1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هنګري کې انتخابات، اوربان مخکښ بريښي

۱۳۹۷ فروردین ۱۹, یکشنبه

په هنګري کې نن يکشنبه د رای اچونکو پر مخ د رای اچونې مرکزونه پرانیستل شول. محافظه کار سياستوال او اوسني لمړي وزير ويکتور اوربان په بوداپست کې يې د راي اچونې پروخت وويل چې مبارزه به يې د هيواد ملي ګټو په موخه ادامه ولري.

Ungarn - Premierminister Viktor Orban spricht während der ungarischen Nationalfeiertage
انځور: Reuters/M. Djurica

د هنګري اوسني لمړی وزير او محافظه کار سیاستوال، ويکتور اوربان چې د اروپا د ادغام سياست مخالف هم دی نن سهار يې په بوداپست کې د راي اچونې پروخت وويل چې د هيواد ملي ګټو د خوندي ساتلو په برخه کې مبارزه به يې ادامه ولري.

د هنګري اوسني لمړی وزير ويکتور اوربان چې غواړي د څلورم ځل له پاره په خپله څوکۍ کې پاتې شي، د خپلو ټاکنيزو کمپيانونو پر وخت د خپل د مهاجرت ضد پر سياست نور هم غږ اوچت او ټينګار لرود. هغه د مارچ مياشت په نيمايي کې د تل په څير په پلازمينه بوداپست کې د پارلمان مخ ته د ملي ورځې د لمانځنې پر مهال په خپله وينا کې هم تر هر څه د مخه د مهاجرت موضوع راوسپړله.

اوربان وويل: «کوم څه چې د مهاجرت مسئلې سره تړاو لري، لويديځه اروپا يې په اړه لاس د لاس په سر ږدي. ځوانان به په لويديځه اروپا کې وويني چې په خپل هيواد کي يې څنګه په يو اقليت باندې اوړي.»

په ټولپښتنو کې هم د هغه په مشرۍ د (فيديس) يا د «اتباعو د اتحاد» ګوند تر نورو مخکې وو. په دوهم ځای کې بيا  د «لا ښې هنګري له پاره خوځښت» په نوم ښي اړخی افراطي ګوند (Jobbik) قرار لرود. زرغون، ليبرالان او نور واړه ګوندونه په وروستي ځای کې ولاړ ول. 

په  دې ترتيب، له دې څخه داسې ښکاري چې اوربان غواړي د څلورم ځل له پاره د هنګري د لمړي وزير په توګه پر خپل ځای پاته شي.

اوربان له ۱۹۹۸ څه تر ۲۰۰۰م   او بیا له ۲۰۱۰ څخه تر اوسه د هنګري لمړی وزير پاتې شوی دی.د هنګري دغه عوام پاله سياستوال چې د فوټبال لوبې هم ډير سخت مينه وال دی، په خپلو تيرو دورو کې يې د دموکراسۍ تخريب کوونکي شهرت ترلاسه کړی دی.

د اوربان له خوا د انتخاباتي کمپاينونو پر وخت د مهاجرو له لوري د ويرې اچونې خپرولانځور: Reuters/L. Foeger

هغه په پرله پسې توګه د خپل عوام پاله سياست له لارې، د خلکو په منځ کې ويرې اچونې ته لمن وهلې ده: د مهاجرو د راتلو پر ضد، د لويو شرکتونو، بانکونه، د کيڼ اړخي ګوندونو، د ليبرالانو خبريالانو، خپلواک سازمانونو، حتې د اروپايي اتحاديې او د هنګري الاصله امريکايي ميلياردر ګئورګ سوروس پر ضد. اروبان د اپوزيسيون ډلو پر ضد چې د مهاجرو پر وړاندې د دموکراتيک سياست غوښتونکي دي، هم تر نور ډير غږ اوچت کړی دی.

ورته مطلبونه:
اوربان: مهاجر پر اروپا د «توري وريځي» په شان دي

 اوربان: مهاجر «مسلمان يرغلګر» دي
ويکتور اوربان وايي: «هغوی غواړي ځان قدرت ته ورسوي او بيا خپل دغه لوی پروګرام عملي کړي. که مونږ پريږدو چې هغوی راشي، په دې صورت کې به يوه يا دوه لسيزې وروسته، د افريقا او منځني ختيځ څخه په ميليونو کسان د اروپا پر لور پر حرکت ولويږي.»

له کيڼ اړخۍ څخه ښي اړخ ته بدلون

د هنګري دغه جنجال طلبه سياستوال، په تير کې د نن په څير يو عوام پاله تحريګر نه وو. اروبان له حد نه د زيات د کمونيستي ضد عقيدې په لرلو سره، هغه مهال چې لا ۲۶ کلن ځوان وو  په پوهنتون کې د «ځوانانو د خوځښت» يو فعال غړی وګرځيد. دغه ځوان د ۱۹۸۹ کال په جون مياشت کې په ډيره زړورتيا او ښکاره توګه له هنګري څخه د روسيې شوروي ځواکونو د وتلو غوښتونکی شو.

له دې سره اروبان که څه هم د لمړي فرد په توګه نه، خو د زړورتيا او نه د نه ويرې څيرې په توګه يې خورا زيات شهرت ترلاسه کړ. اروبان خپله دغه خوښته هغه مهال چې توره دريشي يې اغوستلې وه، بيان کړه.

هغه چې په هغه وخت کې د « ځوانو دموکراتانو د اتحاد» (Fidesz) مشر او د موسسينو څخه يو وو، او په عين حال کې ډير کيڼ اړخی وو، وې شو کړای چې د ځوانانو د غوښتنو د غږ په توګه خپل ځای تثبيت کړي.

د مهاجرو د مخنيوي په موخه د هنګري پر پوله درول شوې سيمي اغزن ديوالانځور: Picture-Alliance/Z. Mathe/MTI via AP

اوربان د ۱۹۶۲ کال د سیکشفهروار (Szekesfehervar) په ښار کې په يوې متوسطه کورنې کې دنيا ته راغی. هغه د حقوقو په څانګه کې د لوړو زدکړو له پاره بوداپست او بيا له هغه ځایه د يو تحصيلې بورسيې له لارې د اکسفورد پوهنتون ته ولاړ.  د دغې بورسيې پيسې د هنګري الاصله امريکايي ميليارډر ګئورګ سوروس له بنسټ څخه ورکړل شوې کوم چې نن د هغه يو له سرسختو دښمنانو څخه ګڼل کيږي.

ورته مطلبونه: 

هنګري: په یخچالونو کې د وژل شوو مهاجرینو د عاملینو محکمه پیل کړې

هنګري د مهاجرو پر مخ خپل سرحدونه لا کلک کړل

د ۱۹۹۰ لسيزې راوروسته د هغه «د ځوانو دموکراتانو» ګوند په پر له پسې توګه ښې اړخي سياست ته ورنژدې شو. د هغه ګوند په ۲۰۰۲م کال کې د اتو کلونو له پاره د سوسياليستانو په ګټه واک له لاسه ورکړ. هغوي د ۲۰۱۰ کال په انتخاباتو کې د پرله پسې تيروتنو په پايله کې له ماتې سره مخ شول.

په دې ترتيب اوربان نه يوازې د دوهم ځل له پاره د بريا چانس په لاس راوړ، بلکه په پارلمان کې هم د رايو د دوهم اکثريت په ګټلو سره وتوانيد چې د هيواد په اساسي قانون کې د بدلون امکانات پر لاس راوړي.

خو اوربان د رسنيو قانون په تصويب او همدا ډول په نوي اساسي قانون کې د بدلون په تړاو، په بروکسل کې له سختو نيوکو سره مخ شو.

د مهاجرت پر موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل