1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما د افغانستان د نوي ستراتيژۍ په اړه د حامد کرزي سره سلا مشورې کړي

۱۳۸۸ آذر ۱۰, سه‌شنبه

لکه څنګه چي په خبري آژانسونو کي ويل کيږي، اوباما د خپلو امنيتي سلاکارانو سره د سلا مشورو وروسته د افغانستان په هکله د يوې نوي ستراتيژۍ د موافقي په اړه يوې پريکړي ته رسيدلی چي دوه مهم اړخونه لري...

په دې مشورتي خبرو کي اوباما او کرزي د افغانستان د راتلونکي ستراتيژي پر سياسي، پوځي، امنيتي او اقتصادي اړخونو باندي خبري کړي
په دې مشورتي خبرو کي اوباما او کرزي د افغانستان د راتلونکي ستراتيژي پر سياسي، پوځي، امنيتي او اقتصادي اړخونو باندي خبري کړيانځور: AP

د امريکا د متحده ايالاتو بارک اوباما وروسته د درو مياشتو څخه په افغانستان کي د امريکايانو او ناټو دستر قوماندان جنرال ميک کريسټال ددې غوښتني په هکله يوې پريکړي ته رسيدلی، چي ويلي يې ول لږ تر لږه افغانستان دي تر 40000 پوري نور عسکر واستول سي او کنه ناټو به د طالبانو په وړاندي په مبارزه کي د ماتي سره مخامخ سي.

لکه څنګه چي په خبري آژانسونو کي ويل کيږي، اوباما د خپلو امنيتي سلاکارانو سره د سلا مشورو وروسته د افغانستان په هکله د يوې نوي ستراتيژۍ د موافقي په اړه يوې پريکړي ته رسيدلی چي دوه مهم اړخونه لري.

لومړی داچي په راتلونکي کال کي به امريکايانو تر 34 زروپور نور عسکر افغانستان ته وليږي او د ناټو د نورو غړو څخه هم دا تمه لري چي دوی هم په افغنانستان کي خپل پوځي ځواکونه پياوړي کړي او دوهم ټکی دادی چي اوباما غواړي په څو راتلونکي کلونو کي خپل عسکر د افغانستان څخه وباسي.

د امريکا ولسمشر بارک اوباما نن د افغانستان په هلکه د خپلي نوي ستراتيژۍ په اړوند د افغان ولسمشر حامد کرزی سره يو ويډيويي کنفرانس درلود. دا خبره په کابل کي د حامد کرزي وياند کړې.

په دې مشورتي خبرو کي اوباما او کرزي د افغانستان د راتلونکي ستراتيژي پر سياسي، پوځي، امنيتي او اقتصادي اړخونو باندي خبري کړي. لکه څنګه چي ويل کيږي اوباما په همدې موضوع باندي د پاکستان د ولسمشر آصف علي زرداري سره هم خبري کړي.

په رسمي ډول سره به اوباما د افغانستان په هلکه خپله نوې ستراتيژي نن د منځنۍ اروپا په وخت د اتو بجو په شاوخواکي د نيويارک د ويست پوينټ په پوځي اکاډمۍ کي د يوې وينا په ترځ کي اعلان کړي.

AG/ زيارمل

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل