1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له افغانستان سره د ۶،۷ میلیارده ډالرو بشري مرستې

۱۴۰۳ آبان ۱۴, دوشنبه

په افغانستان کي د ملگرو ملتونو د بشري مرستو د همږغي کوونکي دفتر(اوچا) رپوټ ورکړی دی چي د ۲۰۲۱م کال د اگست په نیمايي کي واک ته د طالبانو له بیا رسیدو راهیسي دغه هیواد ۶،۷ میلیارده ډالر بشري مرستي ترلاسه کړي دي.

افغانستان: په کابل کی د خلکو ورځنی ژوند
اوچا: افغانستان په دریو کلونو کی ۶،۷ میلیارده ډالره بشري مرستې ترلاسه کړيانځور: Ali Khara/REUTERS

د اوچا د معلوماتو له مخي، په ۲۰۲۲م کال کي مرستو ته د اړمنو کسانو په زیاتیدو سره، له افغانستان سره د بشري مرستو کچه تر ټولو لوړه یعني ۳،۳ میلیارده ډالرو ته ورسېده.

اوچا  ویلي دي چی بشري مرستو ته د اړو کسانو شمېر په ۲۰۲۳م کال کي په بې ساري ډول ۲۹،۲ میلیونو کسانو ته ورسید چي د هغه عمده دلیلونه، اقتصادي بحران، د بانکي سکتور گډوډي او د پراختیايي مرستو ځنډول وو.

اوچا ویلي دي چي که څه هم له هغه راهیسي د شخړو له امله بې ځایه کیدل تقریباً پای ته رسېدلي دي او د خوراک او بې وزلۍ په ناامنۍ کي یو څه ښه والی راغلی دی، خو افغانستان بیا هم د طبیعي ناورینونو، د اقلیمي او ژئوپلیتیکي بدلونونو د منفي اغیزو پر وړاندي ډیر زیانمنونکی دی.

د طالبانو درې کلنه واکمني؛ افغانستان کې وضعیت څه ډول دی؟

09:04

This browser does not support the video element.

د ملگرو ملتونو دغې ادارې د نوموړي ارزونې هدف د بشري مرستو د لاس ته راوړنو رابرسیره کیدل بولي او ویلي یې دي چي په وروستیو درو کلونو کي د بشري مرستو په نتیجه کي نه یوازي د قحطۍ مخنیوی سوی دی، بلکي د هغو کسانو په شمېر کي چي د خوړو له ستونزو سره مخامخ ول، د پام وړ کمښت راغلی دی.

سربیره پردې، د ککړواوبو  له امله رامنځته سوي ناروغۍ راکمي سوي او د روغتیايي خدماتو وړاندي کول هم پراخ سوي دي.

د ملگرو ملتونو د بشري مرستو د همږغي کوونکي دفتر زیاتوي چي پر ښځو او نجونو باندي د محدودیتونو زیاتوالی، لکه څرنگه چي دطالبانو  د امر بالمعرف په وروستي قانون کي لیدل کیږي، د بشري مرستو د اړتیا کچه لاپسې لوړوي.

اوچا په دغه رپوټ کي همدارنگه د طالبانو له خوا وضع سوو محدودیتونو ته اشاره کوي او ویلي یې دي چي له ۲۰۲۱م کال راهیسي د طالبانو له خوا له ۳۹۲ مقرراتو څخه چي پر بشري مرستو اغیز اچوي، ۷۱ موارد یې مستقیماً د مرستو په رسولو کي د افغان ښځو  گډون تر هدف لاندي راوستلی دی.

اوچا په دغه رپوټ کي ویلي دي چي پر موجوده ننگونو سربیره، د بشري مرستو رسوونکي په دوامداره توگه له ارزونې څخه نیولې بیا د مرستو تر رسولو پوري د بشري اقداماتو په ټولو برخو کي د ښځو د گډون د ملاتړ له پاره هلي ځلي کړي دي.

آیا افغانستان کې بشري مرستې په شفاف ډول ویشل کیږي؟

33:31

This browser does not support the video element.

په افغانستان  کي د بشري مرستو پر بهیر د طالبانو پر محدودیتونو سربیره، مرستندویه بڼسټونه د بودیجې له کمښت سره هم مخامخ دي.

اوچا وايي چي د بودیجې د کمښت په صورت کي به د بشري مرستو په برخه کي د وروستیو کلونو لاس ته راوړنې په چټکۍ سره له منځه ولاړي سي او زیانمن سوي کسان به یو وار بیا له کړاوونو او زیانونو سره مخامخ سي.

د ملگرو ملتونو د بشري مرستو د همږغي کوونکي دفتر (اوچا) لس ورځي مخکي هم د خپل رپوټ په څنډه کي د طالبانو ادارې د محدود کوونکو مقرراتو له زیاتوالي څخه یادونه کړې ده او ویلي یې دي چي د طالبانو دغه ډول مقررات په افغانستان کي د بشري مرستو پر عملیاتو په مستقیم ډول اغیز کوي.

GP/NZ/Alizadah, Parwaneh

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب