اوباما له پوتين سره ملاقات لغو کړل
۱۳۹۲ مرداد ۱۷, پنجشنبهد سپیني ماڼۍ د ملي امنيت سلاکار مرستيال بن رودس د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د اگست ۷) وويل چي ولسمشر پريکړه کړې ده چي د روسيې له جمهور رئيس ولاديمير پوتين سره خپله ليدنه کتنه لغوکړه. د دغي ليدني کتني د لغو کېدو علت د امريکا پخواني استخبارتي کارکوونکی ايدوادر سنودن ته د روسيې له خوا د سياسي پنا ورکول ښول سوی دی.
په پلان کي وه چي د امريکا جمهور رئيس به د روان کال د سپتمبر په مياشت کي د «جي ۲۰» غونډي ترمخه د روسيې له جمهور رئيس سره وويني. د اوباما ادارې ويلي دي چي تر دې پريکړي وروسته چي اوباما له پوتين سره نه گوري د غونډي ترمخه به د روسيې پر ځای په سويډن کي تم سي.
روسيې مايوسي څرگنده کړې ده
ايدوارد سنودن د امريکا متحده ايالاتو د ملي امنيت ادارې د څارني پروگرام تر افشا کولو وروسته له هانکانگ څخه روسيې ته ولاړ او غوښتل ئې چي له هغه لاري يوه بل هيواد ته سفر وکړي خو د امريکا متحده ايالاتو د هغه پاسپورت بې اعتباره اعلان کړ او هغه د مسکو د شريميتوا هوايي ډگر په ترانزيت برخه کي پسې پاته سو.
امريکا متحده ايالاتو له روسيې څخه په وارو وار وغوښتل چي سنودن ور تسليم کړي خو روسيې دغه کار ونه کړ. د روسيې جمهور رئيس ولاديمير پوتين هغه مهال وويل چي له امریکا متحده ايالاتو سره د تلسم ورکولو یوه موافقتنامه نه لري. په نړيوالو چارو کي د پوتين ځانگړي سلاکار د چهارشنبې په ورځ وويل چي روسيه د اوباما د دې پريکړه له کبله چي له پوتين سر ئې ملاقات لغو کړه «مايوسه» ده.
يوري اوشاکوف خبريالاتو ته وويل: «دا څرگنده ده چي دغه تصميم د امریکا د استخباراتو د پخواني کار کوونکي سنودن د قضيې په خاطر نيول سوی دی، چي دغه قضيه زموږ له خوا نه ده رامنځ ته سوې.»
اوشاکوف زياته کړه: «موږ بيا هم تيار يو چي له امریکا متحده ايالاتونو سره پر ټولو مسايلو باندي خبري وکړو.»
له جنجاله ډک مناسبات
د روسيې او امريکا متحده ايالتونو ترمنځ مناسبات په د سوريې په اړه هم خراب سوي دي. مسکو د بشرالاسد رژيم ملاتړ کوي او وسلې ورکوي، او امريکا متحده ايالات بيا د اسد رژيم د مخالفينو پلوي کوي.
امریکا دغه راز د کرملين د مخالفینو پر ټکولو باندي نيوکي کوي. مسکو تير کال داسي يو قانون تصويب کړ چي له مخي ئې هر هغه غير دولتي سازمان چي له دباندي څخه مرستي ترلاسه کوي او سیاسي فعاليت کوي د «بهرني جاسوس» په توگه پېژندل کيږي.
د بلگې په توگه د روسيې د حکومت مخالف وبلاگ ليکونکی الکسي نوالنی، څو اوونۍ دمخه محکمې په پنځه کاله بند محکوم کړ. هغه اوس په ضمانت سره آزاد گرځي.