اوکرايني چارواکي: روسي ځواکونو پر یو ښوونځي بمباري کړې
۱۴۰۰ اسفند ۲۹, یکشنبهاسوشتید پريس خبري آژانس د اوکراین د ځايي چارواکو له قوله ليکي چې د روسیې په بمبارۍ کې د ښوونځي ساختمان ويجاړ شوی او کیدای شي خلک لا هم تر خاورو او ویجاړیو لاندې پاتې وي. په سملاسي توګه د دغې پيښې د تلفاتو په اړه څه نه دي ويل شوي.
چارواکو همدارنګه ويلي دي چې د روسيي ځواکونو د چهارشنبې په ورځ په ماريوپول کې د تیاتر یو ساختمان چې ملکیان په کې میشت شوی ول، هم بمباري کړ. د اوکراین ماريوپول یو ستراتيژیک بندري ښار دی چې سخت بمباري شوی دی. ماريوپل د اوزوف بحیرې سره بندر لري.
دغه ښار له درو اوونيو راهیسې محاصره دی چې د رپوټونو پر اساس د روسيي ځواکونو له خوا بمباري کیږي.
ځايي چارواکي وايي چې د محاصرې له کبله خوراکي مواد، اوبه او بریښنا قطع شوې او لږ تر لږه ۲۳۰۰ کسان وژل شوي دي چې له ډلې يو شمیر په ډلیزو قبرونو کې دفن شوي دي.
اوکرايني چارواکي وايي چې د تیرې اوونۍ په جریان کې له ماريوپول څخه نژدې ۴۰ زره کسان وتلي دي چې دا د دغه ښار د ۴۳۰ زره نفوس نژدې لس سلنه برخه تشکيلوي.
همدا راز اوکرایني چارواکو د يکشنبې په ورځ وويل چې ۳۹۴۲۶ کسان په خپلو موټرو کې په خوندي توګه تخلیه شوي دي. دوی زیاته کړې چې دغه کسان له ۸۰۰۰ څخه په ډیرو موټرونو کې د امن کوریدورونو څخه په استفادې د بردیانسک نه زاپوريژیا ته وتلي دي.
د اوکراين ولسمشر ولاديمیر زيلنسکي د دغه ښار په اړه ويلي دي چې «په يو سولیز ښار کې دا ډول کړنې، څرنګه چې یرغلګرو ترسره کړي، یو ترور دی چې د پيړیو له پاره به په ياد پاتې وي.»
د روسي عسکرو تلفات
زيلنسکي په وروستیو کې په اوکراین کې د ۱۴۰۰۰ روسي عسکرو د وژلو او د زرونو نورو د ټپي کیدو ادعا کړې ده کوم چې خبري آژانسونه وايي دوی دغه ارقام په خپلواکه توګه څيړلی نه شي.
روسېې په ۲۰۰۸م کال په ګرجستان کې د يوې پنځه ورځنۍ جګړې په جریان کې خپل ۶۴ ځواکونه له لاسه ورکړل. د افغانستان په لس کلنه جګړه کې د پخواني شوروي اتحاد ۱۵۰۰۰ عسکر ووژل شول او د چيچنیا په څو کلنه جګړه کې هم روسیې ۱۱۰۰۰ عسکر له لاسه ورکړل.
د امریکا په ويرجنیا کې د روسېې د امنیت څيړونکی، ديميتري ګورينبورګ، وايي چې د اوکراين په جګړه کې د روسي عسکرو مرګ ژوبله ۱۰ سلنې ته نژدې شوې ده.
په بریتانيا کې د رایل یونایتډ سرويس انستيتیوت پخوانی مشر، میخایل کلارک په دې باور دی چې روسيه په اوکراین کې د پوځي مخالفت پر وړاندې ۸۰۰ زره عسکرو ته اړتیا لري تر څو پر دغه هیواد د اوږدې مودې له پاره کنټرول ولري.