اور په زندان کې په سوونو کسان ووژل شول
۱۳۹۰ بهمن ۲۶, چهارشنبه د هاندوراس په هیواد کې د چهار شنبې په ورځ له۲۷۰ څخه ډیر زندانیان ووژل شول. دغه کسان له هغه وروسته ووژل شول چې په زندان کې ئې اور ولګید.
د هاندوراس د زندانونو مشر دنیلو اورلانا، وویل چې اور د سه شنبې په شپه د کومایګوا په ښار کې ولګید. دا ښار د هاندوراس له پلازمینې څخه ۱۴۰ کیلومتره لیرې پروت دﺉ. په هغه زندان کې چې اور لګیدلی دﺉ ۸۰۰ زندانیان ساتل کیدل.
د کومایګوا د ښار چارواکو ویلي دي چې شاوخوا ۱۰۰ زندانیان د اور له امله يا خو د مرګ تر سرحد پورې سوځیدلي ول او یا خو هم د کافي اکسیجن د نه رسیدو له امله ئې خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.
د دغو چارواکو په حواله ډیر شمیر زندنیان هغه وخت ووژل شول چې هغه ساتونکی چې د هغوی د زندانونو کلي ئې له ځان سره درلودله لا درکه شو.
چارواکي لا اوس هم د اور د لگیدلو د لامل په لټه کې دي. دوی وایي چې اور کیدای شي د زندانیانو او یا هم د برق د شارتۍ له کبله بل شوی وي.
چارواکو ویلي دي چي ښایي د اور په وخت کې ډیر شمیر زندانیان په تیښته هم بریالي شوي وي.
مسعود جهش (رویترز، د آلمان خبري آژانس، اسوښیتد پرس)
کتونکی: مسعود جهش