1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

اوچا: افغانستان کې پاکو اوبو ته لاسرسی ۷ سلنه نور هم کم شوی

امید دیدار
۱۴۰۱ بهمن ۲۹, شنبه

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د مرستو همغږي کوونکې ادارې یا اوچا ویلي، چې افغانستان کې د هغو خلکو شمېر کې ۷ سلنه زیاتوالی راغلی چې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.

Afghanistan Kamar Kalagh Dorf leidet unter Dürre
انځور: Petros Giannakouris/AP/picture alliance

دغې بنسټ د خپل رسمي ټویټر په یوه پیغام کې ویلي، ۴۷۹ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده، څو د افغانستان ۱۴ میلیونه وګړيو ته پاکې اوبه ورسېږي.

اوچا یا د بشري مرستو همغږي کوونکې ادارې زیاته کړې، چې افغانستان پرلپسې درېو وچکالیو «سخت» ځپلی او د تېر ۲۰۲۲ز کال وچکالۍ له امله پاکو اوبو ته لاسری نور هم کم شوی دی.

د دغې ادارې د ټویټ یوې برخې کې راغلي، چې افغانستان کې ۱۲ سلنه کورنۍ داسې دي، چې پاکو اوبو ته د لاسرسي برخه کې له خنډونو سره مخ دي؛ خو دا چې دغه خنډونه او ستونزې کومې دي، د اوچا په ټویټ کې یې یادونه نه ده شوې. دغه بنسټ پاکو اوبو ته د ولسي وګړیو لاسرسی د بېلابېلو ناروغیو مخنیوي کې مهم ګڼي.

اوچا یا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکې ادارې پاکو اوبو ته د لاسرسي لاکمېدو خبر داسې وخت کې ورکړی، چې افغانستان کې د طالب واکمنۍ پیلېدو راهیسې د بې کارۍ له امله د فقر او بې وزلۍ ګراف لوړ شوی او د رپوټونو په حواله، ګڼ شمېر خلک آن لومړنیو خوراکي توکو ته اړتیا لري.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل