د دوشنبې په ورځ ناوخته د ماریا توپان په ساعت کې له۲۶۰ کلیو متره سرعت لرونکو بادونو سره د دومینکا پر ټاپو تیر شو. د توپان له کبله د ځمکې ښویدو پیښې رامنځ ته شوي او کورونه ویجاړ شوي دي.
د امریکا متحدو ایالاتو د توپانونو مرکز ویلي دي، تمه کیږي چې دغه توپان به د سه شنبې او چهارشنبې په ورځو د پورتوریکو او د امریکا او بریتانیا وریرجن ټاپوګانو پر لور حرکت وکړي.
دې مرکز زیاته کړې ده: «ماریا د لویدیځ-شمال لویدیځ پر لور په ساعت کې په نزدې نهه مایله سرعت لرلو سره حرکت کوي. تمه کیږي چې توپان به د چهارشنبې ورځې تر پایه پورې هم دغه سرعت ولري.»
په پورتو ریکو، کولیبرا او فیکویس کې د چارواکو له خوا خبردارۍ ورکړل شوی دي. خو د فرانسې د ټاپو مارتینیک، اوسیدونکو ته امر شوی دی چې په خپلو کورونو کې پاتې شي. له دې سره نو ښايي د کرابین د ختیځو ټاپوګانو ډیری اوسیدونکي په داسې حال کې چې تر اوسه هم د ایرما توپان له زیانونو خلاص شوي نه دي، له یوه بل ناورین سره مخامخ شي.
«ايرما» سمندري توپان او ويجاړی يې
د ايرما په نوم زورور سمندري توپان د فلوريدا جنوب ته رسیدلی. لا تر مخه چارواکو تر ۶۳ لکه زياتو انسانانو ته لاروښونه کړې وه چې ځانونه خوندي ځايو ته ورسوي. انځور: picture-alliance/NOAA via AP د اتلانتيک يا آرام سمندرګي څخه راپورته شوې يو ډير زورور توپان د امريکا متحدو ايالاتو فلوريدا ايالت د کوچنيو ټاپوګانو لړۍ ته د رسيدو په حال کې دی. څنګ په څنګ پراته دا ټاپوګان د «فلوريدا کيز» په نوم ياديږي.
انځور: picture-alliance/abaca/Dutch Department of Defense د سمندري توپانونو د څار امريکايي ادارې په حواله دمګړۍ د دې توپان شدت ډير زيات دی او دا د څلورمې درجې د توپان په توګه درجه بندي شوی.
انځور: Reuters/A. Meneghini د توپانونو د مرکز له خوا ويل شوي چې د ایرما توپان د تيزو بادونو سرعت په ساعت کې د ۲۱۰ کيلومترو زيات دی.
انځور: Reuters/A. Baez د فلوريډا کيز سره تر ټکر وروسته ښايي د سمندري څپو لوړوالې له څلورو نيمو مترو هم زيات شي.
انځور: Reuters د امريکا د دې ايالت لويديځ ساحل د توپان څخه اغيزمن دی. دغه ځای ته د توپان تر رسيدو د مخه په سونه زره کسان بايد خوندي ځايونه ته انتقال شي.
انځور: picture-alliance/abaca/M. Dowell/Orlando Sentinel/TNS د تيزو بادونو او ورسره سختو ورښتونو له امله د بریښنا سسټم هم له ګډ وډۍ سره مخامخ شوی. د «فلوريدا پاور ايند لايټ شرکت» په حواله تر اوسه څلور نيم سوه زره کورونه اغيزمن شوي.
انځور: picture-alliance/ZUMA Wire/Xinhua/Y. Bogu د اټکلونو پر اساس دا توپان ښايي د فلوريدا ساحلي ښار ميامي هم اغيزمن کړي. دغلته خلکو د خپلو دوکانو او کورونو کړکۍ د لرګي په لويو تختو بندې کړي دي.
انځور: picture-alliance/ZUMAPRESS.com/J. Langston د خليج هيوادونو له ميامي څخه د خپلو اتباعو د ايستو په موخه د ځانګړو پروازونو زمينه برابره کړې. ويل کيږي چې د توپان دمخه د ميامي په ساحلونو کې ډير شمير سيالانيان موجود ول چې اوس له دغه ځايه ايستل شوي دي.
انځور: picture-alliance/dpa/G. Herbert «ايرما» توپان په تيره پيړۍ کې په آرام سمندرګي کې د راپورته شويو ډيرو زورورو او شديدو توپانونو څخه يو دی. فلوريدا ته تر رسيدو وورسته د سختو ورښتو او تیزو بادونو سبب شوی او په ميليونو انسانان يې له بريښنا بې برخې کړي دي.
انځور: picture-alliance/dpa/AP/G. Herbert د دې توپان په ترڅ کې د الوتونکو بادونو سرعت په ساعت کې ۲۶۰ کيلومتره ښوول شوی چې د همدې شدت سره یې د کيوبا شمالي ساحلي سيمه هم د شنبې په شپه ځپلې وه. د کيوبا پر شمالي ساحلي تړانګه دې توپان کورونه نړولي او ونې يې چپه کړي دي.
انځور: Reuters/Netherlands Ministry of Defence-Gerben van Es په کرابين سمندرګي کې پراته څو ټاپوګان چې د ايرما ورباندي لار ده، سخته ويجاړي یې ليدلې ده. تر اوسه په کرابين سيمه کې د دې توپان له کبله تر ۲۵ زيات انسانان وژل شوي دي.
انځور: Getty Images/G. Van
د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، په سیمه کې په خپل هیواد پوري تړلو ټاپوګانو کې بېړنۍ حالت اعلان کړی دی او د امریکا د بېړنيو مرستونو فدرالې ادارې ته یې امر کړی دی چې په سیمه کې خپلې چاري همغږې کړي.
د امریکا د توپانونو مرکز ویلي دي چې د ماریا توپان کیدای شي خطرناکه بادونه او ویجاړوونکې څپې رامنځ ته کړي چې له کبله به یې د اوبو سطحه تر ۲،۷ مترو پوري لوړه شي. دغه ډول شرایط کیدای شي داسې سیلابونه رامنځ ته کړي چې د ځايي اوسیدونکو ژوند ګواښي او له کبله یې د ځمکې ښویدو پیښې رامنځ ته کیږي.
د دومینیکن جمهوري ولسمشر دنیلو میدینا، د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلې کې خپله وینا لغو کړه او د دوشنبې په ورځ یې بیرته خپل هیواد ته سفر وکړ چې د توپان تر رسیدو مخکې امنیتي تدابیر همغږي کړي.
په دومینیکا کې سیلابونه او د ځمکې ښویدو پیښې
د ماریا توپان تر رسیدو وروسته، د دومینیکا د برخليک په اړه معلومات په لاس کې نه شته، خو د دې هیواد لومړې وزیر ریزوویلت سکیرت، پر خپله فیسبوک پاڼه په یوه خپور شوي پیغام کې لیکلي دي چې توپان یې د کور چت الوزولی دی او اوس یې کور ته اوبه ننوتي دي.
هغه لیکلي ول: «زه نو اوس د توپان په لاس کې یم. کور ته اوبه راننوتې.»
تر دې پیغام وروسته هغه بیا ولیکل چې ژغورل شوی دی. د ماریا توپان د بریتانیا په دې پخوانۍ مستعمره کې د ځمکه ښویدو پیښې رامنځ ته کړي دي.
د «ارما» په نوم سمندري توپان زیانونه
د «ارما» په نوم سمندري توپان په کارابیک کې لږ تر لږه شپږ تنه وژلي دي. د حکومت د معلوماتو له مخې د باربودا، جزیره ډیره اغیزمنه شوې ده او اوس د اوسیدو وړ نه ده. د توپان د ویجاړیو ځیني انځورونه دلته لیدلی شئ. انځور: Reuters/A. Baez په پورتو ریکو کې چې د کارابیک ټاپوګانو په شمال ختیځ کې مجمع الجزایر ده، دغه توپان هم ویجاړۍ رامنځ ته کړي دي. د دغه توپان سرعت په یوه ساعت کې ۲۹۵ کیلومتر اټکل شوی دی. د ملګرو ملتونو د اټکلونو له مخې په راتلونکو ورځو کې ښایي ۳۷ میلیونه انسانان له خپلو کورونو بې ځایه شي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/C. Giusti فاجاردو، نومې ښار چې په پورتو ریکو کې پروت دی هم سخت توپان ځپلی دی.
انځور: picture-alliance/AP Photo/C. Giusti انتیګوا او باربودا، ټاپوګانو یوه برخه د سخت سمندري توپان له کبله اغیزمنه شوې ده. په انځور کې لیدل کیږي چې خلک له خپلو سیمو څخه د وتلو په حال کي دي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/J. Jno-Baptiste د کرابیک په ټاپوګانو باربودا، باربادوس، سنت بارتیلمی او سنت مارتین کې د وروستیو معلوماتو له مخې د «ارما» په نوم توپان شپږ تنه وژلي دي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/J. Jno-Baptiste دغه توپان چې د پنځمې درجې توپان په توګه درجه بندی شوی وو، د چهارشبنې په ورځ باربودا ټاپو ته ورسېد.
انځور: Reuters/A. Baez دغه توپان پورتو ریکو ته تر رسیدو دمخه په کرابیک کې له څو ټاپوګانو تیر شو. دغه انځور د پورتو ریکو دی چې د یوې لارۍ موټر چلوونکی هڅه کوي چې د ویجاړو شوو لارو تیر شي.
انځور: Reuters/A. Baez دغه انځور د باربودا دی، چې سړکونه اوبو لاندي کړي دي.
انځور: Getty Images/AFP/Gemma Handy دغه انځور د سپتمبر میاشتې د پنځمې نیټې دی چې سټلایټ اخيستی دی.
انځور: Reuters/NOAA د دغي نقشې پر مخ د ارما، سمندري توپان لوری او له هغه څخه احتمالي اغیزمني شوي سیمې ښوول شوي دي.