د فرانسې پولیسو ویلي دي چې په چړو سمبالو دوو کسانو د سه شنبې په ورځ لږ تر لږه پنځه کسان د فرانسې روان ښار ته نزدې په یوې کلیسا کې برمته کړي وو. امنیتي ځواکونو ژر غبرګون وښود او برمته نیوونکي یې ووژل.
د فرانسې د کورنیو چارو وزارت ویاند «فرانس انفو راډیو» ته ویلي دي چې د برمته نیول شویو کسانو له ډلې څخه یو تن یې وژل شوی او یو بل سخت ټپي دی. فرانسوي چارواکو د رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چې وژل شوی کس یو کشیش وو.
د فرانسې د کورنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د دواړو برمته نیوونکو خطر له منځه تللی دی. یوې امنیتي سرچینې د اسوشیتد پرس خبري آژانس ته ویلي دي چې امنیتي ځواکونو دواړه برمته نیوونکي وژلي دي.
د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند، چې د پیښې سیمې ته تللی وو، وویل چې برمته نیوونکو د وژل شوي کشیش غاړه پرې کړې او دا چې هغوی «د داعش د پلوي ادعا کړې وه».
د داعش ترهګرې ډلې د دغې پیښې پړه پر غاړه اخیستې ده. د اعماق خبري آژانس چې دغې ترهګرې ډلې ته نزدې بلل کیږي ویلي دي چې برمته نیوونکي د «اسلامي خلافت غړي» وو.
په نړۍ کې د کاتولیکانو مشر پاپ فرانیسیکوس، دغه پیښه په کلکو ټکو غندلې ده. فرانسوي چارواکي اوس د دغې پیښې په اړه څیړنې کوي.
د فرانسې د بریدونو په اړه نور مضمونونه:
انځورونه: د«نیس» د پیښې په هکله نړیوال غبرگونونه
د فرانسې د نیس ښار له پيښې سره، چې په ظاهره کې یو ترهگریز برید معلومیږي، په تیرو ۱۸ میاشتو کې دا دریم ترهگریز برید دی چې په دغه هیواد کې ترسره کیږي. د نړۍ خلکو او سیاسي مشرانو له فرانسې سره خپل پیوستون ښودلی دی.
انځور: picture-alliance/dpa/TASS/S. Savostyanovخلک په حیرانیا او اندیښنه کې دي
غمرازي کونکي د فرانسې د «نیس» په ښار کې د پيښې په ځای کې راټول شوي ول. د پنجشنبې په ماښام د یوه لارۍ موټر چلونکي خپل موټر ته د خلکو په منځ کې سرعت وکړ او د ماشومانو په گډون یې ۸۴ تنه ووژل. فرانسویانو د «باستیل» په نوم د فرانسې ملي ورځ جشن نیولی وو.
انځور: Reuters/P. Rossignolد فرانسې خلک د غم پر تغر ناست
د ولسمشرۍ د ماڼۍ پر سر د فرانسې بیرغ په نیمه زوړند حالت کې زړیږي. د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند د جمعې په ورځ وویل چې د ۵۰ تنو ټپیانو روغتیایې وضعه ښه نه ده. هغه له خپلو هیوادوالو د پيوستون او یوالي غوښتنه وکړه.
انځور: Reuters/P. Wojazerپه ټوله نړۍ کې د فرانسوي اتباعو غبرگون
د استرالیا په سندني ښار کې فرانسوي اتباع سره راټول شول اود دغې پيښې د قربانیانو سره سره یې خپله غم رازي څرگنده کړه.
انځور: Reuters/D. Grayاروپایې اتحادیې هم خپله غم رازي څرگنده کړه
په بروکسل کې د اروپایې اتحادیې بیرغونه هم نیمه زوړند حالت ته راوستل شوي ول. د اروپایې اتحادیې مشرانو هم د دغې پیښې په هکله خپل خفگان او اندیښنه شریکه کړه. د اروپایې اتحادیې د پارلمان مشر مارتین شولتس، له فرانسویانو څخه غوښتي دي چې د دغې کرکجن عمل پر وړاندی یو موټی پاتې شي.
انځور: Reuters/F. Lenoirد ټولې نړۍ په کچه له فرانسې سره پیوستون
د ایټالیا د سوداگرۍ خونې مشرې لوا بولدریني، په ایتالیې کې د فرانسې سفیره کاترین کولونا په غیږ کې نیولې ده. دغه دواړه میرمنې په روم کې د فرانسې د سفارت مخې ته د «نیس» د پیښې قربانیانو ته دعا کوي.
انځور: Reuters/M. Rossiد قربانیانو په یاد د یوې دقیقې خاموشي
په مغولستان کې د «آسیا-اروپا» په سرمشریزه کې د آلمان صدراعظمه او د نړۍ مشرانو د نیس د پيښې د قربانیانو په یاد د یوې دقیقې له پاره خاموشي اختیار کړه. میرکل وویل چې آلمان به د ترهگرۍ پر وړاندی د مبارزې په برخه کې د فرانسه تر څنگ ولاړ وي.
انځور: picture-alliance/AP Images/D. Sagoljد ښوونځي زده کونکي د قربانیانو له پاره دعا کوي
هندي ماشومان د «باستیل ورځې» د قربانیانو له پاره د دعا لاسونه پورته کړي دي. د نیس په پيښه کې لږ تر لږه ۱۰ تنه ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او څو تنه نور ټپیان شوي دي.
انځور: Reuters/A. Daveد پوروشنکو له خوا د احترام مراتب
د اوکراین ولسمشر پترو پوروشنکو د جمعې په ورځ په کییف کې د فرانسې سفارت مخې ته د گلانو گیډۍ کیښوده او د پيښې قربانیانو ته یې د احترام مراتب وړاندی کړل.
انځور: Reuters/G. Garanichپه ټوله نړۍ کې د قربانیانو یاد
یو روسي تبع په مسکو د فرانسې سفارت مخې ته د گلانو گیډۍ ږدي. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د فرانسې له ولسمشر فرانسوه اولاند سره د یوه تلیفوني اړیکي په ترڅ کې دا یو ډیر «غچ اخیستونکی او له کینې ډک» عمل وباله.
انځور: picture-alliance/dpa/TASS/S. Savostyanov