1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوچا: د ایران جګړې افغانستان کې پر بشري وضعیت اغیز پریښی

گل غوټۍ پوپل | کاتولیکي خبري آژانس
۱۴۰۵ اردیبهشت ۳, پنجشنبه

په ایران کې جگړې او له امله یې تجارتي خنډونو د خلکو د اړتیاوو د تامین او په بشري مرستو باندې فشار زیات کړی او افغانستان په ځانگړې توگه له دې درکه اغیزمن سوی دی.

په کابل کې یوه نانوايی وړیا ډوډۍ ویشي
اوچا خبرداری ورکړی چې د انرژۍ او سوداگرۍ د بحران دوام به، غذايی ناډاډمنتیا لاپسې زیاته کړي.انځور: Ali Khara/REUTERS

د مذاکرې له لارې د ایران د جگړې د ختمولو له پاره پر هلوځلو سربیره، د ایران د جگړې عواقب ورځ تر بلې رابرسیره کیږي.

د ملگرو ملتو د سازمان د بشري مرستو همږغي کوونکي دفتر (اوچا) د چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۶ م کال د اپریل۲۲مه) اعلان وکړ چې له دې وضعیت څخه په تیره بیا افغانستان اغیزمن سوی دی.

د اوچا د دې رپوټ له مخې، د ایران په وړاندې د  امریکا او اسرائیل د جگړې له پیل راهیسې، ۱۹۱ زره افغان مهاجر له ایران او پاکستان څخه خپل هیواد ته ستانه سوي دي. د هغوی له ډلې یوازې د اپریل له دریمې څخه تر اوسه ۱۱۵ زره کسان بیرته افغانستان ته ستانه سوي دي چې له هغه څخه د پنځه اونۍ مخکې وخت په پرتله د پام وړ زیاتوالی ښيي.

د ملگرو ملتو د سازمان د ياد بنسټ په وینا، د غذايي توکو د اساسي اقلامو لگښت ۶،۸ سلنه زیات سوی، په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ترانسپورت لگښتونه ۲۰ سلنه لوړ سوي دي.

اړونده موضوع: د پاکستان او طالبانو ترمنځ نښتې؛ د ملکي تلفاتو شمیر لوړ شوی

په سیمه کې عمومي وضعیت هم مخ په خرابوالي دی، په تیره بیا په زیانمنونکو او وارداتو پورې تړلو اقتصادونو کې. د سمندري تجارت خنډونو د خلکو د پیرودلو ځواک کم کړی، خوړو، سوند توکو او خدماتو ته لاسرسی یې له خنډ سره مخامخ کړی او د بشري مرستو رسولو لگښت یې زیات کړی دی.

د بشري مرستو کمښت او د افغانستان پر اقتصاد یې اغیز

30:47

This browser does not support the video element.

۴۵،۵ میلیون کسان مرستو ته اړتیا لري

د ملگرو ملتو د سازمان د بشري مرستو د همږغي کوونکي دفتر د اعلامیې له مخې، په سیمه کې په مجموعي توگه ۴۵،۵ میلیونه کسان مرستو ته اړتیا لري. د بشري مرستو له پاره د اړتیا وړ مالي سرچینو لگښت  شاوخوا ۳،۶ میلیارډه ډالر (۳،۱ میلیارډ یورو) اټکل سوی دی چې له دې جملې یوازې د افغانستان له پاره ۱،۷ میلیارډه یورو ته اړتیا ده.

د ملگرو ملتو د سازمان د بشري مرستو همږغي کوونکي دفتر خبرداری ورکړی دی چې د انرژۍ او سوداگرۍ د بحران دوام به، د مقابلې ظرفیت مخکې له مخکې کمزوری او غذايی ناډاډمنتیا لاپسې زیاته کړي.

که څه هم له ایران څخه د کډوالۍ مجموعي پروسه محدوده پاتې ده، خو د جگړې بشري عواقب په سیمه کې پر کورنیو باندې د مالي فشار د زیاتوالي او د مرستو د ترسره کولو د وړتیا د کمښت په بڼه په څرگنده توګه لیدل کیږي.

گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب