1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياوکرایین

اوکرايني چارواکي: د روسيې په حملو کې مرګ ژوبله اوښتې

۱۴۰۳ شهریور ۱۸, یکشنبه

اوکراين وايي پر سومي د روسيې د تېرې شپې حملو کې ۲ تنه وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي. اوکراین زیاتوي چې ۱۵ روسي ډرونونه ېې راغورځولي روسيې بیا د دوو اوکرایني ډرونونو د راغورځولو ادعا کړې ده.

د روسيې سومي سیمه کې په جګړه کې تخریب شوی کور او یو بس موټر
په سومي کې اوکرایني چارواکو د سپتمبر۸مه وويل چې د روسيې د تېرې شپې د ډرونونو او توغندويو حملو کې ۲ تنه وژل شوي او ۴ ټپیان ديانځور: Anna Pshemyska/DW

د اوکراین په سومي علاقه کې پوځي ادارې پر تلیګرام لیکلي چې د تېرې شپې حملو په ټپیانو کې دوه ېې ماشومان دي. سرچينې زیاته کړې چې د روسي ځواکونو په دغو حملو کې زیات شمېر کورونه او موټرونه تخریب شوي دي.

د اوکراین د ادعا په تړاو د روسيې له لوري په سملاسي توګه کوم غبرګون نه دی ښوول شوی.

په عین وخت کې روسيې هم ويلي چې تېره شپه ېې د بیلګورد په فضا کې له اوکراينه پورته شوي دوه ډرونونه له منځه وړي دي.

ولي د روسیې کورسک سیمه د اوکراین له پاره مهمه ده؟

02:00

This browser does not support the video element.

رويټرز خبري آژانس بیا زیاتوي چې د اوکراین او روسیې دغه ادعاوې په خپلواکه توګه تائيدولی نشي. 

اوکراین دغه راز ادعا کړې چې تېره شپه ېې د روسيې د ۲۳ ډرون بريدونو له ډلې ۱۵ ېې شنډ کړي دي. سرچینه زیاتوي چې روسيې تېره شپه له دې علاوه یو رهبري شوی توغندی هم پر اواکراین توغولی دی.

د اوکراین دافع هوا ځواکونو پر تلیګرام ليکلي چې دوه ډرونونه او درې توغندي خپل هدف ته ونه رسېدل چې په احتمال سره د اوکراین د الیکترونکي جنګي سیستم په واسطه له منځه وړل شوي دي.

سومي د روسيې سرحد ته نژدې پرته سیمه ده چې په پر له پسې توګه د روسي ځواکونو تر حملو لاندې نيول کيږي.

د اوکراین سومي او د روسیې بلګورود سيمې په وروستیو کې د پر له پسې حملو شاهدانې دي. دواړه خواوې پر یو بل تور لګوي چې په حملو کې ېې ملکیان او زیربنايي تاسیسات په نخښه کوي. 

آژانسونه: ک. ص/ خ.ح

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب