1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شولڅ: درې پاتي اټومي بټۍ دي تر اپریل مياشتي پورې فعالي وي

۱۴۰۱ مهر ۲۶, سه‌شنبه

د آلمان صدراعظم اولف شولڅ د دوشنبې په ورځ لارښوونه وکړه چې د دغه هيواد درې پاتي اتومي بټۍ دي د ۲۰۲۳م کال تر اپریل مياشتي پورې فعالي پاتې شي

د المان صدراعظم اولف شولڅ
د المان صدراعظم اولف شولڅانځور: Markus Schreiber/AP Photo/picture alliance

د اټومي بټۍ د پاتېدو مودې په اړه په حکومتي ایتلاف کې د نظر اختلاف موجود دی.

ورته مهال د دغه هیواد د زرغون ګوند غړي او د شولڅ معاون رابرت هابیک ویلې دي چې هغه دا واقعیت مني دا چې د آلمان صدراعظم شولچ نور کسان په کابینه کې نادیده نیسي.

د اقتصاد، چاپېریال او مالیې وزارتونه باید د فابریکو د پرانیستي ساتلو له پاره قانوني منابع رامنځته کړي.

شولڅ له وزارتونو څخه هم وغوښتل چې د انرژۍ د موثریت د زیاتولو له پاره تر ۲۰۳۰م کاله پورې د ډبرو سکرو د تدریجي بندولو قانون جوړ او وړاندي کړي.

آلمان پلان درلود چې د ۲۰۲۲م کال تر پایه پوري د اټومي بټۍ له انرژۍ څخه ځان خلاص کړي، خو د انرژۍ په اړه د اندېښنو له زیاتیدو سره سم د اټومي بټۍ د پرانیستې ساتلو پر سر اوږدو بحثو کې ښکیل شو.
 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب