1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوکرايني چارواکي: روسي توغندي په دونیتسک کې ۱۵ کسان وژلي

۱۴۰۱ تیر ۱۹, یکشنبه

اوکرایني چارواکو د يکشنبې په ورځ وويل چې پر يو اپارتمان د روسي ځواکونو د یو توغندي د لګیدو له کبله لږ تر لږه ۱۵ کسان وژل شوي دي. په سیمه کې يوه ځايي اوسیدونکي بیا وويل چې درې ځایونه په توغندیو ویشتل شوي دي.

Ukraine Tschasiw Jar, Region Donezk | Raketenangriff, Rettungsoperation
په چاسیو یار ښارګوټي کې د یکشنبې په ورځ په توغندي لګیدلی بلاکانځور: Donetsk region governor Pavlo Kyrylenko/Handout via REUTERS

د چارواکو په خبره، توغندی د اوکراین د دونیتسک سیمې اړوند په چاسیو يار ښارګوټي کې د هستوګنې پر یو پنځه پوړيز بلاک لګیدلی. د رويټرز په حواله توغندی د شپې له خوا ولګید او د ژغورنې ډله د پيښې ځای ته ورغلې تر څو په ویجاړو شویو کورنو کې کې له شلو ډیر بند پاتې شوي کسان راوباسي.

په سیمه کې د عاجلو خدماتو ادارې د يکشنبې ورځ ماسپښین مهال وويل، کیدی شي له ۲۴ څخه ډير کسان لا هم په کنډوالو کې بند پاتې وي. دغې ادارې وويل چې ژغورونکي له درو کسانو سره چې تر کنډوالو لاندې بند پاتې دي، په کلامي تماس کې دي.

یوه ځايي اوسيدونکي وويل چې درې توغندي هلته ولګیدل او دوی اړ شول چې په تاکویۍ کې ځانونه پټ کړي. هغه وويل: «موږ تاکوۍ ته منډه کړه. درې ځایونه ولګیدل.» دغه کس په داسې وخت کې دغه خبرې کولې چې ژغورونکو د لګيدلي بلاک څخه په یو سپین شیت کې اچولی جسد را بهر کوو.

اوکراین وايي روسيه ملکي سيمې پر توغنديو په نښه کوي. تر دې وړاندې داسې ادعاوې شوې چې روسيه له زړو توغندیو څخه استفاده کوي کوم چې هدفونه په دقیقه توګه نشي ویشتلې او له امله يې ملکي تلفات اوړي. اما مسکو دغه تورونه ردوي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب