اوباما پر سعودي د حقوقي دعوې قانون وېټو کړ
۱۳۹۵ مهر ۳, شنبهPAS-9/11-Hinterbliebene dürfen nicht gegen Saudi-Arabien klagen - MP3-Stereo
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (06.07.2016):
د بارک اوباما د خصوصي ژوند انځورونه
په سپينه ماڼۍ کي د امريکا د جمهوررئيس بارک اوباما وخت کرار کرار پای مومي. د سپيني ماڼۍ عکاس پيت سوزا، اته کاله له اوباما سره ملتیا کړې او د هغه د شخصي ژوند ډېر عکسونه ئې اخيستي دي.
په ۲۰۱۲م کال کي د المپيک په لوبي کي د امريکا او برازيل ترمنځ د باسکيټبال لوبي د نندارې پرمهال اوباما له خپلي کورنۍ او مرستيال سره.
اوباما په خپل کاري دفتر کي له يوه درې کلن هلک سره د خيالي لوبي پرمهال. دغه عکس تيرکال اخيستل سوی دئ. د اوباما ځانگړی عکاس پيت سوزا د اوباما ټول عکسونه خوښ دي. خو وايي چي هر يو ئې تر بل ښه دئ.
له شازاده سره ليدنه
په بريتانيا کي د سفر پرمهال له سلطنتي کورنۍ سره د اوباما ليده کاته. اوباما له کوچنی شازاده پرنس جورج سره روغبړ کوي.
که څه هم اوباما د نړۍ تر ټولو قدرتمن جمهوررئيس بلل کيږي خو کوښښ ئې کړی دی چي هغه لمسېدای هم سي. هغه امريکايي کوچنيان چي سپيني ماڼۍ ته په ورتگ توانېدای سي کولای سي له اوباما سره وویني.
اوباما هر وخت په دې تلاښ کي دی چي په سياست کي خپله «سړه سينه» وښيي. په ډېرو عکسونو کي چي سوزا اخيستي دي د اوباما دغه ځانگړتيا له ورايه ښکاري. انځور په ۲۰۱۲م کال کي د انتخاباتي کمپاين پرمهال له خپل مرستيال سره.
دغه انځور په سپينه ماڼۍ کي له کارگرانو سره د اوباما مينه ښيي.
په دې انځور کي اوباما له جامايکا څخه بيرته امريکا ته د گرځېدو په موخه سفر پيلولو په حال کي دئ. د سپيني ماڼۍ عکاس سوزا هر وخت داسي عکسونه اخلي چي په عکس کي ټول اړخونه خپله خبري کوي.
اوباما له خپلي مېرمني او دوو لوړنو سره ډېر عادي د تلويزيون نندارې ته ناست دي.
البته کله چي اوباما په سپينه ماڼۍ کي وي ۲۴ ساعته د نړۍ په سياست کي نه يي بوخت، هغه له خپل فارغ وخت څخه هم ښه لذت وړي. اوباما په سپينه ماڼۍ کي له خپل سپي Bo سره د لوبو پرمهال.
اوباما له خپلو کارکوونکو سره د باسکتبال لوبي پرمهال. د اوباما دغه انځور هم له معمولي خلکو سره د اړيکو تمايل ښيي.
ځانگړی عکاس
پيت سوزا چي په ۱۹۵۴م کال کي په امريکا کي زېږېدلی خپله پرتگال ټباره او د سپيني ماڼۍ ځانگړی عکاس دئ. هغه لومړی عکاس دی چي په ۲۰۰۱م کال کي په افغانستان کي د جنگ د پيل پرمهال کابل ته تللی او عکسونه ئې اخيستي دي. د سوزا او اوباما همکاري د امريکا د جمهوري رياست د انتخاباتو دورې ته ورگرځي.