1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوپیک د تیلو استخراج راکموي

۱۴۰۱ مهر ۱۴, پنجشنبه

د همدې راتلونکي نومبر میاشتي څخه د تیلو استحصالونکو هیوادونو سازمان »اوپیک« او ورسره نور د تیلو صادرونکي ملګري هیوادونه یې غواړي د ورځي دوه ميلیونه بیرله اومه تیل لږ تولید کړي.

Saudi Arabien | Öl-Lager am Hafen von Jubail
انځور: Bilal Qablan/AFP/Getty Images

په تقریباً عین اندازه باندي د تیلو راکمولو فیصله د ۲۰۲۰ م کال په سر کي د اوپیک ۱۳ هیوادونو او ورسره ملګرو لسو تیل صادرونکو هیوادونو هم کړې وه. 

کارپوهان ګمان کوي چي د تیلو استحصالونکو داوړو لویو او مهمو هیوادونو، سعودي عربستان او روسیې په ویانا کي د جلسې دایریدو تر مخه لا د تیلو راکمولو موافقه کړې وه. د تیلو د استحصال پر دغه کمیدو باندي تر ټولو دمخه د امریکا متحده ایالاتو سخت انتقاد کړی دی. 
 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب