اوباما: د مشاورينو ساتنه بايد وسي
۱۳۹۰ اسفند ۷, یکشنبهد امریکا متحده ایالاتو د افغان ولسمشر حامد کرزي له خوا خلکو ته د ارام پاتېدلو خبره ستایلې ده.
د سپیني ماڼۍ له خوا په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي دي چي اوباما د الین له خوا د ناټو د منسوبینو د خوندي اقدام هم ستایلی دئ.
دغه خبر پاڼه وړاندي کاږي چې د امریکا متحده ایالات د افغانستان له دولت او خلکو سره خپلي ملگرتیا ته ژمن دي.
سپیني ماڼۍ د افغان ولسمشر له خوا هغه وينا هم ستایلې ده چې پکښي پر لاریون کوونکو د آرام پاتېدو ږغ شوی دئ.
تر دې مخکي پینټاگون د افغانستان د کورنیو چارو په وزارت کي دننه د دوو تنو امریکایي مشاورینو وژنه د نه منلو وړ بللې او پر افغان چارواکو ئې غږ کړی دئ چې د بهرنیو مشاورينو ساتنه په ښه ډول وکړي.
د شنبې په ورځ ناټو د افغانستان له ټولو وزارتونو څخه خپل مشاورین را ایستلي دي. د هغوی په وینا دا کار د ناټو د منسوبینو د خوندي ساتلو له پاره تر سره شوی دئ.
په کابل کې د انګلستان سفارت هم ویلي دي چې په کابل کې ئې خپل ټول ملکي مشاورین د افغان حکومت له ادارو څخه په مؤقتي ډول را ایستلي دي.
دا کار په داسي حال کې تر سره شوی دﺉ چې د شنبې په ورځ د افغانستان د کورنیو چارو په وزارت کي دوه امریکايي مشاورین ووژل شول.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجيب الله زيارمل