ستراتيژي چه د افغانستان د ثبات او امنيت په درد ونه خوري ،کيدلای سي يوه لنډ فکره ستراتيژي وي .
خو همدغه نظر د امريکا دمتحده ايالاتو په حکومت کښي ډير لانجمن دی . د جمهوررييس بارک اوباما معاون جو بايدن يوې بلي ستراتيژۍ ته ترجيح ورکوي . که دده په خوښه وي ،نو د قواوو تقويه او اضافه عسکرو ليږل لازمي ندي . برعکس کيدلای سي چه حتی عسکر راووزي . ځکه چه نوره دا خبره نده طرحه چه افغانان د طالبانو څخه وساتل سي ، بلکه د القاعده ترهګران وټکول سي . او دا کيدلای سي ،لکه په پاکستان کښي د رهبري سوو کمپيوټري بمانو پواسطه عملي سي .
جمهوررييس بارک اوباما هم په دې لنډ وخت کښي دې ته اشاره وکړل چه ده ته په اول قدم کښي افغانستان مطرح ندی ، بلکه د ټولو دمخه د امريکا دمتحده ايالاتو امنيت پخپله .
ده د NBC د ټلويوزون سره په يوه مرکه کي وويل ،«که د افغانستان دحکومت په ملاتړ کولو، اردو په تقويه کولو او د ځينو مشخصو ولايتو د امنيت د لاري دغه هدف ته ورسيږو ، بيا نو دغه تاکتيک ته ادامه ورکوو . او که دا نه کيږي ،نو بيا زه ددې سره علاقه نلرم ، چه د خپلو اهدافو په خاطر په افغانستان کښي پاته سو ، او خلګو ته داسي وروښيو چه موږ هلته په دايمي ډول سره پاته پاتيږو .
دا ضروري ده چه موږ د امکاناتو سره سمه ستراتيژي جوړه کو . خو مخکي تر دې چه زه مطمين ونه اوسم چه موږ يوه سمه ستراتيژي لرو ،زه به نور اضافه ځوانان افغانستان ته وانه ستوم . »
ليکن جمهوررييس بارک اوباما په زياتيدونکي ډول سره تر فشار لاندي راځي ،چه د افغانستان دپاره نوې ستراتيژي اعلان کي .
په واشنګټن کښي د ناټو کارپوه او د جرمن مارشال د سازمان معاون کارن ډون فريد دې ته اشاره کوي ،چه جمهوررييس بايد په خپل تصميم نيولو کښي داخلي سياسي حالت هم په نظر کښي ونيسي ،ځکه چه د افغانستان د جنګ دپاره د جمهورريت غوښتونکو د ګوند ملاتړ راکميږي ،او پخپله د بارک اوباما په حزب کښي هم .
دی وايي چه بارک اوباما بايد د اقليم ساتلو او روغتيايي اصلاحاتو د پرابلمو سره هم مبارزه وکي . خو يو شی معلوم دی ،او هغه دادی چه بارک اوباما نسي کولای ،په يوه پلا د افغانستان څخه خپلي ټولي قواوي راوباسي ،او د سپټامبر د 11 څخه لس کاله وروسته بيرته طالبان پر قدرت وويني .
اوس به ددغو بمباريو او کليزي په مناسبت د افغانانو نظرونو ته هم يوه کتنه وکو :
پر افغانستان باندي د امريکا دنظامي حملې څخه اته كاله تيريږي . اته كاله دمخه د اكتوبر پر اوه مه نيټه يعني په همدې ورځ د افغانستان په لويو ښارونو كې د طالبانود حكومت پر پوځي اډو او تاسيساتو د امريكې او بريتانيي هوايي او راكټي درانده ګزارونه پيل سول ،چه د څو ورځو پرله پسې بمباريو له کبله د طالبانو جنګي مقاومت مات او په زرهاوه تنه طالبان د افغانستان جنوبي او جنوب ختيزو ولايتونو ته پر شا سول ، او ډيرطالبان هم د ډيورند د كرښي څخه ها خوا واوښتل . ظاهراً چه دغه بريدونه د سپټمبر د يولسمي نيټې د تروريستي پيښو په جواب کښي ترسره سول، د ننه په افغانستان کښي د ژورو سياسي او ټولنيزو تغيراتو سبب وګرځيدل : موقته اداره جوړه سول، او د ايتلافي ځواكونو تر څنګ افغانستان ته د سوله ساتو پوځونو د استولو پريكړه هم وسوه . نن چې د هغې ورځي څخه اته كاله تيريږي، نه يوازي دا چه افغانستان د پرمختګ او سوكالۍ پر خوا ګامونه ندي پورته كړي ،بلکه ورځ په ورځ امنيتي حالت خرابيږي هم .
افغانان ، سياسي كارپوهان او روشنفکران په دې نظر دي چې دغه پوځي بريد د افغانانو دپاره ډير دروند تمام سوى، په سل هاوه تنه عام خلګ د خارجي ځواكونو د بمباريو له امله وژل سوي ، اقتصادي مشکلات ، بيكاري او د افغانستان په ډيرو سيمو کښي د جنګ دوام د هغه ټولنيز ناورين يوه لويه برخه جوړوي چه په افغانستان کښي د ائتلاف او ناټو د ځواكونودموجوديت له امله رامنځ ته سويدي .
د افغانستان د ليبرال د ګوند مشر او سياسي كارپوه اجمل سهيل په دې نظر دى چه : پر افغانستان باندي د امريکا د پوځي بريد يو عامل د سپټمبر د يولسمې پيښه وه ،خو نورعلتونه يې هم درلودل : يوددغو علتوڅخه د سيمي طبيعي زيرموته د امريکا لاس رسى دى .
افغان سياسي كارپوه فضل الرحمن اوريا وايي چه پر افغانستان باندي د امريکا او بريتانيا د نظامي حملې علت د سپټمبر د 11 تروريستي پيښه وه .
اوريا وايي چې امريكا په سيمه كې ستراتيژيكې هدفونه لري او دپخوا څخه يې غوښتل چه د سيمې طبيعي زيرموته ورسيږي ،خود پوځي لارو څخه نسي كولاى دغو هدفونو ته ورسيږي .
اجمل سهيل وايي چې : په افغانستان باندي د امريكا پوځي بريد له تروريزم سره د جګړې په نامه پيل شو ،خو څرنګه چې ليدل كيږي نه يوازي داچه تروريزم كمزورى سوى ندى بلكه د نړيوال امنيت دپاره يې نورخطرونه هم رامنځ ته كړيدي چه دا پخپله په افغانستان كښي د امريكايي پوځونو موجوديت تر پوښتني لاندي راولي .
اجمل سهيل وايي چه : د تيرو 8 كلونو په موده كې داسي يو احساس د خلكو په منځ کښي رامنځ ته سويدی چې بين امللي ټولنه غواړي افغانستان يرغمل وساتي .
سهيل وايي چه د امريکا او ائتلافي ځواكونوموجوديت پر افغانانوباندي خراب تأثيرات كړيدي .
اوريا راتلونكي ته د شك په سترګه ګوري او وايي چې 8 كاله دمخه كله چه طالبانو ماته وخوړل په افغانستان كې نسبي كراري وه ،خواوس د افغانستان ډيره برخه د طالبانو په واك کښي ده .
په داسي حال کښي چې څه د پاسه 100000 خارجي قواوي په افغانستان کښي سته ،او دهغې جملې څخه تقريبأ70000 يې امريكايي پوځيان دي ،خو ورځ په ورځ د جګړو لمن پراخيږي او افغانان هم راتلونكي ته اميدواره ندي .
بيرګ من/بری پال
کتونکي : محمد قاسم نوري